پس تاسو ته مو وویل: د هغې غوا چې تاسو ته يې د حلالولو امر شوی ؤ د وژل شوي پر بدن د هغې یوه برخه ووهئ؛ پس بېشکه الله تعالی به یې ژوندی کړي چې خپل وژونکی (قاتل) وښایي! پس دوی دا کار وکړ او خپل قاتل یې وښود، او د همدې مړي د ژوندي کېدو په څېر به الله تعالی د قیامت په ورځ مړي هم را ژوندي کوي، او تاسو ته به د خپل قدرت ښکاره دلائل درښایي، ښایي چې تاسي د عقل څخه کار واخلئ او په الله تعالی حقیقي ایمان راوړئ.
له دې بلیغه پندونو او حېرانونکو معجزو وروسته هم ستاسو زړونه سخت شول، تردې چې د تيږو غوندې شول، بلکې له هغې هم سخت شول؛ ځکه چې دا د خپل حالت څخه بېخي تغییر نه مومي او هر چې تيږې دي نو هغه تغییر مومي او بدلېږي، پس د تېږو څخه ځېنې هغه دې چې ترې ویالې بهېږي، او ځېنې یې چوي او اوبه ترې راوځي، په ځمکه روانې چېنې، چې خلک او څاروي ترې ګټه اخلي، او ځېنې تيږې د الله تعالی له وېرې پورته غرونو څخه راغورځي، او ستاسو زړونه داسې نه دي، او الله تعالی ستاسو د کړنو څخه بې پروا نه دی، بلکې هغه پرې خبر دی، او زر دې چې تاسو ته به یې سزا درکړي.
ای مومنانو! آیا تاسو تمه لرئ چې دوی به ایمان راوړي او ستاسو خبرې به ومني، پس له دې چې تاسو ته د یهودیانو حقیقت څرګند شو، او د دوی سرکشي مو ولېدله؟! او د دوی له علماوو څخه یوه ډله داسې ده چې په تورات کې د الله تعالی نازل شوی کلام اوري او بیا د هغې توري او معناګانې اړوي سره له دې چې دوی پرې ښه پوهېږي او د خپل جرم په لوېي هم پوهېږي.