Check out the new design

Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. * - Índice de tradução


Tradução dos significados Surah: Al-Baqarah   Versículo:
وَاِذْ نَجَّیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟
ای بنی اسرائیلو! هغه وخت یاد کړئ چې تاسو مې د فرعون له پیروانو څخه وژغورلئ، چې تاسو ته یې ډول ډول عذابونه درکول؛ ستاسو د اولادونو مرۍ به یې پرې کولې، تر څو ستاسې نسل پاتې نه شي او ستاسي لورګانې به یې ژوندۍ پرېښودلې، تر څو د هغوی خدمت وکړي او ستاسو سخت سپکاوی وشي او د فرعون او د هغه د پیروانو له زورواکۍ څخه ستاسي ژغورنه کې ستاسي د رب لخوا لویه ازموینه ده، ښایي چې تاسي شکر وباسئ.
Os Tafssir em língua árabe:
وَاِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَاَنْجَیْنٰكُمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟
او زمونږ له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ ستاسې لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو ته مو پکې وچې لارې جوړې کړې، تر څو تاسې پر هغو لاړ شئ، نو تاسو مو وژغورلۍ او ستاسې پر وړاندې مو ستاسو دښمن فرعون او د هغه پیروان په اوبو کې ډوب کړل چې تاسو ورته کتل.
Os Tafssir em língua árabe:
وَاِذْ وٰعَدْنَا مُوْسٰۤی اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او زمونږ له نعمتونو څخه له موسی علیه السلام سره د څلویښتو ورځو ژمنه (نېټه ټاکل) هم یاده کړئ چې د لارښوونې او روښنايي کتاب تورات درته بشپړ نازل شي، بیا په دغه موده کې پرته له دې چې تاسي د خوسي عبادت وکړئ بل څه مو ونه کړل، او تاسو په دې کار سره له زیاتي کوونکو څخه شوئ.
Os Tafssir em língua árabe:
ثُمَّ عَفَوْنَا عَنْكُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
پس کله چې تاسې توبه وایستله نو مونږ ستاسې له ګناه تېر شولو، نو تاسو مو ونه نیولئ، ښایي چې تاسې په ښې بندګۍ او اطاعت سره د الله تعالی شکر وباسئ.
Os Tafssir em língua árabe:
وَاِذْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟
او له هغو نعمتونو څخه دا هم په یاد ولرئ چې مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړ چې د حق او باطل تر منځ بېلونکی او د لارښوونې (هدایت) او ګمراهۍ تر منځ جلا کوونکی کتاب دی، ښایي د دې پر مټ حق لارې ته لاړ شئ.
Os Tafssir em língua árabe:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ اَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوْبُوْۤا اِلٰی بَارِىِٕكُمْ فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ عِنْدَ بَارِىِٕكُمْ ؕ— فَتَابَ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
له دې نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې الله تعالی تاسو ته د خوسي له بنده ګۍ څخه د توبې وس درکړ، کله چې موسی علیه السلام تاسو ته وویل: بېشکه تاسو پر خپلو ځانونو د خوسي په بندګۍ کولو سره ظلم وکړ، نو تاسو ټول توبه وباسئ او خپل رب او پېدا کوونکي ته ور وګرځئ اوهغه داسې چې تاسو یو بل ووژنئ او په دې بڼه توبه ویستل تاسو ته له دې غوره دي چې په هغه کفر سرکشي وکړئ کوم چې تاسو په اور کې تل پاتې کوي، نو د الله تعالی په مرسته تاسو توبه وویستله او هغه قبوله کړه؛ ځکه چې هغه ډېر توبه قبلوونکی او پر خپلو بندګانو لورین دی.
Os Tafssir em língua árabe:
وَاِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰی لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی نَرَی اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْكُمُ الصّٰعِقَةُ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟
او یاد کړئ هغه وخت چې کله ستاسو پلرونو په ډېرې بې باکۍ (جسارت) موسی علیه السلام ته وویل: هېڅکله به مونږ ستا پر خبرو باور ونه کړو ترهغو چې الله په ښکاره ونه وینو، چې له مونږ څخه پټ نه وي، نو یوه سوزونکی اور را ونغاړلئ، او ویې ووژلئ چې تاسې یو بل ته کتل.
Os Tafssir em língua árabe:
ثُمَّ بَعَثْنٰكُمْ مِّنْ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
بیا مونږ تاسو له مرګ څخه وروسته ژوندي کړئ، ښایي چې تاسي د الله تعالی پر هغو نعمتونو (پېرزوینو) شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي دي.
Os Tafssir em língua árabe:
وَظَلَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْغَمَامَ وَاَنْزَلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ؕ— كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ ؕ— وَمَا ظَلَمُوْنَا وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
او پر تاسو باندې زمونږ له نعمتونو څخه دا هم دي چې مونږ ورېځ (ددې لپاره) راولېږله تر څو له سوځونوکي لمو څخه پر تاسې سیوری شي، کله چې په زمکه کې ورک شوي وئ (لاره مو ورکه کړې وه) او مونږ له خپلو نعمتونو څخه پر تاسو د شاتو په څېر خواږه څښاک او واړه مرغان پاکې غوښې لرونکي چې د مړزانو په څېر دي نازل کړل، او تاسو ته مو وویل: وخورئ له هغه پاکو شیانو څخه چې مونږ تاسو ته درکړي دي. او دوی د دې نعمتونو په انکار او نا شکرۍ سره له مونږ څخه هېڅ کم نه کړل، لیکن دوی په خپلو ځانونو تېری وکړ چې د نېکۍ نصیب یې کم شو او عذاب ته یې ځانونه وړاندې کړل.
Os Tafssir em língua árabe:
Das notas do versículo nesta página:
• عِظَمُ نعم الله وكثرتها على بني إسرائيل، ومع هذا لم تزدهم إلا تكبُّرًا وعنادًا.
پر بني اسرائیلو د الله تعالی د نعمتونو لویوالی او ډېروالی، چې سره له دې هم د دوی لویي او سرکشي لا زیاته شوه.

• سَعَةُ حِلم الله تعالى ورحمته بعباده، وإن عظمت ذنوبهم.
د الله تعالی د صبر او رحم پراخوالی پر بندګانو باندې، که څه هم چې د دوی ګناهونه ډېر وي.

• الوحي هو الفَيْصَلُ بين الحق والباطل.
وحیه د حق او باطل تر منځ فیصله کوونکې ده.

 
Tradução dos significados Surah: Al-Baqarah
Índice de capítulos Número de página
 
Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. - Índice de tradução

emitido pelo Centro de Tafssir para Estudos do Alcorão

Fechar