Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Ajeti: (19) Surja: Suretu En Nahl
وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟
او الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې پټوئ يې -ای بندګانو- ستاسو د عملونو څخه، او پوهیږي په هغو چې تاسو يې ښکاره کوئ د دې نه، هیڅ شی په هغه باندې د دې نه پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به پرې تاسې لره بدلې درکوي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• في الآيات من أصناف نعم الله على العباد شيء عظيم، مجمل ومفصل، يدعو الله به العباد إلى القيام بشكره وذكره ودعائه.
په دې ایتونو کې د الله تعالی د مختلفو نعمتونو څخه په بندګانو باندې ډیر لوی شی دی، په مختصر او تفصیلي ډول، الله تعالی په دې بیان سره بندګان خپل شکر ادا کولو او خپل ذکر او دعا طرف ته رابلي.

• طبيعة الإنسان الظلم والتجرُّؤ على المعاصي والتقصير في حقوق ربه، كَفَّار لنعم الله، لا يشكرها ولا يعترف بها إلا من هداه الله.
د انسان طبیعت ظلم کول او په ګناه باندې جرات کول او د خپل رب په حقونو کې کوتاهي کول دي، ناشکري کوونکی دی د الله تعالی په نعمتونو، نه يې شکر ادا کوي او نه پرې اعتراف کوي مګر هغه څوک چې الله تعالی ورته هدایت کړی وي.

• مساواة المُضِلِّ للضال في جريمة الضلال؛ إذ لولا إضلاله إياه لاهتدى بنظره أو بسؤال الناصحين.
د ګمراه شوو خلکو برابروالی د ګمراه کوونکو سره د ګمراهۍ په جرم کې؛ ځکه که دې دا نه وي ګمراه کړی نو دا به یا په خپل سوچ او فکر سره په هدایت شوی وی، او یا د خیرخواهانو نه په پوښتنې کولو سره.

• أَخْذ الله للمجرمين فجأة أشد نكاية؛ لما يصحبه من الرعب الشديد، بخلاف الشيء الوارد تدريجيًّا.
د الله تعالی رانیول مجرمینو لره په ناڅاپي ډول ډیر سخت عذاب دی؛ د هغې سختې ویرې د وجې نه چې د دې سره وي، په خلاف د هغه شي چې په قلار قلار سره راځي.

 
Përkthimi i kuptimeve Ajeti: (19) Surja: Suretu En Nahl
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Përmbajtja e përkthimeve

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Mbyll