د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

شعراء

external-link copy
1 : 26

طٰسٓمّٓ ۟

26-1 طا، سين، ميم info
التفاسير:

external-link copy
2 : 26

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟

26-2 دا د واضح كتاب ایتونه دي info
التفاسير:

external-link copy
3 : 26

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

26-3 ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه info
التفاسير:

external-link copy
4 : 26

اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ ۟

26-4 كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 26

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ ۟

26-5 او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 26

فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

26-6 نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې info
التفاسير:

external-link copy
7 : 26

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟

26-7 ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-8 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-9 او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
10 : 26

وَاِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

26-10 او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 26

قَوْمَ فِرْعَوْنَ ؕ— اَلَا یَتَّقُوْنَ ۟

26-11 چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)! info
التفاسير:

external-link copy
12 : 26

قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟ؕ

26-12 (موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 26

وَیَضِیْقُ صَدْرِیْ وَلَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ ۟

26-13 او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه info
التفاسير:

external-link copy
14 : 26

وَلَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟ۚۖ

26-14 او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ ۟

26-15 (الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
16 : 26

فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

26-16 نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو info
التفاسير:

external-link copy
17 : 26

اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

26-17 په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه info
التفاسير:

external-link copy
18 : 26

قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّلَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ ۟ۙ

26-18 (فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو info
التفاسير:

external-link copy
19 : 26

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَاَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

26-19 او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
20 : 26

قَالَ فَعَلْتُهَاۤ اِذًا وَّاَنَا مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ؕ

26-20 (موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم info
التفاسير:

external-link copy
21 : 26

فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِیْ رَبِّیْ حُكْمًا وَّجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

26-21 نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم info
التفاسير:

external-link copy
22 : 26

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَیَّ اَنْ عَبَّدْتَّ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

26-22 او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو info
التفاسير:

external-link copy
23 : 26

قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

26-23 فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 26

قَالَ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟

26-24 هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 26

قَالَ لِمَنْ حَوْلَهٗۤ اَلَا تَسْتَمِعُوْنَ ۟

26-25 هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 26

قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

26-26 (موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى info
التفاسير:

external-link copy
27 : 26

قَالَ اِنَّ رَسُوْلَكُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْكُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۟

26-27 (فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى info
التفاسير:

external-link copy
28 : 26

قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

26-28 (موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 26

قَالَ لَىِٕنِ اتَّخَذْتَ اِلٰهًا غَیْرِیْ لَاَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُوْنِیْنَ ۟

26-29 (فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې info
التفاسير:

external-link copy
30 : 26

قَالَ اَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَیْءٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ

26-30 (موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم info
التفاسير:

external-link copy
31 : 26

قَالَ فَاْتِ بِهٖۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

26-31 (فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې info
التفاسير:

external-link copy
32 : 26

فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

26-32 نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار info
التفاسير:

external-link copy
33 : 26

وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠

26-33 او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و info
التفاسير:

external-link copy
34 : 26

قَالَ لِلْمَلَاِ حَوْلَهٗۤ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

26-34 فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى info
التفاسير:

external-link copy
35 : 26

یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهٖ ۖۗ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟

26-35 دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 26

قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَابْعَثْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ

26-36 هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه info
التفاسير:

external-link copy
37 : 26

یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِیْمٍ ۟

26-37 چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي info
التفاسير:

external-link copy
38 : 26

فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ

26-38 نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول info
التفاسير:

external-link copy
39 : 26

وَّقِیْلَ لِلنَّاسِ هَلْ اَنْتُمْ مُّجْتَمِعُوْنَ ۟ۙ

26-39 او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
40 : 26

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

26-40 كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 26

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

26-41 نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 26

قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟

26-42 ويې ويل:هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ! info
التفاسير:

external-link copy
43 : 26

قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

26-43 دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 26

فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِیَّهُمْ وَقَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

26-44 نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل:د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو info
التفاسير:

external-link copy
45 : 26

فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚۖ

26-45 نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو info
التفاسير:

external-link copy
46 : 26

فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ

26-46 نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
47 : 26

قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

26-47 ويې ويل:مونږ په رب العلمین ایمان راوړ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 26

رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

26-48 چې د موسٰى او هارون رب دى info
التفاسير:

external-link copy
49 : 26

قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ؕ۬— لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

26-49 (فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم info
التفاسير:

external-link copy
50 : 26

قَالُوْا لَا ضَیْرَ ؗ— اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ

26-50 هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
51 : 26

اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ۠

26-51 بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو info
التفاسير:

external-link copy
52 : 26

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟

26-52 او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي info
التفاسير:

external-link copy
53 : 26

فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۚ

26-53 نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل info
التفاسير:

external-link copy
54 : 26

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَ ۟ۙ

26-54 (او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده info
التفاسير:

external-link copy
55 : 26

وَاِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَ ۟ۙ

26-55 او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
56 : 26

وَاِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَ ۟ؕ

26-56 او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو info
التفاسير:

external-link copy
57 : 26

فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

26-57 نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل info
التفاسير:

external-link copy
58 : 26

وَّكُنُوْزٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

26-58 او له خزانو او ښو ځایونو نه info
التفاسير:

external-link copy
59 : 26

كَذٰلِكَ ؕ— وَاَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

26-59 همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول info
التفاسير:

external-link copy
60 : 26

فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ ۟

26-60 نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
61 : 26

فَلَمَّا تَرَآءَ الْجَمْعٰنِ قَالَ اَصْحٰبُ مُوْسٰۤی اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَ ۟ۚ

26-61 نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
62 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— اِنَّ مَعِیَ رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟

26-62 (موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي info
التفاسير:

external-link copy
63 : 26

فَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ؕ— فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

26-63 نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله info
التفاسير:

external-link copy
64 : 26

وَاَزْلَفْنَا ثَمَّ الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

26-64 او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل info
التفاسير:

external-link copy
65 : 26

وَاَنْجَیْنَا مُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

26-65 اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو ؛ ټولو ته نجات وركړ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ؕ

26-66 بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل info
التفاسير:

external-link copy
67 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-67 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو info
التفاسير:

external-link copy
68 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-68 او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
69 : 26

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

26-69 او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله info
التفاسير:

external-link copy
70 : 26

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا تَعْبُدُوْنَ ۟

26-70 كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 26

قَالُوْا نَعْبُدُ اَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عٰكِفِیْنَ ۟

26-71 هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو info
التفاسير:

external-link copy
72 : 26

قَالَ هَلْ یَسْمَعُوْنَكُمْ اِذْ تَدْعُوْنَ ۟ۙ

26-72 هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 26

اَوْ یَنْفَعُوْنَكُمْ اَوْ یَضُرُّوْنَ ۟

26-73 یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
74 : 26

قَالُوْا بَلْ وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

26-74 هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول info
التفاسير:

external-link copy
75 : 26

قَالَ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

26-75 هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 26

اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمُ الْاَقْدَمُوْنَ ۟ؗ

26-76 تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه info
التفاسير:

external-link copy
77 : 26

فَاِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّیْۤ اِلَّا رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

26-77 پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه info
التفاسير:

external-link copy
78 : 26

الَّذِیْ خَلَقَنِیْ فَهُوَ یَهْدِیْنِ ۟ۙ

26-78 هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي info
التفاسير:

external-link copy
79 : 26

وَالَّذِیْ هُوَ یُطْعِمُنِیْ وَیَسْقِیْنِ ۟ۙ

26-79 او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي info
التفاسير:

external-link copy
80 : 26

وَاِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْنِ ۟

26-80 او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي info
التفاسير:

external-link copy
81 : 26

وَالَّذِیْ یُمِیْتُنِیْ ثُمَّ یُحْیِیْنِ ۟ۙ

26-81 او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي info
التفاسير:

external-link copy
82 : 26

وَالَّذِیْۤ اَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لِیْ خَطِیْٓـَٔتِیْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

26-82 او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي info
التفاسير:

external-link copy
83 : 26

رَبِّ هَبْ لِیْ حُكْمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ

26-83 اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه info
التفاسير:

external-link copy
84 : 26

وَاجْعَلْ لِّیْ لِسَانَ صِدْقٍ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

26-84 او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه info
التفاسير:

external-link copy
85 : 26

وَاجْعَلْنِیْ مِنْ وَّرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِیْمِ ۟ۙ

26-85 او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه info
التفاسير:

external-link copy
86 : 26

وَاغْفِرْ لِاَبِیْۤ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ

26-86 او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و info
التفاسير:

external-link copy
87 : 26

وَلَا تُخْزِنِیْ یَوْمَ یُبْعَثُوْنَ ۟ۙ

26-87 او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
88 : 26

یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّلَا بَنُوْنَ ۟ۙ

26-88 په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن info
التفاسير:

external-link copy
89 : 26

اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟ؕ

26-89 مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى info
التفاسير:

external-link copy
90 : 26

وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

26-90 او جنت به(په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
91 : 26

وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِلْغٰوِیْنَ ۟ۙ

26-91 او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
92 : 26

وَقِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

26-92 او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه info
التفاسير:

external-link copy
93 : 26

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— هَلْ یَنْصُرُوْنَكُمْ اَوْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟ؕ

26-93 له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
94 : 26

فَكُبْكِبُوْا فِیْهَا هُمْ وَالْغَاوٗنَ ۟ۙ

26-94 نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم info
التفاسير:

external-link copy
95 : 26

وَجُنُوْدُ اِبْلِیْسَ اَجْمَعُوْنَ ۟ؕ

26-95 او د ابلیس لښكرې، دوى ټول info
التفاسير:

external-link copy
96 : 26

قَالُوْا وَهُمْ فِیْهَا یَخْتَصِمُوْنَ ۟ۙ

26-96 دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي: info
التفاسير:

external-link copy
97 : 26

تَاللّٰهِ اِنْ كُنَّا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

26-97 قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو info
التفاسير:

external-link copy
98 : 26

اِذْ نُسَوِّیْكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

26-98 كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ info
التفاسير:

external-link copy
99 : 26

وَمَاۤ اَضَلَّنَاۤ اِلَّا الْمُجْرِمُوْنَ ۟

26-99 او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو) info
التفاسير:

external-link copy
100 : 26

فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِیْنَ ۟ۙ

26-100 نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته info
التفاسير:

external-link copy
101 : 26

وَلَا صَدِیْقٍ حَمِیْمٍ ۟

26-101 او نه كوم مخلص دوست info
التفاسير:

external-link copy
102 : 26

فَلَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

26-102 نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه info
التفاسير:

external-link copy
103 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-103 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
104 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-104 او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
105 : 26

كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوْحِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-105 د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
106 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ نُوْحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-106 كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
107 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-107 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
108 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-108 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
109 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

26-109 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
110 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ؕ

26-110 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
111 : 26

قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْاَرْذَلُوْنَ ۟ؕ

26-111 هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
112 : 26

قَالَ وَمَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

26-112 (نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي info
التفاسير:

external-link copy
113 : 26

اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَ ۟ۚ

26-113 نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
114 : 26

وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

26-114 او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم info
التفاسير:

external-link copy
115 : 26

اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ

26-115 زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى info
التفاسير:

external-link copy
116 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَ ۟ؕ

26-116 دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې info
التفاسير:

external-link copy
117 : 26

قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِ ۟ۚۖ

26-117 هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
118 : 26

فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَبَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّنَجِّنِیْ وَمَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

26-118 نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي info
التفاسير:

external-link copy
119 : 26

فَاَنْجَیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۚ

26-119 نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو info
التفاسير:

external-link copy
120 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَ ۟ؕ

26-120 بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل info
التفاسير:

external-link copy
121 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-121 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
122 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-122 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
123 : 26

كَذَّبَتْ عَادُ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-123 عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
124 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-124 كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
125 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-125 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
126 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-126 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
127 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-127 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
128 : 26

اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ ۟ۙ

26-128 ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ! info
التفاسير:

external-link copy
129 : 26

وَتَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَ ۟ۚ

26-129 او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ info
التفاسير:

external-link copy
130 : 26

وَاِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَ ۟ۚ

26-130 او كله چې تاسو نیول كوئ (،نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ info
التفاسير:

external-link copy
131 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-131 نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
132 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۚ

26-132 او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ info
التفاسير:

external-link copy
133 : 26

اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۚۙ

26-133 هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره info
التفاسير:

external-link copy
134 : 26

وَجَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚ

26-134 او باغونو او چینو سره info
التفاسير:

external-link copy
135 : 26

اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ؕ

26-135 بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم info
التفاسير:

external-link copy
136 : 26

قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَعَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَ ۟ۙ

26-136 هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه info
التفاسير:

external-link copy
137 : 26

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

26-137 نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو info
التفاسير:

external-link copy
138 : 26

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

26-138 او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو info
التفاسير:

external-link copy
139 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-139 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
140 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-140 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
141 : 26

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-141 ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
142 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-142 كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
143 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-143 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
144 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-144 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
145 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-145 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
146 : 26

اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

26-146 ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره info
التفاسير:

external-link copy
147 : 26

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

26-147 په باغونو او چینو كې info
التفاسير:

external-link copy
148 : 26

وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ

26-148 او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي info
التفاسير:

external-link copy
149 : 26

وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ

26-149 او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ info
التفاسير:

external-link copy
150 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-150 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
151 : 26

وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ

26-151 او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ info
التفاسير:

external-link copy
152 : 26

الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

26-152 هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
153 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ

26-153 هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
154 : 26

مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

26-154 ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
155 : 26

قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ

26-155 او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى info
التفاسير:

external-link copy
156 : 26

وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

26-156 او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي info
التفاسير:

external-link copy
157 : 26

فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ

26-157 نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول info
التفاسير:

external-link copy
158 : 26

فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-158 نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
159 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-159 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
160 : 26

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-160 د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
161 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ لُوْطٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-161 كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
162 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-162 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
163 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-163 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
164 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-164 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
165 : 26

اَتَاْتُوْنَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

26-165 ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ info
التفاسير:

external-link copy
166 : 26

وَتَذَرُوْنَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ عٰدُوْنَ ۟

26-166 او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ info
التفاسير:

external-link copy
167 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰلُوْطُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِیْنَ ۟

26-167 دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې info
التفاسير:

external-link copy
168 : 26

قَالَ اِنِّیْ لِعَمَلِكُمْ مِّنَ الْقَالِیْنَ ۟ؕ

26-168 هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم info
التفاسير:

external-link copy
169 : 26

رَبِّ نَجِّنِیْ وَاَهْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟

26-169 اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي info
التفاسير:

external-link copy
170 : 26

فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

26-170 نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ info
التفاسير:

external-link copy
171 : 26

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟ۚ

26-171 غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه info
التفاسير:

external-link copy
172 : 26

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

26-172 بیا مونږ هغه نور هلاك كړل info
التفاسير:

external-link copy
173 : 26

وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

26-173 او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو) info
التفاسير:

external-link copy
174 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-174 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
175 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-175 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
176 : 26

كَذَّبَ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-176 د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
177 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَیْبٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-177 كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
178 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-178 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
179 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-179 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
180 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-180 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
181 : 26

اَوْفُوا الْكَیْلَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُخْسِرِیْنَ ۟ۚ

26-181 تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
182 : 26

وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ۟ۚ

26-182 او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ info
التفاسير:

external-link copy
183 : 26

وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟ۚ

26-183 او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
184 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ

26-184 او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
185 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۙ

26-185 هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
186 : 26

وَمَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَاِنْ نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۚ

26-186 او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو info
التفاسير:

external-link copy
187 : 26

فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟ؕ

26-187 نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
188 : 26

قَالَ رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

26-188 هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ info
التفاسير:

external-link copy
189 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمْ عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

26-189 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و info
التفاسير:

external-link copy
190 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-190 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
191 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-191 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
192 : 26

وَاِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-192 او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
193 : 26

نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ ۟ۙ

26-193 دا جبریل امین راكوز كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
194 : 26

عَلٰی قَلْبِكَ لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟ۙ

26-194 ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې info
التفاسير:

external-link copy
195 : 26

بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍ ۟ؕ

26-195 په ښكاره عربي ژبه كې info
التفاسير:

external-link copy
196 : 26

وَاِنَّهٗ لَفِیْ زُبُرِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

26-196 او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى info
التفاسير:

external-link copy
197 : 26

اَوَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ اٰیَةً اَنْ یَّعْلَمَهٗ عُلَمٰٓؤُا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

26-197 ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
198 : 26

وَلَوْ نَزَّلْنٰهُ عَلٰی بَعْضِ الْاَعْجَمِیْنَ ۟ۙ

26-198 او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى info
التفاسير:

external-link copy
199 : 26

فَقَرَاَهٗ عَلَیْهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

26-199 بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو info
التفاسير:

external-link copy
200 : 26

كَذٰلِكَ سَلَكْنٰهُ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

26-200 همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى info
التفاسير:

external-link copy
201 : 26

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ۙ

26-201 دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني info
التفاسير:

external-link copy
202 : 26

فَیَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

26-202 نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
203 : 26

فَیَقُوْلُوْا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُوْنَ ۟ؕ

26-203 بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
204 : 26

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

26-204 ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي info
التفاسير:

external-link copy
205 : 26

اَفَرَءَیْتَ اِنْ مَّتَّعْنٰهُمْ سِنِیْنَ ۟ۙ

26-205 نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو info
التفاسير:

external-link copy
206 : 26

ثُمَّ جَآءَهُمْ مَّا كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

26-206 بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه info
التفاسير:

external-link copy
207 : 26

مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَ ۟ؕ

26-207 (نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه info
التفاسير:

external-link copy
208 : 26

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ ۟

26-208 او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
209 : 26

ذِكْرٰی ۛ۫— وَمَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

26-209 د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
210 : 26

وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ ۟ۚ

26-210 او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى info
التفاسير:

external-link copy
211 : 26

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَمَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ؕ

26-211 او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري info
التفاسير:

external-link copy
212 : 26

اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَ ۟ؕ

26-212 بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي info
التفاسير:

external-link copy
213 : 26

فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

26-213 نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه info
التفاسير:

external-link copy
214 : 26

وَاَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ ۟ۙ

26-214 او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه info
التفاسير:

external-link copy
215 : 26

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

26-215 او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي info
التفاسير:

external-link copy
216 : 26

فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

26-216 نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ info
التفاسير:

external-link copy
217 : 26

وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

26-217 او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې info
التفاسير:

external-link copy
218 : 26

الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

26-218 هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته) info
التفاسير:

external-link copy
219 : 26

وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟

26-219 او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني) info
التفاسير:

external-link copy
220 : 26

اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

26-220 بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى info
التفاسير:

external-link copy
221 : 26

هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُ ۟ؕ

26-221 ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
222 : 26

تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

26-222 دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي info
التفاسير:

external-link copy
223 : 26

یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَاَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَ ۟ؕ

26-223 دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي info
التفاسير:

external-link copy
224 : 26

وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ

26-224 او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي info
التفاسير:

external-link copy
225 : 26

اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَ ۟ۙ

26-225 ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي info
التفاسير:

external-link copy
226 : 26

وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ

26-226 او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
227 : 26

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّانْتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ؕ— وَسَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ ۟۠

26-227 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي info
التفاسير: