Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نبا   آیت:
اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ مَفَازًا ۟ۙ
پرهیزګاران به بې له شکه بریمن وي.
عربي تفسیرونه:
حَدَآىِٕقَ وَاَعْنَابًا ۟ۙ
باغونه او انګور به وي.
عربي تفسیرونه:
وَّكَوَاعِبَ اَتْرَابًا ۟ۙ
او د یو عمر تنکۍ پیغلې.
عربي تفسیرونه:
وَّكَاْسًا دِهَاقًا ۟ؕ
او ډک جامونه.
عربي تفسیرونه:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا كِذّٰبًا ۟ۚۖ
نه به پکې بابیزه او چټیات اوري او نه درواغ.
عربي تفسیرونه:
جَزَآءً مِّنْ رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًا ۟ۙ
دا بدله د هغوی د کړنو په رڼا کې ستا د رب لورینه ده.
عربي تفسیرونه:
رَّبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الرَّحْمٰنِ لَا یَمْلِكُوْنَ مِنْهُ خِطَابًا ۟ۚ
داسمانونو او ځمکې او د دوی په مینځ کې د ټولو څيزونو پالونکی او مهربان دی.چې د هغه په وړاندې هیڅوک د خبرو واک نه لري.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یَقُوْمُ الرُّوْحُ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ صَفًّا ۙۗؕ— لَّا یَتَكَلَّمُوْنَ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَقَالَ صَوَابًا ۟
په کومه ورځ چې:جبرائیل او ملایکې کتار،کتار ودریږي پرته له هغو چې مهربان ذات اجازه ورکړي او په دنیا کې یې د توحید روغه کلمه ویلي وي بل به هیڅوک څه نشي ویلی.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ الْیَوْمُ الْحَقُّ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ مَاٰبًا ۟
دا ورځ رښتیني ده د چا چې خوښه وي نو د خپل رب په لور ورتلونکې لار دې خپله کړي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَنْذَرْنٰكُمْ عَذَابًا قَرِیْبًا ۖۚ۬— یَّوْمَ یَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ وَیَقُوْلُ الْكٰفِرُ یٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ تُرٰبًا ۟۠
مونږ تاسې له نژدې راتلونکې عذاب څخه ډاروو.له هغې ورځې چې هر سړی به د خپلو لاسونو وړاندې لیږلې کړنې وویني او کافر به وایې کاشکې زه خاورې وای[۱]
[۱] ـ چې له حساب او کتاب څخه په څنګ وای.(تفسیر البیضاوی)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نبا
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول