Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نساء   آیت:
لَا یُحِبُّ اللّٰهُ الْجَهْرَ بِالسُّوْٓءِ مِنَ الْقَوْلِ اِلَّا مَنْ ظُلِمَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا عَلِیْمًا ۟
4-148الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
عربي تفسیرونه:
اِنْ تُبْدُوْا خَیْرًا اَوْ تُخْفُوْهُ اَوْ تَعْفُوْا عَنْ سُوْٓءٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِیْرًا ۟
4-149 كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَیُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّفَرِّقُوْا بَیْنَ اللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَیَقُوْلُوْنَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَّنَكْفُرُ بِبَعْضٍ ۙ— وَّیُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّتَّخِذُوْا بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۙ۟
4-150 بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ پر ځینو (رسولانو) ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ حَقًّا ۚ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟
4-151 دغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَلَمْ یُفَرِّقُوْا بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ اُولٰٓىِٕكَ سَوْفَ یُؤْتِیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
4-152 او هغه كسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
عربي تفسیرونه:
یَسْـَٔلُكَ اَهْلُ الْكِتٰبِ اَنْ تُنَزِّلَ عَلَیْهِمْ كِتٰبًا مِّنَ السَّمَآءِ فَقَدْ سَاَلُوْا مُوْسٰۤی اَكْبَرَ مِنْ ذٰلِكَ فَقَالُوْۤا اَرِنَا اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ— ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذٰلِكَ ۚ— وَاٰتَیْنَا مُوْسٰی سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟
4-153 اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته پر دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، نو دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى معبود ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه
عربي تفسیرونه:
وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّوْرَ بِمِیْثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَّقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوْا فِی السَّبْتِ وَاَخَذْنَا مِنْهُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟
4-154 او مونږ له دوى څخه د پخې وعدې اخيستلو لپاره د دوى له پاسه (د) طور (غر) راپورته كړ او مونږه دوى ته وویل: تاسو په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او مونږه دوى ته وویل: تاسو د خالي په ورځ كې زیاتى مه كوئ او مونږه له دوى نه ډېره مضبوطه وعده واخيستله
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول