Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão.

external-link copy
54 : 2

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ اَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوْبُوْۤا اِلٰی بَارِىِٕكُمْ فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ عِنْدَ بَارِىِٕكُمْ ؕ— فَتَابَ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟

له دې نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې الله تعالی تاسو ته د خوسي له بنده ګۍ څخه د توبې وس درکړ، کله چې موسی علیه السلام تاسو ته وویل: بېشکه تاسو پر خپلو ځانونو د خوسي په بندګۍ کولو سره ظلم وکړ، نو تاسو ټول توبه وباسئ او خپل رب او پېدا کوونکي ته ور وګرځئ اوهغه داسې چې تاسو یو بل ووژنئ او په دې بڼه توبه ویستل تاسو ته له دې غوره دي چې په هغه کفر سرکشي وکړئ کوم چې تاسو په اور کې تل پاتې کوي، نو د الله تعالی په مرسته تاسو توبه وویستله او هغه قبوله کړه؛ ځکه چې هغه ډېر توبه قبلوونکی او پر خپلو بندګانو لورین دی. info
التفاسير:
Das notas do versículo nesta página:
• عِظَمُ نعم الله وكثرتها على بني إسرائيل، ومع هذا لم تزدهم إلا تكبُّرًا وعنادًا.
پر بني اسرائیلو د الله تعالی د نعمتونو لویوالی او ډېروالی، چې سره له دې هم د دوی لویي او سرکشي لا زیاته شوه. info

• سَعَةُ حِلم الله تعالى ورحمته بعباده، وإن عظمت ذنوبهم.
د الله تعالی د صبر او رحم پراخوالی پر بندګانو باندې، که څه هم چې د دوی ګناهونه ډېر وي. info

• الوحي هو الفَيْصَلُ بين الحق والباطل.
وحیه د حق او باطل تر منځ فیصله کوونکې ده. info