Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: غاشیه   آیت:

غاشیه

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْغَاشِیَةِ ۟ؕ
ای محمده!ایا تاته دپټوونکي مصیبت خبر رسیدلی دی؟
عربي تفسیرونه:
وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ خَاشِعَةٌ ۟ۙ
په دې ورځ به ځینې مخونه خوار او سپک وي.
عربي تفسیرونه:
عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ۟ۙ
د ربړونو او ستړتیا نښې به پکې ښکاري.
عربي تفسیرونه:
تَصْلٰی نَارًا حَامِیَةً ۟ۙ
ګرم او سوزوونکي اور ته به ورننوځي.
عربي تفسیرونه:
تُسْقٰی مِنْ عَیْنٍ اٰنِیَةٍ ۟ؕ
د جوشیدونکې چینې له اوبو څخه به خړوبه کیږي.
عربي تفسیرونه:
لَیْسَ لَهُمْ طَعَامٌ اِلَّا مِنْ ضَرِیْعٍ ۟ۙ
پرته له اغزي لرونکي بوټي به یې بل خوراک نه وي.
عربي تفسیرونه:
لَّا یُسْمِنُ وَلَا یُغْنِیْ مِنْ جُوْعٍ ۟ؕ
نه چاغوالی کولای شي،او نه د لوږې چاره پرې کیږي.
عربي تفسیرونه:
وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاعِمَةٌ ۟ۙ
په همدې ورځ به ځینې مخونه ښیرازه او ښکلي وي.
عربي تفسیرونه:
لِّسَعْیِهَا رَاضِیَةٌ ۟ۙ
له خپلو کړو څخه به خوښ وي.
عربي تفسیرونه:
فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ
په لوړ جنت کې به اوسیږي.
عربي تفسیرونه:
لَّا تَسْمَعُ فِیْهَا لَاغِیَةً ۟ؕ
هلته به هیڅ ډول بابیزه خبرې نه اوري.
عربي تفسیرونه:
فِیْهَا عَیْنٌ جَارِیَةٌ ۟ۘ
هلته به تل بهیدونکې چینه وي.
عربي تفسیرونه:
فِیْهَا سُرُرٌ مَّرْفُوْعَةٌ ۟ۙ
لوړ او دنګ تختونه به وي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَكْوَابٌ مَّوْضُوْعَةٌ ۟ۙ
ډک جامونه به ایښوول شوي وي.
عربي تفسیرونه:
وَّنَمَارِقُ مَصْفُوْفَةٌ ۟ۙ
بالښتونه به کتار شوي وي.
عربي تفسیرونه:
وَّزَرَابِیُّ مَبْثُوْثَةٌ ۟ؕ
او فرشونه به غوړول شوي وي.
عربي تفسیرونه:
اَفَلَا یَنْظُرُوْنَ اِلَی الْاِبِلِ كَیْفَ خُلِقَتْ ۟ۥ
ایا(انسانان)اوښ ته نه ګوري چې په څه ډول پيدا شوی دی؟
عربي تفسیرونه:
وَاِلَی السَّمَآءِ كَیْفَ رُفِعَتْ ۟ۥ
او اسمان ته نه ګوري چې په کوم کیفیت پورته شوی دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِلَی الْجِبَالِ كَیْفَ نُصِبَتْ ۟ۥ
او غرونو ته نه ګوري چې څنګه ځای په ځای ودرول شوي دي؟
عربي تفسیرونه:
وَاِلَی الْاَرْضِ كَیْفَ سُطِحَتْ ۟
او ځمکې ته نه ګوري په څه ډول غوړول شوې ده؟
عربي تفسیرونه:
فَذَكِّرْ ۫— اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُذَكِّرٌ ۟ؕ
نو پند ورکړه.ستا دنده پند ورکول دي.
عربي تفسیرونه:
لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَۜیْطِرٍ ۟ۙ
ته مکلف نه یې چې په زور یي پرې ومني.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا مَنْ تَوَلّٰی وَكَفَرَ ۟ۙ
خو که څوک مخ واړوي او د کفر لار خپله کړي.
عربي تفسیرونه:
فَیُعَذِّبُهُ اللّٰهُ الْعَذَابَ الْاَكْبَرَ ۟ؕ
نو الله به لوی عذاب ورکړي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اِلَیْنَاۤ اِیَابَهُمْ ۟ۙ
دا پخه خبره ده چې بیرته به مونږ ته راځي.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا حِسَابَهُمْ ۟۠
بیا ورسره حساب زمونږ کار دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: غاشیه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول