د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

غافر

external-link copy
1 : 40

حٰمٓ ۟ۚ

40-1 حا، ميم info
التفاسير:

external-link copy
2 : 40

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ۙ

40-2 د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه پوه دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 40

غَافِرِ الذَّنْۢبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِیْدِ الْعِقَابِ ذِی الطَّوْلِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— اِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟

40-3 د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتله دي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 40

مَا یُجَادِلُ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ اِلَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَلَا یَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلَادِ ۟

40-4 د الله په ایتونو كې جګړې نه كوي مګر هغه كسان چې كافران شوي دي، نو په ښارونو كې د دوى تګ راتګ دې تا تېر نه باسي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 40

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّالْاَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ ۪— وَهَمَّتْ كُلُّ اُمَّةٍ بِرَسُوْلِهِمْ لِیَاْخُذُوْهُ وَجٰدَلُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ فَاَخَذْتُهُمْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ ۟

40-5 له دغو (قریشو) نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى و او د دوى (قوم نوح) نه وروسته نورو ډلو (هم) او هر یو امت د خپل رسول په باره كې اراده وكړه چې هغه راګېر كړي او دوى په باطله سره جګړې وكړي، د دې لپاره چې په دغه (باطل) سره حق ختم(او زايله) كړي، نو ما دوى ونیول، بیا نو زما سزا وركول څنګه وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
6 : 40

وَكَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟

40-6 او همداسې ستا د رب خبره په هغو كسانو لازمه شوې ده چې كافران شوي دي، چې بېشكه دوى د اور ملګري دي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 40

اَلَّذِیْنَ یَحْمِلُوْنَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهٗ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۚ— رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَیْءٍ رَّحْمَةً وَّعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِیْنَ تَابُوْا وَاتَّبَعُوْا سَبِیْلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟

40-7 (له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته info
التفاسير:

external-link copy
8 : 40

رَبَّنَا وَاَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ

40-8 اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې info
التفاسير:

external-link copy
9 : 40

وَقِهِمُ السَّیِّاٰتِ ؕ— وَمَنْ تَقِ السَّیِّاٰتِ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠

40-9 او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده info
التفاسير:

external-link copy
10 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ ۟

40-10 بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو نه، كله چې به تاسو ایمان ته بللى شوئ، نو تاسو به كفر كاوه info
التفاسير:

external-link copy
11 : 40

قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَاَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوْبِنَا فَهَلْ اِلٰی خُرُوْجٍ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟

40-11 (نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
12 : 40

ذٰلِكُمْ بِاَنَّهٗۤ اِذَا دُعِیَ اللّٰهُ وَحْدَهٗ كَفَرْتُمْ ۚ— وَاِنْ یُّشْرَكْ بِهٖ تُؤْمِنُوْا ؕ— فَالْحُكْمُ لِلّٰهِ الْعَلِیِّ الْكَبِیْرِ ۟

40-12 دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو(نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى info
التفاسير:

external-link copy
13 : 40

هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ وَیُنَزِّلُ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ رِزْقًا ؕ— وَمَا یَتَذَكَّرُ اِلَّا مَنْ یُّنِیْبُ ۟

40-13 دى همغه ذات دى چې تاسو ته خپلې نښې ښیي او تاسو لپاره له اسمان نه رزق نازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوك چې(حق ته) رجوع كوي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 40

فَادْعُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟

40-14 نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 40

رَفِیْعُ الدَّرَجٰتِ ذُو الْعَرْشِ ۚ— یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِ ۟ۙ

40-15 (دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه(بنده خلقو لره) د ملاقات له ورځې نه ووېروي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 40

یَوْمَ هُمْ بَارِزُوْنَ ۚ۬— لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ ؕ— لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ؕ— لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟

40-16 له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى info
التفاسير:

external-link copy
17 : 40

اَلْیَوْمَ تُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ؕ— لَا ظُلْمَ الْیَوْمَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

40-17 نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
18 : 40

وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْاٰزِفَةِ اِذِ الْقُلُوْبُ لَدَی الْحَنَاجِرِ كٰظِمِیْنَ ؕ۬— مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ حَمِیْمٍ وَّلَا شَفِیْعٍ یُّطَاعُ ۟ؕ

40-18 او ته دوى له نژدې ورځې نه ووېروه كله چې زړونه به له چنغړكو سره وي، په داسې حال كې چې له غم نه به ډك وي، د ظالمانو لپاره به نه هیڅوك پوخ دوست وي او نه كوم داسې شفاعت كوونكى چې خبره يې ومنله شي info
التفاسير:

external-link copy
19 : 40

یَعْلَمُ خَآىِٕنَةَ الْاَعْیُنِ وَمَا تُخْفِی الصُّدُوْرُ ۟

40-19 هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي) info
التفاسير:

external-link copy
20 : 40

وَاللّٰهُ یَقْضِیْ بِالْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَقْضُوْنَ بِشَیْءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟۠

40-20 او الله په حقه سره فيصله كوي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بلي، دغه د هېڅ شي فیصله نشي كولى، بېشكه الله، هم دى ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
21 : 40

اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ كَانُوْا مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْا هُمْ اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟

40-21 ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و، چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې او په ځمكه كې د نښو(او یادګارونو) په لحاظ ډېر سخت (او مضبوط) وو، نو الله دوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او د دوى لپاره له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه و info
التفاسير:

external-link copy
22 : 40

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَكَفَرُوْا فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟

40-22 دغه په دې سبب چې یقینًا دوى داسې وو چې دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړل، نو (بیا هم) دوى كافران شول، نو الله دوى ونیول، بېشكه هغه، ډېر زورور، ډېر سخت عذاب والا دى info
التفاسير:

external-link copy
23 : 40

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

40-23 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و info
التفاسير:

external-link copy
24 : 40

اِلٰی فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَقَارُوْنَ فَقَالُوْا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟

40-24 فرعون او هامان او قارون ته، نو دوى وویل: (دا خو) جادوګر دى، سخت دروغجن دى info
التفاسير:

external-link copy
25 : 40

فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوْۤا اَبْنَآءَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ وَاسْتَحْیُوْا نِسَآءَهُمْ ؕ— وَمَا كَیْدُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟

40-25 نو كله چې هغه دوى ته زمونږ له جانبه حق راوړ، دوى وویل: تاسو د هغو كسانو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ایمان راوړى دى او د دوى ښځې (لوڼه) ژوندۍ پرېږدئ او د كافرانو چل مكر نه دى مګر په تباهۍ كې info
التفاسير:

external-link copy
26 : 40

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُوْنِیْۤ اَقْتُلْ مُوْسٰی وَلْیَدْعُ رَبَّهٗ ۚؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّبَدِّلَ دِیْنَكُمْ اَوْ اَنْ یُّظْهِرَ فِی الْاَرْضِ الْفَسَادَ ۟

40-26 او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه(دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خور كړي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 40

وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ مِّنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟۠

40-27 او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري info
التفاسير:

external-link copy
28 : 40

وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ ۖۗ— مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَكْتُمُ اِیْمَانَهٗۤ اَتَقْتُلُوْنَ رَجُلًا اَنْ یَّقُوْلَ رَبِّیَ اللّٰهُ وَقَدْ جَآءَكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ مِنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاِنْ یَّكُ كَاذِبًا فَعَلَیْهِ كَذِبُهٗ ۚ— وَاِنْ یَّكُ صَادِقًا یُّصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ یَعِدُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ۟

40-28 او په اٰل فرعون كې یو مومن سړي چې خپل ایمان يې پټ ساتلو، وویل: ایا تاسو یو سړى په دې وجه وژنئ چې هغه وايي: زما رب الله دى، حال دا چې یقینًا هغه تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیلونه هم راوړي دي او كه دى دروغجن وي، نو په همده باندې د خپلو دروغو ضرر دى او كه دى رښتینى وي(نو بیا خو به) تاسو ته د هغه(عذاب) ځینې برخه درورسېږي چې دا يې تاسو ته وعده دركوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه له حده تېرېدونكى، ډېر دروغجن وي info
التفاسير:

external-link copy
29 : 40

یٰقَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ظٰهِرِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— فَمَنْ یَّنْصُرُنَا مِنْ بَاْسِ اللّٰهِ اِنْ جَآءَنَا ؕ— قَالَ فِرْعَوْنُ مَاۤ اُرِیْكُمْ اِلَّا مَاۤ اَرٰی وَمَاۤ اَهْدِیْكُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟

40-29 اى زما قومه! نن ورځ ستاسو بادشاهي ده، په داسې حال كې چې په ځمكه كې غالب يئ، نو مونږ به د الله له عذاب نه څوك بچ كوي كه هغه پر مونږ راشي؟ فرعون وویل: زه تاسو ته نه ښیم مګر هغه خبره چې زه يې وینم او زه تاسو ته ښودنه نه كوم مګر د سمې درستې لارې info
التفاسير:

external-link copy
30 : 40

وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ مِّثْلَ یَوْمِ الْاَحْزَابِ ۟ۙ

40-30 او هغه كس وویل چې ایمان يې راوړى و: اى زما قومه! بېشكه زه په تاسو د (تېرو) ډلو د ورځې له مثل نه وېرېږم info
التفاسير:

external-link copy
31 : 40

مِثْلَ دَاْبِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ ۟

40-31 د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
32 : 40

وَیٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ یَوْمَ التَّنَادِ ۟ۙ

40-32 او اى زما قومه! زه په تاسو یو بل ته د چيغو وهلو له ورځې نه وېرېږم info
التفاسير:

external-link copy
33 : 40

یَوْمَ تُوَلُّوْنَ مُدْبِرِیْنَ ۚ— مَا لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟

40-33 هغه ورځ چې تاسو به وګرځئ شا اړوونكي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه وي. او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك هدایت وركوونكى نشته info
التفاسير:

external-link copy
34 : 40

وَلَقَدْ جَآءَكُمْ یُوْسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا زِلْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّمَّا جَآءَكُمْ بِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ مِنْ بَعْدِهٖ رَسُوْلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابُ ۟ۚۖ

40-34 او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو ته هغه راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر هغه پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه چا لره چې هغه له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
35 : 40

١لَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ؕ— كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ وَعِنْدَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ ۟

40-35 هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر(جز د) زړه باندې مهر لګوي info
التفاسير:

external-link copy
36 : 40

وَقَالَ فِرْعَوْنُ یٰهَامٰنُ ابْنِ لِیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَبْلُغُ الْاَسْبَابَ ۟ۙ

40-36 او فرعون وویل: اى هامانه! ته زما لپاره یوه ډېره اوچته ماڼۍ جوړه كړه، ښايي چې زه لارو ته ورسېږم info
التفاسير:

external-link copy
37 : 40

اَسْبَابَ السَّمٰوٰتِ فَاَطَّلِعَ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی وَاِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ كَاذِبًا ؕ— وَكَذٰلِكَ زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَصُدَّ عَنِ السَّبِیْلِ ؕ— وَمَا كَیْدُ فِرْعَوْنَ اِلَّا فِیْ تَبَابٍ ۟۠

40-37 داسمانونو لارو ته، بیا د موسٰى الله له بره وګورم او بېشكه زه یقینًا دا دروغجن ګڼم او همداسې فرعون ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى و، او له (حقې) لارې نه منع كړى شوى و او د فرعون چل (او مكر) نه و مګر په تباهۍ كې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 40

وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوْنِ اَهْدِكُمْ سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟ۚ

40-38 او هغه كس چې ایمان يې راوړى و، وویل: اى زما قومه ! تاسو زما پیروي وكړئ چې زه تاسو ته د هدایت لاره وښیم info
التفاسير:

external-link copy
39 : 40

یٰقَوْمِ اِنَّمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا مَتَاعٌ ؗ— وَّاِنَّ الْاٰخِرَةَ هِیَ دَارُ الْقَرَارِ ۟

40-39 اى زما قومه ! بېشكه همدا خبره ده چې دغه دنيايي ژوند خو لږه فايده ده او یقینًا اخرت چې دى، هم هغه د قرار كور دى info
التفاسير:

external-link copy
40 : 40

مَنْ عَمِلَ سَیِّئَةً فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ یُرْزَقُوْنَ فِیْهَا بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟

40-40 هر څوك چې بد كار وكړي، نو ده ته به بدله نه وركولى شي مګر په مثل د دغه (بد كار) او هر څوك چې نېك عمل وكړي، سړى وي، يا ښځه،په داسې حال كې چې مومن وي، نو دغه كسان به جنت ته داخلېږي، دوى ته به په دغه (جنت) كې بې حسابه رزق وركول كېږي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 40

وَیٰقَوْمِ مَا لِیْۤ اَدْعُوْكُمْ اِلَی النَّجٰوةِ وَتَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَی النَّارِ ۟ؕ

40-41 او اى زما قومه! په ما څه چل دى چې زه تاسو نجات (او خلاصي) ته راغواړم او تاسو ما اور ته رابلئ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 40

تَدْعُوْنَنِیْ لِاَكْفُرَ بِاللّٰهِ وَاُشْرِكَ بِهٖ مَا لَیْسَ لِیْ بِهٖ عِلْمٌ ؗ— وَّاَنَا اَدْعُوْكُمْ اِلَی الْعَزِیْزِ الْغَفَّارِ ۟

40-42 تاسو ما رابلئ د دې لپاره چې زه په الله سره كافر شم او له هغه سره هغه شى شریك كړم چې ما ته د دغه (شي په اله كېدو) هېڅ علم نشته، حال دا چې زه تاسو ډېر غالب، ډېر مغفرت كوونكي (الله) ته رابولم info
التفاسير:

external-link copy
43 : 40

لَا جَرَمَ اَنَّمَا تَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَیْهِ لَیْسَ لَهٗ دَعْوَةٌ فِی الدُّنْیَا وَلَا فِی الْاٰخِرَةِ وَاَنَّ مَرَدَّنَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَاَنَّ الْمُسْرِفِیْنَ هُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟

40-43 حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه(معبود) چې تاسو ما(د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 40

فَسَتَذْكُرُوْنَ مَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ ؕ— وَاُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟

40-44 پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
45 : 40

فَوَقٰىهُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِ مَا مَكَرُوْا وَحَاقَ بِاٰلِ فِرْعَوْنَ سُوْٓءُ الْعَذَابِ ۟ۚ

40-45 نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېركړل info
التفاسير:

external-link copy
46 : 40

اَلنَّارُ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا غُدُوًّا وَّعَشِیًّا ۚ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ ۫— اَدْخِلُوْۤا اٰلَ فِرْعَوْنَ اَشَدَّ الْعَذَابِ ۟

40-46 (د دوزخ) اور(چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كاوه شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ info
التفاسير:

external-link copy
47 : 40

وَاِذْ یَتَحَآجُّوْنَ فِی النَّارِ فَیَقُوْلُ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا نَصِیْبًا مِّنَ النَّارِ ۟

40-47 او (یاد كړه) هغه وخت چې دوى به په خپل مینځ كې جګړې كوي، نو كمزوري به هغو كسانو ته وايي چې تكبر يې كاوه : بېشكه مونږ خو ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ نه له اور ځنې څه برخه لرې كوونكي يئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 40

قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُلٌّ فِیْهَاۤ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ حَكَمَ بَیْنَ الْعِبَادِ ۟

40-48 هغه كسان به (په جواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و : بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بنده ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
49 : 40

وَقَالَ الَّذِیْنَ فِی النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوْا رَبَّكُمْ یُخَفِّفْ عَنَّا یَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ ۟

40-49 او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي info
التفاسير:

external-link copy
50 : 40

قَالُوْۤا اَوَلَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ؕ— قَالُوْا فَادْعُوْا ۚ— وَمَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟۠

40-50 دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ نګرانان) به ووايي، پس تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې info
التفاسير:

external-link copy
51 : 40

اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْهَادُ ۟ۙ

40-51 بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي info
التفاسير:

external-link copy
52 : 40

یَوْمَ لَا یَنْفَعُ الظّٰلِمِیْنَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟

40-52 په هغې ورځې كې چې ظالمانو (مشركانو) ته به د هغوى معذرت هېڅ نفع نه رسوي او د همدوى لپاره لعنت دى او د همدوى لپاره بد كور (دوزخ) دى info
التفاسير:

external-link copy
53 : 40

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْهُدٰی وَاَوْرَثْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ ۟ۙ

40-53 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته هدایت (تورات) وركړى و او بني اسرائیلو ته مو كتاب میراث وركړ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 40

هُدًی وَّذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

40-54 په داسې حال كې چې د خالصو عقلونو والاو ته هدایت او پند و info
التفاسير:

external-link copy
55 : 40

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟

40-55 نو (اى نبي) ته صبر وكړه! بېشكه د الله وعده حقه ده او د خپلې ګناه لپاره بخښنه وغواړه او د ورځې په اخره او اوله برخه كې د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه info
التفاسير:

external-link copy
56 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ۙ— اِنْ فِیْ صُدُوْرِهِمْ اِلَّا كِبْرٌ مَّا هُمْ بِبَالِغِیْهِ ۚ— فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

40-56 بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
57 : 40

لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

40-57 یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 40

وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَلَا الْمُسِیْٓءُ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

40-58 او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ info
التفاسير:

external-link copy
59 : 40

اِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ؗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

40-59 بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، په ده كې هېڅ شك نشته. او لېكن د خلقو اكثریت ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
60 : 40

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُوْنِیْۤ اَسْتَجِبْ لَكُمْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِیْ سَیَدْخُلُوْنَ جَهَنَّمَ دٰخِرِیْنَ ۟۠

40-60 او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي info
التفاسير:

external-link copy
61 : 40

اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟

40-61 الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې ارام حاصل كړئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر فضل كولو والا دى او لېكن د خلقو اكثریت شكر نه وباسي info
التفاسير:

external-link copy
62 : 40

ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ ۘ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؗ— فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟

40-62 دغه الله ستاسو رب دى چې د هر شي پیدا كوونكى دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر همدى دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 40

كَذٰلِكَ یُؤْفَكُ الَّذِیْنَ كَانُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ ۟

40-63 همداسې به (له حق نه) ګرځولى كېدل هغه كسان چې د الله له ایتونو نه به يې انكار كاوه info
التفاسير:

external-link copy
64 : 40

اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً وَّصَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ ۖۚ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

40-64 الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه قرار ځاى او اسمان چت ګرځولى دى او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څيزونو نه رزق عطا كړى دى، دغه الله ستاسو رب دى، نو الله رب العالمین ډېر بركتي دى info
التفاسير:

external-link copy
65 : 40

هُوَ الْحَیُّ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

40-65 هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي info
التفاسير:

external-link copy
66 : 40

قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَمَّا جَآءَنِیَ الْبَیِّنٰتُ مِنْ رَّبِّیْ ؗ— وَاُمِرْتُ اَنْ اُسْلِمَ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

40-66 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه له دې نه منع كړى شوى یم چې د هغو (معبودانو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، كله چې ما ته زما د رب له جانبه ښكاره دلیلونه راغلل او ما ته حكم شوى دى چې زه رب العالمین ته تسلیم شم info
التفاسير:

external-link copy
67 : 40

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ یُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُوْنُوْا شُیُوْخًا ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی مِنْ قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوْۤا اَجَلًا مُّسَمًّی وَّلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

40-67 دى همغه ذات دى چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې د وینې له ټوټې نه: بیا هغه تاسو راوباسي، په داسې حال كې چې واړه (ماشومان) يئ، بیا (هغه ستاسو تربیت كوي)، د دې لپاره چې تاسو خپل قوت (او ځوانۍ) ته ورسېږئ، بیا (مو ژوندي ساتي) د دې لپاره چې زاړه (بوډاګان) شئ، او ځینې په تاسو كې هغه دي چې له دغه (وخت) نه مخكې وفات كولى شي. او (تاسو ساتي) د دې لپاره چې تاسو مقررې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 40

هُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۚ— فَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠

40-68 دى همغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، نو كله چې د یو كار (د ایجاد) فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: موجود شه! نو هغه موجود شي info
التفاسير:

external-link copy
69 : 40

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— اَنّٰی یُصْرَفُوْنَ ۟ۙۛ

40-69 ایا تا هغه كسان نه دي لیدلي چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، كوم طرف ته دوى ګرځولى شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 40

الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِالْكِتٰبِ وَبِمَاۤ اَرْسَلْنَا بِهٖ رُسُلَنَا ۛ۫— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

40-70 هغه كسان چې تكذیب كوي د كتابونو او د هغه څه چې په هغو سره مونږ خپل رسولان لېږلي وو، پس ژر به دوى پوه شي info
التفاسير:

external-link copy
71 : 40

اِذِ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلٰسِلُ ؕ— یُسْحَبُوْنَ ۟ۙ

40-71 كله چې به د دوى په غاړو كې طوقونه او ځنځیرونه وي، چې دوى به راښكلى كېږي info
التفاسير:

external-link copy
72 : 40

فِی الْحَمِیْمِ ۙ۬— ثُمَّ فِی النَّارِ یُسْجَرُوْنَ ۟ۚ

40-72 په ډېرو ګرمو اوبو كې، بیا به دوى (د دوزخ) په اور كې سوځولى شي info
التفاسير:

external-link copy
73 : 40

ثُمَّ قِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

40-73 بیا به دوى ته ویلى شي چې چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به شریكول info
التفاسير:

external-link copy
74 : 40

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا بَلْ لَّمْ نَكُنْ نَّدْعُوْا مِنْ قَبْلُ شَیْـًٔا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ الْكٰفِرِیْنَ ۟

40-74 له الله نه غیر؟ دوى به ووايي: هغه زمونږ نه ورك شول، بلكې مونږ له دې نه مخكې هېڅ شى نه باله، همداسې الله كافرانو لره ګمراه كوي info
التفاسير:

external-link copy
75 : 40

ذٰلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُوْنَ ۟ۚ

40-75 دغه په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه خوشحالي (اولويي) كوله او په سبب د هغه چې تاسو به تكبر كاوه info
التفاسير:

external-link copy
76 : 40

اُدْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟

40-76 تاسو د جهنم په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال چې په دغه (جهنم) كې به همېشه يئ، نو د متكبرینو استوګنځى بد دى info
التفاسير:

external-link copy
77 : 40

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَاِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟

40-77 نو ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو كه خامخا مونږ تا ته ځینې د هغه (عذاب) وښیو چې مونږ يې دوى ته وعده وركوو، یا مونږ تا وفات كړو، نو هم مونږ ته به دوى بېرته راوستلى شي info
التفاسير:

external-link copy
78 : 40

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَّنْ قَصَصْنَا عَلَیْكَ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّمْ نَقْصُصْ عَلَیْكَ ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟۠

40-78 او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې ډېر رسولان رالېږلي وو، په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته بيان كړي دي او په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته نه دي بیان كړي. او د هېڅ رسول لپاره دا ممكن نه وه چې هغه پخپله كومه معجزه راوړي مګر د الله په حكم سره، نو كله چې د الله حكم راشي (نو) په حق سره به فیصله وكړى شي او په دغه وخت (او ځاى) كې به باطل پرستان تاوانیان شي info
التفاسير:

external-link copy
79 : 40

اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَنْعَامَ لِتَرْكَبُوْا مِنْهَا وَمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ

40-79 الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې څاروي پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو په دوى كې په ځینو سورلي كوئ او په دوى كې ځینې تاسو خورئ info
التفاسير:

external-link copy
80 : 40

وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوْا عَلَیْهَا حَاجَةً فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟ؕ

40-80 او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
81 : 40

وَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ ۖۗ— فَاَیَّ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُنْكِرُوْنَ ۟

40-81 او هغه (الله) تاسو ته خپلې نښې ښیي، نو تاسو د الله له كومو نښو نه انكار كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
82 : 40

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْهُمْ وَاَشَدَّ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

40-82 ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، پس چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل info
التفاسير:

external-link copy
83 : 40

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرِحُوْا بِمَا عِنْدَهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

40-83 نو كله چې دوى ته د دوى پېغمبران په ښكاره دلیلونو سره راغلل، (نو) دوى به په هغه علم خوشالي (او لويي) شروع كړه چې له دوى سره و، او ګېرچاپېره به شو هغه څه چې دوى به په هغه پورې استهزاء كولې info
التفاسير:

external-link copy
84 : 40

فَلَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهٖ مُشْرِكِیْنَ ۟

40-84 نو كله چې به دوى زمونږ عذاب ولیده، دوى به وویل: مونږ په الله ایمان راوړى دى چې ایكي يواځې دى، او مونږ كافران شولو په هغه څیز چې مونږ به د هغه په سبب مشركان وو info
التفاسير:

external-link copy
85 : 40

فَلَمْ یَكُ یَنْفَعُهُمْ اِیْمَانُهُمْ لَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا ؕ— سُنَّتَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ فِیْ عِبَادِهٖ ۚ— وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠

40-85 نو دغه (كار داسې) نه و چې دوى ته د دوى ایمان راوړل نفع وركړې وي كله چې دوى زمونږ عذاب ولیده، (دا) ده ايښې طريقه د الله هغه طریقه چې د هغه په بنده ګانو كې تېره شوې ده او په دغه ځاى (او وخت) كې كافران تاوانیان شول info
التفاسير: