Përkthimi i Kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi Tefsir el-Kuran el-Kerim - Përkthimi në Gjuhën Pashtu

Numri i faqes: 519:518 close

external-link copy
36 : 50

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟

وما أكثر الأمم التي أهلكناها قبل هؤلاء المشركين المكذبين من أهل مكة، كانوا أشد منهم قوة، ففتشوا في البلاد لعلهم يجدون مهربًا من العذاب فلم يجدوه.
او ډېری هغه امتونه چې د مکې له درواغ ګڼونکو مشرکانو څخه مخکې مو تباه کړل هغوی د مکې له مشرکانو ځواکمن وو، خو بيا هم په خپلو ښارونو کې په دې خبره ناکام شول چې کېدای شي د الله له عذابه کومه د تېښتې لاره ومومي، خو ويې نه موندله.
info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 50

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟

إن في ذلك المذكور من إهلاك الأمم السابقة لتذكيرًا وموعظة لمن كان له قلب يعقل به، أو أنصت بسمعه حاضر القلب، غير غافل.
پرته له شکه په دغه ياد شوي د پخوانيو امتونو په تباهۍ کې نصيحت او پند دی د هغه چا لپاره چې داسې زړه لري چې پرې پوهيږي، يا په حاضر زړه غوږ نيسي، بې پروا نه وي. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟

ولقد خلقنا السماوات، وخلقنا الأرض، وما بين السماوات والأرض؛ في ستة أيام مع قدرتنا على خلقها في لحظة، وما أصابنا من تعب كما تقول اليهود.
او پرته له شکه موږ آسمانونه پيداکړل، ځمکه مو پيداکړه، او هغه څه چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، دا مو په شپږو ورځو کې پيداکړل سره له دې چې موږ يې په يوه لحظه کې د پيداکولو توان لرلو، او موږ ته کومه ستړيا ونه رسېده لکه څنګه چې يهود وايي. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 50

فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ

فاصبر - أيها الرسول - على ما يقوله اليهود وغيرهم، وصلّ لربك حامدًا إياه صلاة الفجر قبل طلوع الشمس، وصلّ العصر قبل غروبها.
ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې يهود او نور خلک يې وايي، او خپل پالونکي لره دې لمونځ کوه د لمر له ختو مخکې د سهار په لمانځه کې د هغه ستاينه کوونکی اوسه او له لمر لوېدو مخکې د مازديګر لمونځ کوه. info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 50

وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟

ومن الليل فصلّ له، وسبِّحه بعد الصلوات.
او د شپې په يوه برخه کې هغه لره لمونځ کوه، او له لمونځونو وروسته د هغه پاکي بيانوه. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 50

وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ

واستمع - أيها الرسول - يوم ينادي المَلَك الموكل بالنفخ في الصُّور النفخة الثانية، من مكان قريب.
او ای رسوله! غوږ ونيسه په کومه ورځ چې له نېږدې ځايه په شپېلۍ کې د دويم ځل لپاره ګومارل شوې پرېښته آواز وکړي. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 50

یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟

يوم يسمع الخلائق صيحة البعث بالحق الذي لا مِرْية فيه، ذلك اليوم الذي يسمعونها فيه هو يوم خروج الأموات من قبورهم للحساب والجزاء.
په کومه ورځ چې ټول خلک په حق سره د داسې بېرته را پورته کېدو چېغه واوري چې هيڅ شک پکې نشته، دا هغه ورځ ده چې هغوی به يې پکې اوري چې هغه د مړيو له خپلو قبرونو څخه د راوتلو ورځ ده د حساب او بدلې لپاره. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 50

اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ

إنا نحن نحيي ونميت، لا محيي غيرنا ولا مميت، وإلينا وحدنا رجوع العباد يوم القيامة للحساب والجزاء.
پرته له شکه موږ ژوندي کول او مړه کول کوو، له موږ پرته نه ژوندی کوونکی شته او نه مړ کوونکی، او يوازې زموږ لوري ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره د بندګانو را ګرځېدل دي. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 50

یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟

يوم تتشقق عنهم الأرض فيخرجون مسرعين، ذلك حشر علينا سهل.
په کومه ورځ چې له هغوی ځمکه وچوي، نو هغوی په منډه منډه راووځي، دغه بيا را پاڅول پر موږ آسانه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 50

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠

نحن أعلم بما يقوله هؤلاء المكذبون، وما أنت - أيها الرسول - بمُسَلَّط عليهم فتجبرهم على الإيمان، وإنما أنت مبلغ ما أمرك الله بتبليغه، فذكّر بالقرآن من يخاف وعيدي للكافرين والعصاة؛ لأن الخائف هو الذي يتعظ، ويتذكر إذا ذُكّر.
موږ په هغه څه ښه پوهېږو چې دغه درواغ ګڼونکي يې وايي، او ای رسوله! ته پر هغوی مسلط نه يې چې پر ايمان يې مجبور کړې، ته يوازې د هغه څه رسوونکی يې چې الله يې د رسولو امر درته کړی دی، نو په قرآن هغه چاته يادونه کوه - چې وېرېږي - زما د هغه ګواښ چې د کافرانو او ګناهکارانو لپاره دی، ځکه وېرېدونکی هغه څوک دی چې پند اخلي او نصيحت حاصلوي کله چې نصحيت ورته وشي. info
التفاسير: |
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• الاعتبار بوقائع التاريخ من شأن ذوي القلوب الواعية.
د تاريخ له پېښو پند اخېستل د بيدارو زړونو د څښتنانو شان دی. info

• خلق الله الكون في ستة أيام لِحِكَم يعلمها الله، لعل منها بيان سُنَّة التدرج.
الله ټول کائنات د ځينو حکمتونو له مخې په شپږو ورځو کې پيداکړل چې هغه پرې پوهيږي، کېدای شي يو له هغو دا وي چې کار په تدرج او سوکه سوکه ترسره شي. info

• سوء أدب اليهود في وصفهم الله تعالى بالتعب بعد خلقه السماوات والأرض، وهذا كفر بالله.
د یهودو بې ادبي چې الله تعالی یې د آسمانونو او ځمکې له پېدایښت وروسته په ستړیا موصوف کړ، او دا په الله کفر دی. info