Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
١لَّذِیْنَ یَتَرَبَّصُوْنَ بِكُمْ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّٰهِ قَالُوْۤا اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ ۖؗ— وَاِنْ كَانَ لِلْكٰفِرِیْنَ نَصِیْبٌ ۙ— قَالُوْۤا اَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَیْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَلَنْ یَّجْعَلَ اللّٰهُ لِلْكٰفِرِیْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ سَبِیْلًا ۟۠
4-141 هغه (منافقان) چې ستاسو په باره كې انتظار كوي، نو كه د الله له جانبه تاسو ته فتح حاصله شي، دوى وايي: ایا مونږ له تاسو سره ملګري نه وو؟ او كه چېرې د كافرانو لپاره څه برخه وي، (بیا نوكافرو ته) دوى وايي: ایا مونږ پر تاسو غالب شوي نه وو او (ایا) مونږ له مومنانو نه تاسو بچ نه كړئ؟ نو الله به ستاسو په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ یُخٰدِعُوْنَ اللّٰهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ ۚ— وَاِذَا قَامُوْۤا اِلَی الصَّلٰوةِ قَامُوْا كُسَالٰی ۙ— یُرَآءُوْنَ النَّاسَ وَلَا یَذْكُرُوْنَ اللّٰهَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ؗۙ
4-142 بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ
عربي تفسیرونه:
مُّذَبْذَبِیْنَ بَیْنَ ذٰلِكَ ۖۗ— لَاۤ اِلٰی هٰۤؤُلَآءِ وَلَاۤ اِلٰی هٰۤؤُلَآءِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ سَبِیْلًا ۟
4-143 دوى د دې (كفر او اسلام) په مینځ كې زړه نازړه دي، نه (سم) د دوى په طرف دي او نه (سم) د هغوى په طرف دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره څه لار ونه مومې
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— اَتُرِیْدُوْنَ اَنْ تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟
4-144 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان مه نیسئ، ایا تاسو غواړئ چې د الله لپاره د خپل ځان په خلاف ښكاره دلیل ثابت كړئ
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ فِی الدَّرْكِ الْاَسْفَلِ مِنَ النَّارِ ۚ— وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِیْرًا ۟ۙ
4-145 بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې
عربي تفسیرونه:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا وَاَصْلَحُوْا وَاعْتَصَمُوْا بِاللّٰهِ وَاَخْلَصُوْا دِیْنَهُمْ لِلّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ مَعَ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— وَسَوْفَ یُؤْتِ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
4-146 مګر هغه كسان چې توبه يې وېستله او د ځان اصلاح يې وكړه او پر (دین د) الله يې منګولې كلكې ولګولې او خپل دین يې د الله لپاره خالص كړ، نو دغه كسان به له مومنانو سره وي او ژر ده چې الله به مومنانو ته بېخي لوى اجر وركړي
عربي تفسیرونه:
مَا یَفْعَلُ اللّٰهُ بِعَذَابِكُمْ اِنْ شَكَرْتُمْ وَاٰمَنْتُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ شَاكِرًا عَلِیْمًا ۟
4-147 الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول