الله تعالی په تاسو باندې له خوراکي شیانو څخه هغه څه حرام کړي چې له شرعي ذبحې (حلالې) پرته مړه شوي وي، همدا راز بهېدونکې وینه، د خنزیر (خوک) غوښه او هغه ذبیحه چې د حلالولو پر مهال د غیر الله نوم پر یاد شوی وي، نو هر کله چې یو انسان دې شیانو ته محتاج شي په داسې حال کې چې هغه زیاتې کوونکی نه وي په دې کې بغیر د حاجت څخه، او یا له حد څخه تیریدونکی هم نه وي؛ نو پس په ده باندې بیا څه ګناه او سزا نشته، بېشکه الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه د هغه چا توبه قبلوي چې الله ته توبه وباسي، په هغوی باندی مهربانه دی، چې د هغه د مهربانۍ او رحمت څخه دا هم ده چې د ضرورت پر مهال یې ورته د دغو حرامو شیانو خوړل هم جایز کړي دي.
بېشکه هغه کسان چې پټه وي هغه څه چې الله تعالی رالیږلي چې هغه کتابونه دي او پټوي هغه څه چې دی کتابونو کې دي چې هغه حق دې او د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ دلیلونه دي، لکه یهودو او نصارو چې کول، او په دي پټولو سره دوي د دنیا لږه بدله اخلي چې یا مشری وي یا مرتبه وي او یا مال وي؛ دغه کسان نه اچوي په خپلو خیټو کې مګر هغه څه چې د دوې لپاره به په اور کې د سزا ورکولو سبب شي، او الله تعالی به د قیامت په ورځ د دوئ سره د خوښی خبری ونه کړي، بلکه د دوۍ د خفګان خبري به ورسره وکړي، او نه به دوۍ د ګناهونو او د کفر نه پاک کړي او نه به د دوۍ ستاینه وکړي، او د دوۍ لپاره به دردناک عذاب وي.
د علم او هدایت د پټولو دا سزا ځکه ده چې الله تعالی آسمانی کتابونه په حق سره نازل کړي دي او دا نازلیدل د الله له طرفه دا تقاضا کوي چې دا کتابونه خلکو ته بیان شي او پټ نه شي او هغه کسان چې په آسماني کتابونو کې یې اختلاف کړی دی، پر ځینو یې ایمان راوړی او بعضی نور یې پټ کړي دي خامخا د حق نه لرې دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أكثر ضلال الخلق بسبب تعطيل العقل، ومتابعة من سبقهم في ضلالهم، وتقليدهم بغير وعي.
د اکثرو خلکو د ګمراهي سبب د عقل نه کار نه اخیستل دي او د هغه چا تابعدارې کول دي چې له دوی څخه په ګمراهۍ کې مخکې وو او د هغوی تقلید کول او هره خبره یې له دلیل څخه پرته منل.
• عدم انتفاع المرء بما وهبه الله من نعمة العقل والسمع والبصر، يجعله مثل من فقد هذه النعم.
انسان چې الله تعالی ورته د عقل، اوریدلو او لیدلو کوم نعمتونه ورکړي او هغه ترې ګټه نه اخلي، د هغه چا په شان دي چې دغه نعمتونه ترې ورک شوي وي.
• من أشد الناس عقوبة يوم القيامة من يكتم العلم الذي أنزله الله، والهدى الذي جاءت به رسله تعالى.
د قیامت په ورځ به د هغه چا سخته سزا وي چې د الله تعالی نازل کړل شوی علم او د پیغمبرانو د هدایت خبرې یې پټې کړي وي.
• من نعمة الله تعالى على عباده المؤمنين أن جعل المحرمات قليلة محدودة، وأما المباحات فكثيرة غير محدودة.
پر مومنانو د الله تعالی له نعمتونو څخه دا ده، چې محرمات یې په شمار لږ ګرځولي دي، ولې مباحات یې ډېر او بې شمېره ګرځولي دي.