Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: El Bekare   Ajeti:
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا هِیَ ۙ— اِنَّ الْبَقَرَ تَشٰبَهَ عَلَیْنَا ؕ— وَاِنَّاۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ لَمُهْتَدُوْنَ ۟
بیا یې په سرکشۍ سره وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې د غوا نور صفتونه هم راته بیان کړي؛ ځکه چې په یادو صفتونوخو ډېرې غواوې دي مونږ نشو کولای چې د هغو تر منځ یوه غوره کړو. خو دوی ټينګار کولو چې که چېرې د الله خوښه وشي نو مونږ به هغه غوا پیدا کړو د کومې د ذبحه کولو غوښتنه چې شوې ده.
Tefsiret në gjuhën arabe:
قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُوْلٌ تُثِیْرُ الْاَرْضَ وَلَا تَسْقِی الْحَرْثَ ۚ— مُسَلَّمَةٌ لَّا شِیَةَ فِیْهَا ؕ— قَالُوا الْـٰٔنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ ؕ— فَذَبَحُوْهَا وَمَا كَادُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟۠
پس موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: د دې غوا صفت دادی چې دا نه په یوې (کولبه) وهلو کې د چا تابع شوې ده او نه په ارهټ وهلو (زمکه خړوبولو) کې، او دا دله ټولو عیبونو څخه پاکه ده، په دې کې د زېړ رنګ پرته د بل رنګ نښه هم نشته، نو په دغه وخت کې دوی وویل: اوس دې راته د غوا پوره او دقیق صفتونه راوړل، نو حلاله یې کړله پس له دې چې نږدې وو چې حلالول ترې د دوی د جګړې او سرکشۍ له امله پاتې شوي وی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادّٰرَءْتُمْ فِیْهَا ؕ— وَاللّٰهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ ۟ۚ
او هغه وخت یاد کړئ چې تاسو د خپل منځ څخه یو وواژه نو تاسو د خپلو ځانونو دفاع کوله، هر سړي خپل ځان څخه د قتل تهمت لرې کولو، او پر بل یې ور اړولو، تر دې چې شخړه مو وکړه، او الله تعالی څرګندونکی دی د دغه بې ګناه وژل شوي چې تاسو پټولو.
Tefsiret në gjuhën arabe:
فَقُلْنَا اضْرِبُوْهُ بِبَعْضِهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُحْیِ اللّٰهُ الْمَوْتٰی وَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
پس تاسو ته مو وویل: د هغې غوا چې تاسو ته يې د حلالولو امر شوی ؤ د وژل شوي پر بدن د هغې یوه برخه ووهئ؛ پس بېشکه الله تعالی به یې ژوندی کړي چې خپل وژونکی (قاتل) وښایي! پس دوی دا کار وکړ او خپل قاتل یې وښود، او د همدې مړي د ژوندي کېدو په څېر به الله تعالی د قیامت په ورځ مړي هم را ژوندي کوي، او تاسو ته به د خپل قدرت ښکاره دلائل درښایي، ښایي چې تاسي د عقل څخه کار واخلئ او په الله تعالی حقیقي ایمان راوړئ.
Tefsiret në gjuhën arabe:
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوْبُكُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ فَهِیَ كَالْحِجَارَةِ اَوْ اَشَدُّ قَسْوَةً ؕ— وَاِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا یَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْاَنْهٰرُ ؕ— وَاِنَّ مِنْهَا لَمَا یَشَّقَّقُ فَیَخْرُجُ مِنْهُ الْمَآءُ ؕ— وَاِنَّ مِنْهَا لَمَا یَهْبِطُ مِنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
له دې بلیغه پندونو او حېرانونکو معجزو وروسته هم ستاسو زړونه سخت شول، تردې چې د تيږو غوندې شول، بلکې له هغې هم سخت شول؛ ځکه چې دا د خپل حالت څخه بېخي تغییر نه مومي او هر چې تيږې دي نو هغه تغییر مومي او بدلېږي، پس د تېږو څخه ځېنې هغه دې چې ترې ویالې بهېږي، او ځېنې یې چوي او اوبه ترې راوځي، په ځمکه روانې چېنې، چې خلک او څاروي ترې ګټه اخلي، او ځېنې تيږې د الله تعالی له وېرې پورته غرونو څخه راغورځي، او ستاسو زړونه داسې نه دي، او الله تعالی ستاسو د کړنو څخه بې پروا نه دی، بلکې هغه پرې خبر دی، او زر دې چې تاسو ته به یې سزا درکړي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
اَفَتَطْمَعُوْنَ اَنْ یُّؤْمِنُوْا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَسْمَعُوْنَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ یُحَرِّفُوْنَهٗ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوْهُ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
ای مومنانو! آیا تاسو تمه لرئ چې دوی به ایمان راوړي او ستاسو خبرې به ومني، پس له دې چې تاسو ته د یهودیانو حقیقت څرګند شو، او د دوی سرکشي مو ولېدله؟! او د دوی له علماوو څخه یوه ډله داسې ده چې په تورات کې د الله تعالی نازل شوی کلام اوري او بیا د هغې توري او معناګانې اړوي سره له دې چې دوی پرې ښه پوهېږي او د خپل جرم په لوېي هم پوهېږي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاِذَا لَقُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَالُوْۤا اٰمَنَّا ۖۚ— وَاِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ قَالُوْۤا اَتُحَدِّثُوْنَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ لِیُحَآجُّوْكُمْ بِهٖ عِنْدَ رَبِّكُمْ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
د یهودیانو د تناقضاتو او دوکو څخه دا هم دي چې کله ځېنې له دوي څخه له مومنانو سره یو ځای شي نو د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې اعتراف کوي او د هغه د رسالت تصدیق کوي او په دې تورات هم ګواهي ورکوي، لیکن کله چې دوی له خپلو یهودیانو سره یو ځای شي نو د دې اعترافونو په اړه یو بل ملامتوي؛ ځکه مسلمانان د نبوت د تصدیق په اړه د دوی په دې اعترافونو پر دوي حجت قائموي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• أن بعض قلوب العباد أشد قسوة من الحجارة الصلبة؛ فلا تلين لموعظة، ولا تَرِقُّ لذكرى.
بېشکه د ځینې بندګانو زړونه له سختو تيږو څخه هم ډېر سخت وي، نو هیڅ پند او نصیحت ته نه نرمېږي.

• أن الدلائل والبينات - وإن عظمت - لا تنفع إن لم يكن القلب مستسلمًا خاشعًا لله.
بېشکه چې کله یو زړه الله تعالی ته تسلیم او عاجزي کوونکی نه وي، نو که هر څومره ښکاره دلائل ورته وړاندې کړې ګټه ترې نه پورته کوي.

• كشفت الآيات حقيقة ما انطوت عليه أنفس اليهود، حيث توارثوا الرعونة والخداع والتلاعب بالدين.
دې آیاتونو د یهودیانو د نفسونو پټ خباثتونه را ښکاره کړل، کوم چلول، دوکې، او په دین ملنډې چې دوی ته له خپلو مشرانو څخه ور پاتې شوې وې.

 
Përkthimi i kuptimeve Surja: El Bekare
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto - Përmbajtja e përkthimeve

Botuar nga Qendra e Tefsirit për Studime Kuranore.

Mbyll