ښائسته کړی شوي هغه کسانو ته چې په الله تعالی یې کفر کړی دی، دنیا او د دنیا ختمیدونکی مزې او ختمیدونکی خوندونه، او مسخری کوي په هغه چا باندې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ یې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې له الله تعالی څخه وېرېږي د الله تعالی اوامر عملی کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، د قیامت پر ورځ به د دې کافرانو څخه اوچت وي، هلته چې الله تعالی به دوئ همېشنې جنتونو ته داخلوي، او الله تعالی له خپلو مخلوقاتو چې هر چاته وغواړي بې شمېره (نعمتونه او روزي) ورکوي.
ایا تاسو دا ګمان کوئ -ای مومنانو!- چې تاسو به جنت ته ننوځئ او تاسو ته به د پخوانیو مومنانو پشان تکلیفونه او مصیبتونه نه رسېږي، څنګه چې هغوئ ته سخته غریبي او سخت مرضونه رسیدلي وو، او هغوی وېرو لړزولي وو او دومره مصیبتونه ورته رسیدلی وو تر دې چې په تلوار سره د الله تعالی د مرستی او مدد غوښتنه وکړي، او پیغمبر او هغه مومنان چې له هغه سره وو، ووايي: چې د الله مرسته او مدد به کله راځي؟ ته ورته ووایه -اې پیغمبره- د الله تعالی مرسته او مدد نږدې دی، په الله تعالی باندې ایمان لرونکو، او پر هغه باندې توکل او عتماد کوونکو ته.
پوښتنه کوي له تا څخه -اې پیغمبره- ملګری ستا: چې دوئ له خپلو مختلفو مالونو څخه څه شی خرچ کړي، او په کوم ځائ کې یې خرچ کړي؟ ته ورته ځواب ورکړه: تاسو چې کوم خپل حلال او پاک مال نفقه کوئ نو مور او پلار باندې یې مصر کړئ، او څوک چې تاسو ته نږدې وي ستاسو له خپلوانو څخه د حاجت مطابق، او محتاجو یتیمانو ته، او هغه چاته چې بیخي ورسره مال نه وي، او هغو مسافرو ته یې ورکړي چې سفر له خپلې کورنۍ او وطن څخه جلا کړي وي، او تاسو نه کوئ -اې مومنانو- څه د خیر کار که لږ وي او که ډیر مګر الله تعالی په هغه باندې خبر دی، له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه شي پاتې کېدلی، خامخا به تاسو ته په هغه باندې بدله درکړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ترك شكر الله تعالى على نعمه وترك استعمالها في طاعته يعرضها للزوال ويحيلها بلاءً على صاحبها.
د الله تعالی په نعمتونو شکر نه ایستل او د الله تعالی په اطاعت کې یې نه لږول نعمتونه له زوال سره مخ کوي او بېرته په دې سړی باندې مصیبت کیږي.
• الأصل أن الله خلق عباده على فطرة التوحيد والإيمان به، وإبليس وأعوانه هم الذين صرفوهم عن هذه الفطرة إلى الشرك به.
اصل دادی چې الله تعالی خپل بنده ګان موحدین او په الله تعالی باندې مومنان پیداکړی وو، او ابلیس او د هغه ملګرو دوئ له دې توحید څخه شرک ته اړولي.
• أعظم الخذلان الذي يؤدي للفشل أن تختلف الأمة في كتابها وشريعتها، فيكفّر بعضُها بعضًا، ويلعن بعضُها بعضًا.
غټ د شرم کار چې د کمزورۍ سبب کېږی دا دی چې یو امت په خپل کتاب او خپل دین کې اختلاف پیداکړي، نو پس یو بل کافر کړي، او په یو بل باندې لعنت وايي.
• الهداية للحق الذي يختلف فيه الناس، ومعرفة وجه الصواب بيد الله، ويُطلب منه تعالى بالإيمان به والانقياد له.
هغه حق ته راګرځېدل چې خلک پکې اختلاف کوي، او د سمې طریقې پېژندل د الله تعالی په لاس کې دي، او په الله تعالی باندې په ایمان او غاړه کیښودلو سره غوښتل کیږی.
• الابتلاء سُنَّة الله تعالى في أوليائه، فيبتليهم بقدر ما في قلوبهم من الإيمان به والتوكل عليه.
امتحان او ازمیښت کول په خپلو ولیانو باندې د الله تعالی سنت ده، نو په هر ولي باندې د هغه په الله تعالی ایمان او په الله تعالی د اعتماد په اندازه امتحان کوي.
• من أعظم ما يعين على الصبر عند نزول البلاء، الاقتداء بالصالحين وأخذ الأسوة منهم.
هغه غټ کار چې د مصیبتونو په وخت کې انسان سره په صبر کولو کې مرسته کوي، د نیکانو خلکو تابعداري کول دي او له هغوئ څخه طریقې اخیستل دي.