Check out the new design

ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය * - පරිවර්තන පටුන


අර්ථ කථනය පරිච්ඡේදය: අල් බකරා   වාක්‍යය:
لَیْسَ الْبِرَّ اَنْ تُوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ وَالْكِتٰبِ وَالنَّبِیّٖنَ ۚ— وَاٰتَی الْمَالَ عَلٰی حُبِّهٖ ذَوِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ۙ— وَالسَّآىِٕلِیْنَ وَفِی الرِّقَابِ ۚ— وَاَقَامَ الصَّلٰوةَ وَاٰتَی الزَّكٰوةَ ۚ— وَالْمُوْفُوْنَ بِعَهْدِهِمْ اِذَا عٰهَدُوْا ۚ— وَالصّٰبِرِیْنَ فِی الْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ وَحِیْنَ الْبَاْسِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟
یوازې مشرق یا مغرب طرف ته په لمانځه کې مخ ګرځول او په دې کې اختلاف کول الله تعالی ته محبوبه نیکي نه ده، بلکې خیر ټول په هغه چا کې دی، چې په الله تعالی ایمان راوړي او هغه یوازې د عبادت مستحق وګڼي او په ورځ د قیامت، په ټولو رالېږل شويو کتابونو او پیغمبرانو له توپیر پرته ایمان راوړي او له مال سره د مینی کولو سره سره بیا هم په خپلوانو، یتیمانو، ضرورتمندو خلکو، نااشنا له خپل کلي او خپلوانو څخه لرې مسافرو او حالاتو ځپلو سوال ته محتاج شویو کسانو باندې مصرف کوي او د غلامانو او بندیانو په آزادولو کې مال خرڅ کول او په سمه توګه سره لمونځ کول، او زکات ورکول او هغه کسان چې کله وعدې کوي نو بیا یې پوره کوي او هغه کسان چې په غریبۍ، تنګ دستۍ او ناروغۍ باندې صبر کوي او د جګړې (جهاد) د سختوالي پر مهال میدان نه پرېږدي، دغه کسان چې د دغو صفتونو څښتنان دي، دا هغه کسان دي چې په خپل ایمان او عملونو کې ریښتیني دي او همدوی هغه ځانګړي متقیان دي چې د الله تعالی ټول اوامر یې پرځای کړي او له ټولو منهیاتو څخه یې ځان ساتلی دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِصَاصُ فِی الْقَتْلٰی ؕ— اَلْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْاُ بِالْاُ ؕ— فَمَنْ عُفِیَ لَهٗ مِنْ اَخِیْهِ شَیْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوْفِ وَاَدَآءٌ اِلَیْهِ بِاِحْسَانٍ ؕ— ذٰلِكَ تَخْفِیْفٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ ؕ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۚ
اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی دی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده، فرض کړل شوی دی پر تاسو باندې د هغه چا په باره کې چی بې ګناه قصدا په ظلم سره نور څوک ووژني، سزا ورکول قاتل ته د هغه له جنایت سره سم، او هغه داسې چې آزاد انسان به په آزاد وژل کېږي، غلام به په غلام، او ښځه به د ښځې په بدل کې وژل کېږی، خو که چېرې مقتول له خپل مرګ څخه مخکې بښنه کړې وه او یا د مقتول ولي (نږدې خپل) د دیت -د مال یوه اندازه ده چې قاتل یې د بښنې مقابل کې ورکوي- په اخیستلو سره بښنه وکړي، نو پس چاچې کله بښنه وکړه نو له قاتل څخه دې له احسان او تکلیف رسولو پرته دیت وغواړي او قاتل باید په آسانۍ له وروستوالي پرته دیت ورکړي او دا بښنه او د دیت اخیستل پر تاسو باندې د الله تعالی له طرفه آسانتیا ده او په دې امت د الله تعالی رحمت دی، نو پس چاچې له بښنې او د دیت له قبلولو وروسته په قاتل تېری وکړ؛ نو د هغه له پاره د الله تعالی له لوري دردناک عذاب دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَلَكُمْ فِی الْقِصَاصِ حَیٰوةٌ یّٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟
الله تعالی چې ستاسو له پاره کوم قصاص روا کړی دی په دې کې ستاسو لپاره ژوند دی؛ ځکه چې په دې سره ستاسی وینی ساتل کېږي او په دې سره خپل مینځي دښمني له مینځه ځي، دا خبره هغه څوک درک کولی شي چې سالم عقل لري، له الله تعالی څخه وېرېږي، د هغه شرعې ته غاړه ږدي او په اوامرو یې عمل کوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
كُتِبَ عَلَیْكُمْ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ اِنْ تَرَكَ خَیْرَا ۖۚ— ١لْوَصِیَّةُ لِلْوَالِدَیْنِ وَالْاَقْرَبِیْنَ بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ
فرض کړای شوی دی پر تاسی باندې کله چی ستاسی نه یو کس ته مرګ او یا د مرګ اسباب راشي، که چېرې یې ډېر مال پريښی وي، نو باید مور، پلار او خپلوانو ته له شرعې سره سم وصیت وکړي چې له درېیمې برخې نه به زیات نه وي او وصیت کول پر متقیانو باندې د الله تعالی لازمی حکم دی. خو دا حکم د میراث د آیاتونو له نزول څخه مخکې ؤ، خو کله چې د میراث آیاتونه نازل شول، دا پکې روښانه شوه چې له مړي څخه څوک او څومره د میراث برخه وړلی شي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَمَنْ بَدَّلَهٗ بَعْدَ مَا سَمِعَهٗ فَاِنَّمَاۤ اِثْمُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یُبَدِّلُوْنَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ؕ
نو پس چا چې په دې وصیت کې بدلون راوست، چې یا یې پکې زیاتی وکړ، یا کمښت او یا یې بالکل منعه کړ، وروسته له دې چې پرې خبر شو؛ نو د دې بدلولو ګناه په هغه چا ده چې دا کار یې وکړ، وصیت کوونکی پکې ګناه کار نه دی، بېشکه الله تعالی د خپلو بندګانو د خبرو اوریدونکی دی، د هغوی په کارونو خبر دی، د هغوی له حالاتو څخه هیڅ شی هم (ترېنه پټ نه شي) پاتې کېدلی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• البِرُّ الذي يحبه الله يكون بتحقيق الإيمان والعمل الصالح، وأما التمسك بالمظاهر فقط فلا يكفي عنده تعالى.
هغه نېکي چې الله تعالی يې خوښوي، هغه ده چې په ټینګ ایمان او نیک عمل سره وي او یوازې ښکاره اعمال ترسره کول د الله تعالی پر وړاندې کافي نه دي.

• من أعظم ما يحفظ الأنفس، ويمنع من التعدي والظلم؛ تطبيق مبدأ القصاص الذي شرعه الله في النفس وما دونها.
هغه غټ کار چې د نفسونو حفاظت کوي، او د ظلم او زیاتي مخه نیسي؛ د قصاص عملي کول دي، هغه چې الله تعالی په نفسونو له هغه څخه په کمو شیانو کې روا کړی دی.

• عِظَمُ شأن الوصية، ولا سيما لمن كان عنده شيء يُوصي به، وإثمُ من غيَّر في وصية الميت وبدَّل ما فيها.
د وصیت لوړه مرتبه او شان، په ځانګړې توګه چې له چا سره د وصیت کولو څه شی وي او د هغه چا لویه ګناه چې د مړي په وصیت کې بدلون او تغییر وکړي.

 
අර්ථ කථනය පරිච්ඡේදය: අල් බකරා
සූරා පටුන පිටු අංක
 
ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය - පරිවර්තන පටුන

අල්කුර්ආන් අධ්‍යයන සඳහා වූ තෆ්සීර් මධ්‍යස්ථානය විසින් නිකුත් කරන ලදී.

වසන්න