یوازې مشرق یا مغرب طرف ته په لمانځه کې مخ ګرځول او په دې کې اختلاف کول الله تعالی ته محبوبه نیکي نه ده، بلکې خیر ټول په هغه چا کې دی، چې په الله تعالی ایمان راوړي او هغه یوازې د عبادت مستحق وګڼي او په ورځ د قیامت، په ټولو رالېږل شويو کتابونو او پیغمبرانو له توپیر پرته ایمان راوړي او له مال سره د مینی کولو سره سره بیا هم په خپلوانو، یتیمانو، ضرورتمندو خلکو، نااشنا له خپل کلي او خپلوانو څخه لرې مسافرو او حالاتو ځپلو سوال ته محتاج شویو کسانو باندې مصرف کوي او د غلامانو او بندیانو په آزادولو کې مال خرڅ کول او په سمه توګه سره لمونځ کول، او زکات ورکول او هغه کسان چې کله وعدې کوي نو بیا یې پوره کوي او هغه کسان چې په غریبۍ، تنګ دستۍ او ناروغۍ باندې صبر کوي او د جګړې (جهاد) د سختوالي پر مهال میدان نه پرېږدي، دغه کسان چې د دغو صفتونو څښتنان دي، دا هغه کسان دي چې په خپل ایمان او عملونو کې ریښتیني دي او همدوی هغه ځانګړي متقیان دي چې د الله تعالی ټول اوامر یې پرځای کړي او له ټولو منهیاتو څخه یې ځان ساتلی دی.
اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی دی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده، فرض کړل شوی دی پر تاسو باندې د هغه چا په باره کې چی بې ګناه قصدا په ظلم سره نور څوک ووژني، سزا ورکول قاتل ته د هغه له جنایت سره سم، او هغه داسې چې آزاد انسان به په آزاد وژل کېږي، غلام به په غلام، او ښځه به د ښځې په بدل کې وژل کېږی، خو که چېرې مقتول له خپل مرګ څخه مخکې بښنه کړې وه او یا د مقتول ولي (نږدې خپل) د دیت -د مال یوه اندازه ده چې قاتل یې د بښنې مقابل کې ورکوي- په اخیستلو سره بښنه وکړي، نو پس چاچې کله بښنه وکړه نو له قاتل څخه دې له احسان او تکلیف رسولو پرته دیت وغواړي او قاتل باید په آسانۍ له وروستوالي پرته دیت ورکړي او دا بښنه او د دیت اخیستل پر تاسو باندې د الله تعالی له طرفه آسانتیا ده او په دې امت د الله تعالی رحمت دی، نو پس چاچې له بښنې او د دیت له قبلولو وروسته په قاتل تېری وکړ؛ نو د هغه له پاره د الله تعالی له لوري دردناک عذاب دی.
فرض کړای شوی دی پر تاسی باندې کله چی ستاسی نه یو کس ته مرګ او یا د مرګ اسباب راشي، که چېرې یې ډېر مال پريښی وي، نو باید مور، پلار او خپلوانو ته له شرعې سره سم وصیت وکړي چې له درېیمې برخې نه به زیات نه وي او وصیت کول پر متقیانو باندې د الله تعالی لازمی حکم دی. خو دا حکم د میراث د آیاتونو له نزول څخه مخکې ؤ، خو کله چې د میراث آیاتونه نازل شول، دا پکې روښانه شوه چې له مړي څخه څوک او څومره د میراث برخه وړلی شي.