Check out the new design

Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. * - Índice de tradução


Tradução dos significados Surah: Ãli-Imran   Versículo:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ— وَمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
بېشکه دا څه چې مونږ تا ته ذکر کړل د عیسی علیه السلام په اړه همدا حق خبره ده چې نه پکې دروغ شته او نه شک، او په حق سره بل معبود نشته مګر یوازې الله دی، او همدا الله په خپله پاچاهۍ کې برلاسی دی، او په خپل تدبیر او کار او پېدایښت کې ځېرک دی.
Os Tafssir em língua árabe:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِالْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
نو که چېرې یې له هغه څه چې تا ورته راوړي مخ واړاوه، او ستا تابعداري یې و نکړه؛ نو دا بیا د دوی له فساد څخه دي، او الله په ځمکه کې په فساد کوونکو پوهه دی، او زر دی چې پدې به ورته سزا ورکړي.
Os Tafssir em língua árabe:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ تَعَالَوْا اِلٰی كَلِمَةٍ سَوَآءٍ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ اَلَّا نَعْبُدَ اِلَّا اللّٰهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهٖ شَیْـًٔا وَّلَا یَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُوْلُوا اشْهَدُوْا بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ ۟
ورته ووایه -ای پېغمبره- راشئ ای اهل کتابو له یهودو او نصاراو څخه، راټول به شو د انصاف په یوه خبره چې ټول پکې برابر یو: الله تعالی به یوازې کړو په عبادت سره، نو هغه سره به د بل چا عبادت نه کوو که هر څه هم د لوړې مرتبې څښتن وي، او مکانت یې پورته وي، او نه یو بل په الوهیت نیسو چې له الله پرته یې اطاعت او بندګي کېږي، نو که چېرې له دې حق او انصاف وګرځېدل چې ته یې ورته رابلې نو ورته ووایئ ای مومنانو: تاسو ګواه اوسئ چې مونږ الله ته تسلیم یو او هغه ته په طاعت کولو غاړه ایښودونکي یو.
Os Tafssir em língua árabe:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمَاۤ اُنْزِلَتِ التَّوْرٰىةُ وَالْاِنْجِیْلُ اِلَّا مِنْ بَعْدِهٖ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
ای اهل کتابو! ولې ناندرۍ وهئ د ابراهیم علیه السلام د ملت په اړه؟ یهودی دعوه لري چې ابراهیم یهودي و، نصراني دعوه لري چې نصراني و، او تاسو پوهېږئ چې یهودیت او نصرانیت د هغه د مرګ څخه ډېر وخت وروسته را ښکاره شوي دي، آیا تاسو په خپلو عقلونو سره د خپلو ویناوو ناسم والی او د خپلې دعوې غلطي نه مومئ؟!.
Os Tafssir em língua árabe:
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ حَاجَجْتُمْ فِیْمَا لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْمَا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
تاسو خبردار -ای اهل کتابو- شخړه مو وکړه د پېغمبر علیه السلام سره ستاسو د دین اړوند او هغه څه چې تاسو ته نازل شوي چې په اړه مو یو څه پوهه درلوده، نو ولې په هغه څه کې شخړه کوئ چې تاسو یې په اړه پوهه نلرئ چې د ابراهیم علیه السلام دین دی، او ستاسو په کتابونو کې نشته او نه ستاسو پېغمبرانو څه راوړي دي؟! او الله د کارونو په حقائقو او پټو پوهېږي، او تاسو نه پوهېږئ.
Os Tafssir em língua árabe:
مَا كَانَ اِبْرٰهِیْمُ یَهُوْدِیًّا وَّلَا نَصْرَانِیًّا وَّلٰكِنْ كَانَ حَنِیْفًا مُّسْلِمًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ابراهیم علیه السلام نه په یهودی ملت وو او نه په نصراني ملت دی، بلکه د باطلو دینونو څخه کوږ شوی و، او الله تعالی ته غاړه ایښودونکی په دې حال کې چې الله لره یو ګڼونکی و، او له هغه سره شریک کوونکی نه وو لکه څرنګه چې د عربو مشرکان دعوه کوي چې دوی د ده په ملت دي.
Os Tafssir em língua árabe:
اِنَّ اَوْلَی النَّاسِ بِاِبْرٰهِیْمَ لَلَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ وَهٰذَا النَّبِیُّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ وَلِیُّ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه ابراهیم علیه السلام ته په نسبت کې تر ټولو وړ خلک هغه دي چې د ده په زمانه کې یې په هغه څه کې د ده تابعداري کړې چې ده راوړي، او وړ خلک همدا راز په دې سره دا پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم دی، او هغه کسان چې ایمان یې پرې راوړی له دې امت څخه، او الله د مومنانو مرستندوی او ساتونکی دی.
Os Tafssir em língua árabe:
وَدَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَوْ یُضِلُّوْنَكُمْ ؕ— وَمَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟
د اهل کتابو یهودو او نصاراوو عالمان هیله لري چې تاسو -ای مومنانو- له هغه حق څخه بې لارې کړي چې الله تعالی یې درته ښوونه کړې ده، او نه بې لارې کوي دوی مګر خپل ځانونه؛ ځکه د خلکو په بې لارې کولو کې د دوی کوښښ د همدوی بې لارېتوب زیاتوي، او د خپلو کړنو پایله باندې نه پوهېږي.
Os Tafssir em língua árabe:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَاَنْتُمْ تَشْهَدُوْنَ ۟
ای د یهودو او نصاراوو اهل کتابو ولې د الله په هغو آیاتونو کافران کېږئ چې پر تاسو نازل شوي دي او په هغې کې د محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبرۍ دلالت دی، په داسې حال کې چې تاسو شاهدي وایئ چې همدا حق دی چې ستاسو کتابونو پرې دلالت کړی؟!.
Os Tafssir em língua árabe:
Das notas do versículo nesta página:
• أن الرسالات الإلهية كلها اتفقت على كلمة عدل واحدة، وهي: توحيد الله تعالى والنهي عن الشرك.
بېشکه ټول الهي پېغامونه د انصاف په یوې کلیمې سره یوه خوله دي چې: د الله یو والی او د شرک څخه منع کول دي.

• أهمية العلم بالتاريخ؛ لأنه قد يكون من الحجج القوية التي تُرَدُّ بها دعوى المبطلين.
د تاریخ د علم اهمیت؛ ځکه کله ښه قوي دلیل کېدلی شي چې د باطل ویونکي دعوی پرې رد شي.

• أحق الناس بإبراهيم عليه السلام من كان على ملته وعقيدته، وأما مجرد دعوى الانتساب إليه مع مخالفته فلا تنفع.
ابراهیم علیه السلام ته په نسبت کولو کې وړ کس هغه دی چې د هغه په ملت او عقیده اوسي، او یوازې هغه ته د نسبت دعوې لرلو سره د مخالفت کولو د هغه هېڅ ګټه نه رسوي.

• دَلَّتِ الآيات على حرص كفرة أهل الكتاب على إضلال المؤمنين من هذه الأمة حسدًا من عند أنفسهم.
آیاتونه پدې دلالت کوي چې اهل کتاب کافرانو د دې امت د مومنانو په بې لارې کولو کې حرص درلود د دوی د زړونو د کېنې له کبله.

 
Tradução dos significados Surah: Ãli-Imran
Índice de capítulos Número de página
 
Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. - Índice de tradução

emitido pelo Centro de Tafssir para Estudos do Alcorão

Fechar