الله تعالی بیانوي چې کله د یو آیت حکم پورته کړي او یا یې توري پورته کړي او خلک یې هېر کړي، نو الله تعالی په نږدې یا لرې کې له هغې ډېر ګټور حکم رالېږي او یا له هغه سره سم حکم رالېږي او دا هر څه د الله تعالی په علم او حکمت سره کېږي او ته ښه پوهېږي -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسه دی، نو څه چې وغواړي هغه کوي او چې څه وغواړي د هغې پرېکړه کوي.
ډېری د یهودیانو او نصراوو (عیسویانو) دا هیله لري چې تاسو له ایمان راوړلو وروسته هغه کفر ته وګرځوي چې تاسو به د بتانو عبادت کولو، له امله د کینې چې د دوی په زړونو کې ده، دوی دا هیله پس له هغه وخته وکړه چې دوی ته څرګنده شوه چې کوم څه چې دې پیغمبر راوړي دي د الله تعالی لخوا حق دي، نو -ای مومنانو- دوی ته ددوی د کارونو بخښنه وکړئ او د دوی له ناپوهۍ او بدو نیتونو څخه ورتېر شئ، تر دې چې د دوی په اړه د الله تعالی پرېکړه راشي، او د الله تعالی دا پرېکړه او امر راغلی دی، نو کافر ته به د اسلام او باج ورکولو او یا وژلو تر منځ اختیار ورکول کېده، بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسی دی، هېڅ یې نشي بې وسه کولای.
بېشکه جنت ته یوازې هغه کسان ننوځي چې الله تعالی ته یې په اخلاص سره مخه کړې وي او پر اخلاص سربېره په بندګۍ کې د رسول علیه السلام په هغه څه کې پېروي وکړي چې ده راوړي دي، پس همدا کس به جنت ته ننوځي، له هرې ډلې چې وي او ده لره د پرودګار په نزد ثواب دی او په راتلونکي آخرت کې به پر دوی هېڅ ډول وېره او ډار نه وي او نه به هغه څه پسې غمکین وي چې دنیا کې ترې پاتې شوي وي او د محمد صلی الله علیه وسلم له راتللو وروسته دا صفات نه موندل کېږي مګر په مسلمانانو کې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أن الأمر كله لله، فيبدل ما يشاء من أحكامه وشرائعه، ويبقي ما يشاء منها، وكل ذلك بعلمه وحكمته.
ټول کارونه یوازې- الله تعالی لره دي، چې کوم احکام او شرائع وغواړي هغه بدلوي او څه یې چې خوښه شي نو پر ځای یې پرېږدي او هر څه د علم او حکمت په رڼا کې کوي.
• حَسَدُ كثيرٍ من أهل الكتاب هذه الأمة، لما خصَّها الله من الإيمان واتباع الرسول، حتى تمنوا رجوعها إلى الكفر كما كانت.
د ډېرو اهل کتابو له لوري دې امت سره کینه کول؛ د دې لپاره دي چې الله تعالی د ایمان او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم پېروۍ لپاره (دا امت) غوره کړی دی، تر دې چې هیله یې کړې چې بېرته کفر ته وګرځي، لکه څنګه چې مخکې وو.