Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نازعات   آیت:
اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ؗۖ
فرعون ته ولاړ شه هغه سرغړولی.
عربي تفسیرونه:
فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ
ورته ووایه چې د ځان له پاکولو سره مینه لرې؟
عربي تفسیرونه:
وَاَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی ۟ۚ
زه به تاته ستا د رب په لور لار دروښایم چې وډارشې[۲].
[۲] ـ او سرغړونه ونه کړې.(تفسیر البیضاوی)
عربي تفسیرونه:
فَاَرٰىهُ الْاٰیَةَ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
فرعون ته یې لویه نښه وښووله.
عربي تفسیرونه:
فَكَذَّبَ وَعَصٰی ۟ؗۖ
خو هغه درواغجن وګاڼه او انکار یې وکړ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَدْبَرَ یَسْعٰی ۟ؗۖ
شاه یې واړوله او په فساد کې یې هڅې کړندی کړې.
عربي تفسیرونه:
فَحَشَرَ ۫— فَنَادٰی ۟ؗۖ
خلک یې راټول او په لوړ غږ یې وویل.
عربي تفسیرونه:
فَقَالَ اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰی ۟ؗۖ
خلکو!زه ستاسې تر ټولو لوی رب یم.
عربي تفسیرونه:
فَاَخَذَهُ اللّٰهُ نَكَالَ الْاٰخِرَةِ وَالْاُوْلٰی ۟ؕ
الله جل جلاله د اخرت په عذاب اخته او هم یي د دنیا په عذاب ککړ او غرق یې کړ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ؕ۠
دا پيښه دهغو لپاره چې ډار ورسره وي ډیر لوی پند او عبرت دی.
عربي تفسیرونه:
ءَاَنْتُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمِ السَّمَآءُ ؕ— بَنٰىهَا ۟۫
ایا ستاسې بیرته پيدا کول ډیر ګران دي که د اسمان پیدایښت چې کړی یې دی.
عربي تفسیرونه:
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوّٰىهَا ۟ۙ
اسمان یي صاف روغ جوړ او پروته کړ.
عربي تفسیرونه:
وَاَغْطَشَ لَیْلَهَا وَاَخْرَجَ ضُحٰىهَا ۪۟
شپه یې تیاره او ورځ یې روښانه کړه.
عربي تفسیرونه:
وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَا ۟ؕ
او ځمکه یې وروسته له دې هواره کړه.
عربي تفسیرونه:
اَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا ۪۟
اوبه او ورشویې ترې راوښکله.
عربي تفسیرونه:
وَالْجِبَالَ اَرْسٰىهَا ۟ۙ
غزونه یې کلک او محکم کړل.
عربي تفسیرونه:
مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ
ستاسې او ستاسې د څارویو د ګټې لپاره.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا جَآءَتِ الطَّآمَّةُ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
نو کله چې لوی مصیبت او ستره پیښه مینځ ته راشي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یَتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ مَا سَعٰی ۟ۙ
دا هغه ورځ ده چې انسان به خپلې پخوانۍ کړنې رایادې کړي.
عربي تفسیرونه:
وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِمَنْ یَّرٰی ۟
دوزخ به ټولو لیدونکو ته وښوول شي.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا مَنْ طَغٰی ۟ۙ
او چا چې سرغړونه کړې وي.
عربي تفسیرونه:
وَاٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۙ
او د دنیا ژوندی یې په هر څه غوره ګڼلی وي.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّ الْجَحِیْمَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
نو دوزخ یې د ورتګ ځای دی.
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰی ۟ۙ
او څوک چې د خپل رب له مخامخ کیدلو څخه ډار شوی او ځان یې له بدو او ناکاروهیلو څخه ژغورلی وي.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
نو جنت یې د ورتګ ځای دی.
عربي تفسیرونه:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ۟ؕ
کافران له تا څخه پوښتنه کوي چې قیامت به کله پیښیږي.؟
عربي تفسیرونه:
فِیْمَ اَنْتَ مِنْ ذِكْرٰىهَا ۟ؕ
ستا یې له دې سره څه چې د نیټې یادونه يي وکړي؟
عربي تفسیرونه:
اِلٰی رَبِّكَ مُنْتَهٰىهَا ۟ؕ
د نیټې او وخت بشپړ معلومات یې ستا له رب سره دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَّخْشٰىهَا ۟ؕ
ستا دنده یوازې داده چې ډاریدونکی ترې ښه وډاروي.
عربي تفسیرونه:
كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَهَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحٰىهَا ۟۠
په کومه ورځ چې قیامت وویني داسې به وي لکه چې په دنیا کې یي یوازې یو ماښام تیر کړی وي او یا سهار.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نازعات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول