Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نازعات   آیت:

نازعات

وَالنّٰزِعٰتِ غَرْقًا ۟ۙ
قسم په هغو ملایکو چې روحونه په سختۍ وباسي.
عربي تفسیرونه:
وَّالنّٰشِطٰتِ نَشْطًا ۟ۙ
او په هغو چې په اسانۍ یې وباسي.
عربي تفسیرونه:
وَّالسّٰبِحٰتِ سَبْحًا ۟ۙ
او په خورا چټکتیا غوټې وهي.
عربي تفسیرونه:
فَالسّٰبِقٰتِ سَبْقًا ۟ۙ
او بوه له بلې څخه وړاندې ځي.
عربي تفسیرونه:
فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًا ۟ۘ
نو د کارونو سرپرستي په لاس کې اخلي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ ۟ۙ
او هغه ورځ چې ولړزیږي لزړیدونکي.
عربي تفسیرونه:
تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ ۟ؕ
ورپسې وي بله پیښه.
عربي تفسیرونه:
قُلُوْبٌ یَّوْمَىِٕذٍ وَّاجِفَةٌ ۟ۙ
په دي ورځ به زړونه په ډاروي.
عربي تفسیرونه:
اَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ ۟ۘ
سترګې به ښکته او پریوتې وي.
عربي تفسیرونه:
یَقُوْلُوْنَ ءَاِنَّا لَمَرْدُوْدُوْنَ فِی الْحَافِرَةِ ۟ؕ
کافران وايي:ایا مونږ بیرته لومړني حال ته ګرځول کیږو؟
عربي تفسیرونه:
ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا نَّخِرَةً ۟ؕ
سره له دې چې مونږ به وراسته هډوکي وو؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا تِلْكَ اِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ۟ۘ
دوی وایې:که کار همداسې وو نو دا خورا زیانمن کار دی.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ
الله پاک وایې:بیرته راژوندي کول یوازې یو پوکی دی.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِ ۟ؕ
نو ټول به په میدان کې ژوندي ولاړ وي.
عربي تفسیرونه:
هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰی ۟ۘ
ایا د موسې(علیه السلام)له کیسې خبریې؟
عربي تفسیرونه:
اِذْ نَادٰىهُ رَبُّهٗ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًی ۟ۚ
الله پرې د طوا په پاکه او مبارکه کنده کې غږ وکړ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نازعات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول