Check out the new design

ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය * - පරිවර්තන පටුන


අර්ථ කථනය පරිච්ඡේදය: යාසීන්   වාක්‍යය:

یس

සූරාවෙහි අරමුණු:
إثبات الرسالة والبعث ودلائلهما.
د رسالت او بېرته را ژوندي کېدو اثبات او د هغو دواړو دليلونه.

یٰسٓ ۟ۚ
يس: دې ته ورته تورو په اړه د البقرې سورت په پیل کې خبره شوې ده.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَالْقُرْاٰنِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ
الله پر هغه قرآن لوړه کوي چې آیتونه يې مضبوط کړل شوي دي، او هغه چې نه له مخې او نه له شا باطل ورته راتلای شي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! له شک پرته ته له هغو رسولانو يې چې الله خپلوبندګانو ته لېږلي دي، تر څو يوازې د هغه د يووالي او عبادت امر ورته وکړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ؕ
او په نېغه لار او سم شريعت يې او دغه نېغه لار او سم شريعت ستا د هغه پالونکي له لوري نازل کړل شوی چې داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر خپلو مؤمنو بندګانو يې ډېر مهربان دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
تَنْزِیْلَ الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
او په نېغه لار او سم شريعت يې او دغه نېغه لار او سم شريعت ستا د هغه پالونکي له لوري نازل کړل شوی چې داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر خپلو مؤمنو بندګانو يې ډېر مهربان دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اُنْذِرَ اٰبَآؤُهُمْ فَهُمْ غٰفِلُوْنَ ۟
دا مو تاته نازل کړلو ترڅو هغه قوم وډار کړې او ويې وېروې چې هغوی داسې عرب دي چې کوم رسول نه دی ورته راغلی چې ويې وېروي، نو هغوی له ايمان او د الله له يووالي څخه بې خبره دي، همدا حالت دی د هر امت چې له هغوی وېرول قطع شوي دي، له رسولانو هغه چاته دي چې وېروي يې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلٰۤی اَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او له شک پرته پر ډېری دغو خلکو د الله له لوري عذاب رېښتيا شو، وروسته تردې چې هغوی ته د الله له لوري د خپل رسول په ژبه يې حق ورسېدلو، نو هغوی ايمان پرې را نه وړ، او پر خپل کفر پاتې شول، چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول ايمان نه راوړي او نه پر هغه حق پوهيږي چې ورته راغلی دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّا جَعَلْنَا فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ اَغْلٰلًا فَهِیَ اِلَی الْاَذْقَانِ فَهُمْ مُّقْمَحُوْنَ ۟
هغوی په دې کې د هغه چا غوندې دي چې په غاړو کې يې ځنځيرونه ور اچول شوي وي، او لاسونه يې له غاړو سره تر زنو لاندې يوځای کړل شوي وي، نو د آسمان خوا ته د خپلو سرونو پورته کولو ته اړشوي وي، چې د ټيټولو توان يې نه لري، نو دغه پر الله له ايمان څخه تړل شوي دي چې پر هغه باور نه لري او د هغه لپاره سرونه نه شي ټيټولی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَجَعَلْنَا مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ سَدًّا وَّمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَاَغْشَیْنٰهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟
او د هغوی د مخې لوري مو د حق په وړاندې خنډ جوړ کړی او له شا يې هم خنډ دی، او سترګې مو يې له حق څخه ورپټې کړې دي، نو داسې ليدل نه شي کولای چې ګټه ترې پورته کړای شي، هغوی لره دا وروسته تر هغه حاصل شول چې د هغوی ضد او پر کفر يې ټينګار څرګند شو.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَسَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
د دغو حق سره ضد کوونکو کافرانو لپاره برابره ده ای محمده! که يې ووېروې او يا يې و نه وېروې، هغوی پر هغه څه ايمان نه راوړي چې د الله له لوري ورسره راغلی يې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ ۚ— فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَّاَجْرٍ كَرِیْمٍ ۟
بېشکه څوک چې په حقه ستا له وېرولو ګټه پورته کوي هغه څوک دي چې دغه قرآن رېښتينی بولي او په هغو کې چې څه دي د هغو پيروي کوي او په پټه له خپل پالونکي ډاريږي، داسې چې بل څوک يې نه ويني، نو څوک چې دغه صفتونه لري هغو ته د هغه څه خبر ورکړه چې خوشحالوي يې چې هغه د الله د لوري د ګناهونو له مینځه وړل دي،او د هغه د ګناهونو بښنه او داسې لوی ثواب دی چې په آخرت کې به يې انتظار کوي چې هغه جنت ته ننوتل دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّا نَحْنُ نُحْیِ الْمَوْتٰی وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوْا وَاٰثَارَهُمْ ؔؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ فِیْۤ اِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟۠
له شک پرته موږ مړي را ژوندي کوو د قيامت په ورځ د حساب لپاره د هغوی په بېرته را پاڅولو سره، او ليکو د هغوی هغه نېک او بد عملونه چې د دنيا په ژوند کې يې مخکې لېږلي دي او د هغوی له مرګ وروسته هغوی لره هغه پاتې اغېز يې ليکو، هغه که نېک وي لکه صدقه جاریه، او يا بد وي لکه کفر، او موږ هر څه په څرګند کتاب کې شمېرلي دي چې هغه لوح محفوظ دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• العناد مانع من الهداية إلى الحق.
ضد د حق لوري ته له لارښوونې څخه منع کوونکی دی.

• العمل بالقرآن وخشية الله من أسباب دخول الجنة.
پر قرآن عمل کول او له الله وېره جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• فضل الولد الصالح والصدقة الجارية وما شابههما على العبد المؤمن.
د نېک اولاد، جاري صدقې او دېته ورته شيانو فضيلت د مؤمن بنده لپاره.

 
අර්ථ කථනය පරිච්ඡේදය: යාසීන්
සූරා පටුන පිටු අංක
 
ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය - පරිවර්තන පටුන

අල්කුර්ආන් අධ්‍යයන සඳහා වූ තෆ්සීර් මධ්‍යස්ථානය විසින් නිකුත් කරන ලදී.

වසන්න