د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابراهیم

external-link copy
1 : 14

الٓرٰ ۫— كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— بِاِذْنِ رَبِّهِمْ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ

14-1 الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن (او حكم) سره، د ډېر غالب، ډېر ستايل شوي ذات لارې ته info
التفاسير:

external-link copy
2 : 14

اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَوَیْلٌ لِّلْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ شَدِیْدِ ۟ۙ

14-2 چې الله دى، هغه چې خاص د هغهٔ لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او كافرانو ته له ډېر سخت عذاب نه هلاكت دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 14

١لَّذِیْنَ یَسْتَحِبُّوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

14-3 هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 14

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهٖ لِیُبَیِّنَ لَهُمْ ؕ— فَیُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

14-4 او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 14

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اَنْ اَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— وَذَكِّرْهُمْ بِاَیّٰىمِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟

14-5 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو سره لېږلى و (او دا مو ورته ويلي وو) چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دغو كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 14

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ اَنْجٰىكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ وَیُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠

14-6 او كله چې موسٰى خپل قوم ته وویل: تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوى دى، كله چې يې تاسو له اٰلِ فرعون نه خلاص كړئ چې هغوى به تاسو ته ډېر سخت عذاب دررساوه او ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و info
التفاسير:

external-link copy
7 : 14

وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُمْ وَلَىِٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِیْ لَشَدِیْدٌ ۟

14-7 او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى info
التفاسير:

external-link copy
8 : 14

وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنْ تَكْفُرُوْۤا اَنْتُمْ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟

14-7 او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
9 : 14

اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۛؕ۬— وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۛؕ— لَا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرَدُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فِیْۤ اَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوْۤا اِنَّا كَفَرْنَا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ وَاِنَّا لَفِیْ شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُوْنَنَاۤ اِلَیْهِ مُرِیْبٍ ۟

14-8 ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغو عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو پر هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه باره كې چې تاسو مونږ هغهٔ ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو info
التفاسير:

external-link copy
10 : 14

قَالَتْ رُسُلُهُمْ اَفِی اللّٰهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَدْعُوْكُمْ لِیَغْفِرَ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُؤَخِّرَكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— قَالُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ؕ— تُرِیْدُوْنَ اَنْ تَصُدُّوْنَا عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا فَاْتُوْنَا بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

14-9 د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان انسان، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو (بيا خو) تاسو مونږ ته ښكاره دلیل(معجزه) راوړئ info
التفاسير:

external-link copy
11 : 14

قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ اِنْ نَّحْنُ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَمُنُّ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَمَا كَانَ لَنَاۤ اَنْ نَّاْتِیَكُمْ بِسُلْطٰنٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

14-10 دوى ته خپلو رسولانو وویل: مونږ نه یو مګر ستاسو په شان انسانان، او لېكن الله په خپلو بنده ګانو كې چې پر چا وغواړي احسان كوي او مونږ ته له سره اختیار نشته چې تاسو ته كوم دلیل (معجزه) راوړو مګر د الله په حكم سره او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 14

وَمَا لَنَاۤ اَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنَا سُبُلَنَا ؕ— وَلَنَصْبِرَنَّ عَلٰی مَاۤ اٰذَیْتُمُوْنَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟۠

14-12 او مونږ ته څه عذر دى چې مونږ به پر الله توكل نه كوو، حال دا چې هغهٔ مونږ ته د خپلو لارو هدایت كړى دى او خامخا هرومرو به مونږ پر هغو تكلیفونو صبر كوو چې تاسو يې مونږ ته راكوئ، او لازم ده چې توكل كوونكي خاص په الله باندې توكل وكړي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 14

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِّنْ اَرْضِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا ؕ— فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

14-13 او كافران شویو خلقو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو info
التفاسير:

external-link copy
14 : 14

وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِیْ وَخَافَ وَعِیْدِ ۟

14-14 او خامخا ضرور به مونږ له دوى نه پس تاسو په دغه ځمكه كې اوسوو، دغه (د ظالمانو هلاكول او د نېكانو اوسول حق دي) د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېږي او زما له وعید نه وېرېږي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 14

وَاسْتَفْتَحُوْا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ

14-15 او (بالاخر) هغو (رسولانو له الله نه) فتح وغوښته او هر متكبر سركشه نامراده شو info
التفاسير:

external-link copy
16 : 14

مِّنْ وَّرَآىِٕهٖ جَهَنَّمُ وَیُسْقٰی مِنْ مَّآءٍ صَدِیْدٍ ۟ۙ

14-16 چې د هغه په وړاندې جهنم دى او پر هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 14

یَّتَجَرَّعُهٗ وَلَا یَكَادُ یُسِیْغُهٗ وَیَاْتِیْهِ الْمَوْتُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَّمَا هُوَ بِمَیِّتٍ ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهٖ عَذَابٌ غَلِیْظٌ ۟

14-17 چې هغه به په تكلیف سره ګوټ ګوټ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 14

مَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ اَعْمَالُهُمْ كَرَمَادِ ١شْتَدَّتْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ یَوْمٍ عَاصِفٍ ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ مِمَّا كَسَبُوْا عَلٰی شَیْءٍ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟

14-18 حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده info
التفاسير:

external-link copy
19 : 14

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۙ

14-19 ایا ته نه وینې چې بېشكه الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، كه هغه وغواړي(،نو) تاسو به ختم كړي او نوي خلق به راولي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 14

وَّمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟

14-20 او دغه (كار) په الله باندې هېڅ ګران نه دى info
التفاسير:

external-link copy
21 : 14

وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ جَمِیْعًا فَقَالَ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— قَالُوْا لَوْ هَدٰىنَا اللّٰهُ لَهَدَیْنٰكُمْ ؕ— سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَجَزِعْنَاۤ اَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَّحِیْصٍ ۟۠

14-21 او دوى ټول به په جمع د الله په وړاندې حاضر شي، نو كمزوران به هغو كسانو ته ووايي چې كبر او لويي به يې كوله: بېشكه مونږ ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ څخه د الله له عذاب نه څه شى لرې كوونكي يئ؟ هغوى به ووايي: كه الله مونږ ته هدایت كړى وى (نو) مونږ به هم تاسو ته لار ښوونه كړې وى، پر مونږ برابر دي كه مونږ شور او فریاد وكړو، یا مونږ صبر وكړو، زمونږ لپاره هېڅ د خلاصي ځاى نشته info
التفاسير:

external-link copy
22 : 14

وَقَالَ الشَّیْطٰنُ لَمَّا قُضِیَ الْاَمْرُ اِنَّ اللّٰهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُّكُمْ فَاَخْلَفْتُكُمْ ؕ— وَمَا كَانَ لِیَ عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ— فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَلُوْمُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— مَاۤ اَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ ؕ— اِنِّیْ كَفَرْتُ بِمَاۤ اَشْرَكْتُمُوْنِ مِنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

14-22 او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړو، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریادرسان یئ، بېشكه زه كافر (او بېزاره) شوى یم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
23 : 14

وَاُدْخِلَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْ ؕ— تَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ ۟

14-23 او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونو ته داخل كړى شي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، د خپل رب په حكم سره او د دوى پېشكشي به په دغو (جنتونو) كې سلام وي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 14

اَلَمْ تَرَ كَیْفَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَیِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَیِّبَةٍ اَصْلُهَا ثَابِتٌ وَّفَرْعُهَا فِی السَّمَآءِ ۟ۙ

14-24 ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك او مضبوط وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي info
التفاسير:

external-link copy
25 : 14

تُؤْتِیْۤ اُكُلَهَا كُلَّ حِیْنٍ بِاِذْنِ رَبِّهَا ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

14-25 خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي info
التفاسير:

external-link copy
26 : 14

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِیْثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِیْثَةِ ١جْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْاَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ۟

14-26 او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 14

یُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَیُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ ۙ۫— وَیَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ۟۠

14-27 الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې هم او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي info
التفاسير:

external-link copy
28 : 14

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ كُفْرًا وَّاَحَلُّوْا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ۟ۙ

14-28 ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته وركوز كړ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 14

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ؕ— وَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

14-29 چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي او هغه داستوګنې بد ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 14

وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعُوْا فَاِنَّ مَصِیْرَكُمْ اِلَی النَّارِ ۟

14-30 او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي info
التفاسير:

external-link copy
31 : 14

قُلْ لِّعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خِلٰلٌ ۟

14-31 ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي info
التفاسير:

external-link copy
32 : 14

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِیَ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْاَنْهٰرَ ۟ۚ

14-32 الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په هغو سره يې له مېوو نه تاسو لپاره رزق راويستلى دى او تاسو لپاره يې بېړۍ مُسَخَّرې كړې دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حكم سره په سمندر كې روانې وي، او تاسو لپاره يې نهرونه مسخر كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
33 : 14

وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآىِٕبَیْنِ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۟ۚ

14-33 او تاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او تاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي info
التفاسير:

external-link copy
34 : 14

وَاٰتٰىكُمْ مِّنْ كُلِّ مَا سَاَلْتُمُوْهُ ؕ— وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَظَلُوْمٌ كَفَّارٌ ۟۠

14-34 او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى info
التفاسير:

external-link copy
35 : 14

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا الْبَلَدَ اٰمِنًا وَّاجْنُبْنِیْ وَبَنِیَّ اَنْ نَّعْبُدَ الْاَصْنَامَ ۟ؕ

14-35 او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته info
التفاسير:

external-link copy
36 : 14

رَبِّ اِنَّهُنَّ اَضْلَلْنَ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ ۚ— فَمَنْ تَبِعَنِیْ فَاِنَّهٗ مِنِّیْ ۚ— وَمَنْ عَصَانِیْ فَاِنَّكَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

14-36 اى زما ربه! بېشكه دغو (بتانو) په خلقو كې ډېر زیات ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې info
التفاسير:

external-link copy
37 : 14

رَبَّنَاۤ اِنِّیْۤ اَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ بِوَادٍ غَیْرِ ذِیْ زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِكَ الْمُحَرَّمِ ۙ— رَبَّنَا لِیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ فَاجْعَلْ اَفْىِٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِیْۤ اِلَیْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَشْكُرُوْنَ ۟

14-37 اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي info
التفاسير:

external-link copy
38 : 14

رَبَّنَاۤ اِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِیْ وَمَا نُعْلِنُ ؕ— وَمَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ۟

14-38 اى زمونږ ربه! بېشكه ته عالم يې پر هغه څه چې مونږ يې پټوو او پر هغه څه چې مونږ يې څرګندوو او په الله باندې هېڅ شى نه پټېږي، په ځمكه كې او نه په اسمان كې info
التفاسير:

external-link copy
39 : 14

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ وَهَبَ لِیْ عَلَی الْكِبَرِ اِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَسَمِیْعُ الدُّعَآءِ ۟

14-39 ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسمعیل او اسحق رابخښلې دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
40 : 14

رَبِّ اجْعَلْنِیْ مُقِیْمَ الصَّلٰوةِ وَمِنْ ذُرِّیَّتِیْ ۖۗ— رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ ۟

14-40 اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوه او زما له اولاد ځنې هم (د لمانځه قايموونكي وګرځوه)، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې info
التفاسير:

external-link copy
41 : 14

رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ ۟۠

14-41 اى زمونږ ربه! ته ما وبخښه و زما مور و پلار او مومنان په هغې ورځ چې حساب به قايمېږي info
التفاسير:

external-link copy
42 : 14

وَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ غَافِلًا عَمَّا یَعْمَلُ الظّٰلِمُوْنَ ؕ۬— اِنَّمَا یُؤَخِّرُهُمْ لِیَوْمٍ تَشْخَصُ فِیْهِ الْاَبْصَارُ ۟ۙ

14-42 او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې خلاصې پاتې شي info
التفاسير:

external-link copy
43 : 14

مُهْطِعِیْنَ مُقْنِعِیْ رُءُوْسِهِمْ لَا یَرْتَدُّ اِلَیْهِمْ طَرْفُهُمْ ۚ— وَاَفْـِٕدَتُهُمْ هَوَآءٌ ۟ؕ

14-43 چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي (سترګې به يې خلاصې پاتې وي)، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 14

وَاَنْذِرِ النَّاسَ یَوْمَ یَاْتِیْهِمُ الْعَذَابُ فَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رَبَّنَاۤ اَخِّرْنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ؕ— اَوَلَمْ تَكُوْنُوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِّنْ زَوَالٍ ۟ۙ

14-44 او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته info
التفاسير:

external-link copy
45 : 14

وَّسَكَنْتُمْ فِیْ مَسٰكِنِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَتَبَیَّنَ لَكُمْ كَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْاَمْثَالَ ۟

14-45 او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه څرګنده شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو info
التفاسير:

external-link copy
46 : 14

وَقَدْ مَكَرُوْا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللّٰهِ مَكْرُهُمْ ؕ— وَاِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُوْلَ مِنْهُ الْجِبَالُ ۟

14-46 او یقینًا هغوى خپل ټول مكرونه (او فریبونه) تر سره كړل، په دې حال كې چې د دوى مكرونه د الله په وړاندې دي، او د دوى مكرونه داسې نه وو چې د هغو په وجه به غرونه زايل شي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 14

فَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ مُخْلِفَ وَعْدِهٖ رُسُلَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟ؕ

14-47 نو ته هیڅكله هم د الله باره كې دا ګمان مه كوه چې هغه به له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف وكړي، بېشكه الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى info
التفاسير:

external-link copy
48 : 14

یَوْمَ تُبَدَّلُ الْاَرْضُ غَیْرَ الْاَرْضِ وَالسَّمٰوٰتُ وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟

14-48 (یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته مخامخ ودرېږي چې یو دى، ډېر غالب دى. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 14

وَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ مُّقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟ۚ

14-49 او ته به په دغې ورځ كې مجرمان وینې چې یو له بل سره به په زولنو كې تړل شوي وي info
التفاسير:

external-link copy
50 : 14

سَرَابِیْلُهُمْ مِّنْ قَطِرَانٍ وَّتَغْشٰی وُجُوْهَهُمُ النَّارُ ۟ۙ

14-50 د دوى قمیصونه به د نانزړو وي او د دوى مخونه به اور رالاندې (او پټ) كړي وي info
التفاسير:

external-link copy
51 : 14

لِیَجْزِیَ اللّٰهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

14-51 د دې لپاره چې الله بدله وركړي هر نفس ته د هغه څه چې ده كړي دي، بېشكه الله ډېر ژر حساب والا دى info
التفاسير:

external-link copy
52 : 14

هٰذَا بَلٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِیُنْذَرُوْا بِهٖ وَلِیَعْلَمُوْۤا اَنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّلِیَذَّكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠

14-52 دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق خبردار كړى شي او د دې لپاره چې دوى پر دې پوه شي چې یقینًا همدا خبره ده چې هغه (الله) واحد (بې شریكه) حق معبود دى او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو خاوندان نصیحت واخلي info
التفاسير: