Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اعراف   آیت:

اعراف

الٓمّٓصٓ ۟ۚ
المص( الف، لام، میم، صاد)
عربي تفسیرونه:
كِتٰبٌ اُنْزِلَ اِلَیْكَ فَلَا یَكُنْ فِیْ صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنْذِرَ بِهٖ وَذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
محمده! دا یو کتاب دی چې تاته نازل شوی دی نو باید ستا په زړه کې ترې اندیښنه او تنګوالی پیدا نشي ترڅو پرې کافران وډاروې او مؤمنانو ته پند او نصیحت دی.
عربي تفسیرونه:
اِتَّبِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ای خلکو! د هغه څه مننه وکړئ چې تاسې ته دخپل رب له لورې نازل شوی دی له الله نه پرته د نورو دوستانو پیروي مه کوئ. تاسي ډیر لږ پند اخلئ.
عربي تفسیرونه:
وَكَمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا فَجَآءَهَا بَاْسُنَا بَیَاتًا اَوْ هُمْ قَآىِٕلُوْنَ ۟
ډیر کلي دي چې مونږ تباه کړي دي. زمونږ عذاب پرې ناببره د شپې او یا په رڼا ورځ چې دوی د غرمې خوبونه وهل راغی.
عربي تفسیرونه:
فَمَا كَانَ دَعْوٰىهُمْ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَاۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
د عذاب راتللو په دوران کې یې یوازینۍ خبره همدا وه چې رښتیا هم مونږ ظالمان وو.
عربي تفسیرونه:
فَلَنَسْـَٔلَنَّ الَّذِیْنَ اُرْسِلَ اِلَیْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
مونږ به ډیر ژر هغه خلک وپوښتو چې رسولان مو ورلیږلي او هم ه له رسولانو نه پوښتنه وکړو.
عربي تفسیرونه:
فَلَنَقُصَّنَّ عَلَیْهِمْ بِعِلْمٍ وَّمَا كُنَّا غَآىِٕبِیْنَ ۟
مونږ به د علم په رڼا کې هر څه ورته څرګند کړو څکه چې مونږ غائب نه وو.
عربي تفسیرونه:
وَالْوَزْنُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ ۚ— فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
او تول به په هغه ورځ رښتینی او حق وي. نو د چا چې نیک عملونه درانه شول نو همدوی بریمن دي.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَظْلِمُوْنَ ۟
او د چا چې نیکۍ تله سپکه شوه نو خپل ځانونه یې زیانمن کړل ځکه چې زمونږ له ایتونو سره یې له ظلمه ډکې اړیکې ساتلې.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ مَكَّنّٰكُمْ فِی الْاَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟۠
او مونږ تاسې ته د ځمکې واک درکړی او د ژوند تیرولو ټولې لارې مو درته پکې خلاصې کړې، خو بیا هم تاسې ډیر لږ شکر کوئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ خَلَقْنٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ ۖۗ— فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— لَمْ یَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟
او په تحقیق مونږ تاسې پیدا کړئ بیا مو شکل او څیره درکړه او بیا مو ملایکو ته وویل چې آدم ته سجده وکړئ. پرته له ابلیس څخه له سجده کوونکو نه وو نورو ټولو پریښتو سجده وکړه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول