Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat   Umurongo:
قُلْنَا اهْبِطُوْا مِنْهَا جَمِیْعًا ۚ— فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی فَمَنْ تَبِعَ هُدَایَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
مونږ ورته وویل: ټول له جنت څخه زمکې ته کوز شئ، نو که چېرې تاسي ته زما د پېغمبرانو په لاس لارښوونه راغله، نو پس چا چې د هغې پیروي وکړه او زما پر پېغمبرانو یې ایمان راوړ، نو په دوی په آخرت کې هېڅ ډول وېره نشته او نه به دوی په هغه څه غمجن شي چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠
او کومو کسانو چې کفر کړی او زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي دي، همدوی دوزخيان دي هيڅکله به ترې ونه وځي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَوْفُوْا بِعَهْدِیْۤ اُوْفِ بِعَهْدِكُمْ ۚ— وَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟
ای د یعقوب علیه السلام ځامنو! د الله تعالی پرله پسې نعمتونه یاد کړئ او شکر پرې وباسئ او زما په ژمنو باندې وفا وکړئ، هغه چې پر ما او زما پر پېغمبرانو ایمان لرل او زما پر شریعت عمل کول دي. نو که چېرې تاسو په هغې (ژمنې) وفا وکړه، زه به هم په خپلو هغو ژمنو وفا وکړم چې مایې درسره وعده کړې ده، په دنیا کې به ښه ژوند او آخرت کې به ښایسته بدله درکړم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ او زما ژمنې مه ماتوئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَاٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُوْنُوْۤا اَوَّلَ كَافِرٍ بِهٖ ۪— وَلَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؗ— وَّاِیَّایَ فَاتَّقُوْنِ ۟
او تاسو په هغه قرآن ایمان راوړئ کوم چې ما په محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او د هغه تورات سره چې لا تحریف شوی نه ؤ له هغه سره دتوحید او محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په موضوع کې یوشان دی او له دې ووېرېږئ چې په دې (قرآن) لومړني کافران شئ او هغه آیاتونه چې ما رالېږلئ د قدرت او چوکۍ په لږه بیه مه بدلوئ او زما له غضب او عذاب څخه و وېرېږئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه حق چې ما په خپلو پېغمبرانو نازل کړی له هغو دروغو سره مه ګډوئ کوم چې تاسو له ځانه جوړوئ او هغه حق هم مه پټوئ کوم چې د محمد صلی الله علیه وسلم د صفتونو په اړه ستاسو په کتابونو کې راغلی دی، سره له دې چې تاسي پرې علم او باور لرئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ ۟
او تاسو د ارکانو، واجباتو او سنتو په پوره کولو سره لمونځ ادا کړئ او د هغو مالونو زکات وباسئ کوم چې الله تعالی ستاسو په لاسونو کې درکړي دي او الله تعالی ته د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له عاجزي کوونکو سره عاجزي وکړئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَتَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَاَنْتُمْ تَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
څومره بده خبره ده چې تاسو بل چاته د ایمان او نېکۍ امر کوئ او خپله ترې بیا مخ اړوئ او ځانونه هېروئ، په داسې حال کې چې تاسو تورات هم لولئ، او په دې هم ښه پوهېږئ چې په تورات کې د الله د دین په پېروۍ او د هغه په پېغمبرانو د باور کولو امر شوی دی، نو آیا تاسو له خپلو عقولونو څخه ګټه نه اخلئ؟!
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَاسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ؕ— وَاِنَّهَا لَكَبِیْرَةٌ اِلَّا عَلَی الْخٰشِعِیْنَ ۟ۙ
او په صبر او لمانځه سره له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت په ټولو کارونو کې مرسته وغواړئ، چې هغه (الله) ته مو نږدې کړئ او له هغه سره مو پیوسته کړي، نو هغه به ستاسي مرسته او ساتنه وکړي او له تاسي څخه به هر ډول ضرر لرې کړي او بیشکه چې لمونځ ډېر دروند او لوې کار دې مګر هغو کسانو ته آسان دې چې خپل رب ته عاجزي کوونکي وي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَاَنَّهُمْ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ ۟۠
او دا ځکه چې همدا خلک پر دې باور لري چې دوی خپل رب ته ورځي او هغه سره د قیامت په ورځ ملاقات کوونکي دي او بېشکه دوی الله تعالی ته د خپلو کړنو د بدلې لپاره ور ګرځېدونکي دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
ای د یعقوب علیه السلام اولاده! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولي دي او یاد کړئ چې تاسي مې د خپلې زمانې پر خلکو په نبوت او ملک سره غوره کړي یاست.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَاتَّقُوْا یَوْمًا لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْـًٔا وَّلَا یُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَّلَا یُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟
د اوامرو په کولو او د نواهیو د پرېښودلو پر مټ د خپلو ځانونو او د قیامت د ورځې د عذاب ترمنځ پرده جوړه کړئ، هغه ورځ چې هیڅ یو نفس به بل نفس ته هیڅ رنګه ګټه ونه رسوي او نه به له هغه سره د ګټې او زیان په اړه د الله تعالی له اجازې پرته د هیچا سپارښتنه ومنل شي او نه به ورڅخه فدیه واخیستل شي، اګر که ټوله نړۍ له سروزرو ډکه کړي او نه به هیڅوک په دې ورځ د دوی مرستندوی وي، نو کله چې نه سپارښت کوونکی ګټه رسولی شي او نه فدیه وي او نه (بل) مرستندوی، نو د تېښتې لاره به چېرته وي؟!
Ibisobanuro by'icyarabu:
Inyungu dukura muri ayat kuri Uru rupapuro:
• من أعظم الخذلان أن يأمر الإنسان غيره بالبر، وينسى نفسه.
له لویې رسوایي څخه یوه دا ده چې انسان نورو ته د نېکۍ لارښوونه کوي او خپل ځان هېروي.

• الصبر والصلاة من أعظم ما يعين العبد في شؤونه كلها.
صبر او لمونځ له هغو اوچتو کړنو څخه دي چې د ژوند په ټولو چارو کې له بنده سره مرسته کوي.

• في يوم القيامة لا يَدْفَعُ العذابَ عن المرء الشفعاءُ ولا الفداءُ، ولا ينفعه إلا عمله الصالح.
د قیامت په ورځ به نه سپارښت کوونکي او نه فدیه ورکول له انسان څخه عذاب لرې کړي او له نیک عمل پرته به هېڅ شی ورته ګټه ونه رسوي.

 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. - Ishakiro ry'ibisobanuro

Byasohowe n'ikigo Tafsir of Quranic Studies.

Gufunga