Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: شمس   آیت:

شمس

وَالشَّمْسِ وَضُحٰىهَا ۟
قسم په لمر او د هغه په رڼا.
عربي تفسیرونه:
وَالْقَمَرِ اِذَا تَلٰىهَا ۟
قسم په سپوږمۍ چې له لمر وروسته راوخیژي.
عربي تفسیرونه:
وَالنَّهَارِ اِذَا جَلّٰىهَا ۟
قسم په ورځ چې لمر را ښکاره کړي.
عربي تفسیرونه:
وَالَّیْلِ اِذَا یَغْشٰىهَا ۟
قسم په شپه چې لمر پټ کړي.
عربي تفسیرونه:
وَالسَّمَآءِ وَمَا بَنٰىهَا ۟
قسم په اسمان او د هغه په جوړوونکي ذات.
عربي تفسیرونه:
وَالْاَرْضِ وَمَا طَحٰىهَا ۟
قسم په ځمکه او د هغې په غوړوونکي ذات.
عربي تفسیرونه:
وَنَفْسٍ وَّمَا سَوّٰىهَا ۟
قسم په نفس او د هغه په برابر وونکي ذات.
عربي تفسیرونه:
فَاَلْهَمَهَا فُجُوْرَهَا وَتَقْوٰىهَا ۟
نو په زړه کې يي ورو اچوله بدي او نیکي.
عربي تفسیرونه:
قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَكّٰىهَا ۟
په رښتیا چې بریمن شو هغه چې نفس يې پاک کړ.
عربي تفسیرونه:
وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰىهَا ۟ؕ
او زیانمن شوهغه چې خپل نفس یې له ګناهونو څخه لاندې کړ.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِطَغْوٰىهَاۤ ۟
ثمودیانو د خپلې سرغړونې له کبله رسول درواغجن ګڼلی و.
عربي تفسیرونه:
اِذِ انْۢبَعَثَ اَشْقٰىهَا ۟
پدې ډول چې کله یې بدبخته ورانکاری راپورته شو.
عربي تفسیرونه:
فَقَالَ لَهُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ نَاقَةَ اللّٰهِ وَسُقْیٰهَا ۟ؕ
نو د الله رسول ورته وویل:د الله اوښې ته لاس ورنه وړئ.او نه یې له اوبو سره کار ولرئ.
عربي تفسیرونه:
فَكَذَّبُوْهُ فَعَقَرُوْهَا— فَدَمْدَمَ عَلَیْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْۢبِهِمْ فَسَوّٰىهَا ۟
خو هغوی درواغجن وګاڼه او اوښه یې زخمې کړه رب ئې پرې خپل قهر او غضب راښکته کړ او ټوله ځمکه يې پرې یو برابر کړه.
عربي تفسیرونه:
وَلَا یَخَافُ عُقْبٰهَا ۟۠
او الله دخپلې کړنې له نتیجې څخه نه ډاریږي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: شمس
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول