یقینا د زمکی او آسمانونو په پیدایښت کې او په دی دواړو کې چې کوم نااشنا مخلوقات دي او د ورځې او شپې یو بل پسې تګ راتګ کې، او په هغو کښتیو کې چې د دریابونو په اوبو کښې روانی وی او باروونکی وی د خلکو د فایدی شیانو لره؛ لکه خوارکی توکی، جامی، تجارتی شیان، او نور هغه څه چی خلک ورته ضرورت لري او په هغو اوبو کې چې الله تعالی له اسمان څخه راکوزې کړي او په هغې سره یې شاړې زمکې په فصلونو او ګیاګانو ابادې کړې او په هغو زنده سرو کې چې الله تعالی په دې زمکه کې خواره کړي دي او په اړولو راړولو د بادونو یو طرف او بل طرف ته، او په تابع کړی شویو وریځو د اسمان او زمکی ترمنځ، بېشکه په دې ټولو کې د الله تعالی د وحدانیت ښکاره دلیلونه دی د هغه چا لپاره چی په دلیلونو پوهیږی، او دلیلونه پیژنی.
او له دومره ښکاره دلیلونو او نښو سره بیا هم ځینې خلک له الله تعالی نه پرته نور څوک د بنده ګۍ مستحق ګڼي او د الله تعالی سره یې په عبادت کې برابروي، او داسې مینه ورسره کوي لکه څرنګه مینه چی له الله تعالی سره کوي، لیکن مومنان د الله تعالی سره د دوی د خپلو معبودانو سره د مینې نه هم ډیره مینه او محبت کوی، ځکه چی مومنان د الله تعالی سره هیڅ څوک هم نه شریکوی، او په خوشحالۍ او تنګدستۍ کښې ورسره مینه کوي، مګر دا نور خلک چی دی نو دوئ صرف د خوشحالۍ په وخت کښې دخپلو معبودانو سره مینه کوي، او د تکلیف په وخت کښې بیا صرف الله تعالی ته چغی وهی او صرف الله تعالی رابلی. او که ووینی هغه کسان چی په شرک او ګناهونو سره ئي په خپلو نفسونو ظلم کړی دی خپل حالت په اخرت کښې کله چی دوی عذاب وویني؛ نو خامخا به دوۍ پوهه شی چی بیشکه یواځی الله تعالی د طاقت والا ذات دی، او بیشکه الله تعالی هغه چاته سخته سزا ورکوي چاچی ئي نافرماني کړی وی، نو که چیری دوۍ دغه حالت لیدلی وی نو هیڅکله به دوۍ د الله تعالی سره بل څوک په عبادت کې نه وو شریک کړي.
هغه (شیطان) تاسو ته په هغه څه امر کوي چې هغه بد وي د ګناهونو څخه او په هغه څه چی هغه لوی ګناهونه وي او تاسو ته امر کوي چی په الله تعالی باندی په عقیده او شرائعو کې خبری وکړئ بغیر د هغه علم نه چی تاسو ته د الله د طرف نه او یا د الله تعالی د پیغمبرانو د طرف نه راغلی وي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• المؤمنون بالله حقًّا هم أعظم الخلق محبة لله؛ لأنهم يطيعونه على كل حال في السراء والضراء، ولا يشركون معه أحدًا.
پر الله تعالی باندې ریښتیني ایمان لرونکي تر هر چا زیات له الله تعالی سره مینه کوي؛ ځکه چې هغوی په تکلیف او خوښۍ هر حال کې د الله تعالی تابعداري کوي او هیڅوک ورسره هم نه شریکوي.
• في يوم القيامة تنقطع كل الروابط، ويَبْرَأُ كل خليل من خليله، ولا يبقى إلا ما كان خالصًا لله تعالى.
د قیامت په ورځ به ټولې اړیکې غوڅې شي او یو ملګری به له بل ملګري څخه بېزاره شي، مګر هغه ملګرتیا چې یوازې د الله تعالی لپاره وي، هغه به پاتې شي.
• التحذير من كيد الشيطان لتنوع أساليبه وخفائها وقربها من مشتهيات النفس.
د شیطان له چلونو څخه وېرونه، ځکه چې د هغه چلونه مختلف او پټ دي او د نفس خواهشاتو ته هم نږدې دي.