الله تعالی دوستي کوي له مؤمنانو سره، توفیق ورکوي او مرسته یې کوي، او د کفر او ناپوهۍ له تیارو څخه یې د ایمان او پوهې رڼا ته راوباسي، او هغه کسان چې کفر یې کړی د دوی دوستان باطله معبودان او مجسمې دي، چې دوی ته یې کفر ښایسته کړی دی، پس دوی یې د ایمان او پوهې له رڼا څخه د کفر او نا پوهۍ تیارې ته ویستې دي، همدوی د اور څښتنان دي، دوی به تل پکې وي.
ای پیغمبره! آیا تا د هغه سرکښ د جرأت څخه زیات حېرانوونکی جرأت لېدلی چې د ابراهیم علیه السلام سره یې د الله تعالی د پالنې او یووالي په اړه جګړه کړې وه، او په تحقیق سره ده دا کار له دې کبله کړی و چې الله تعالی ده ته پاچاهي ورکړې وه نو سرکښه شوی و، او ابراهیم-علیه السلام-ورته دخپل رب صفتونه بیان کړي و په داسې حال کې چې ورته ویې ویل: زما رب هغه ذات دی چې ټول مخلوقات ژوندي کوي او مړه کوي یې، هغه سرکښ د عناد له کبله وویل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کولای شم، پدې طریقه چې قتلوم هغه څوک چې زما خوښه شي اومعافي کوم هغه چا ته چې زما خوښه شې، نو ابراهیم -علیه السلام- ورته یو بل لوی دلیل وړاندې کړ او ورته یې وویل: بېشکه زه چې د چا عبادت کوم هغه خو هغه ذات دی چې لمر له ختیځ څخه راوړي، نو ته یې د لوېدیځ لخوا راوړه، نو نه وو دا سرکښ مګر دا چې حیران او بند شو، او د دلیل د قوت له امله مغلوب شو، او الله تعالی ظالمانو ته توفیق نه ورکوي چې پخپله لار یې روان کړي د دوی د ظلم او سرکښۍ له امله.