Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Qāf   Ayah:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟
او ډېری هغه امتونه چې د مکې له درواغ ګڼونکو مشرکانو څخه مخکې مو تباه کړل هغوی د مکې له مشرکانو ځواکمن وو، خو بيا هم په خپلو ښارونو کې په دې خبره ناکام شول چې کېدای شي د الله له عذابه کومه د تېښتې لاره ومومي، خو ويې نه موندله.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟
پرته له شکه په دغه ياد شوي د پخوانيو امتونو په تباهۍ کې نصيحت او پند دی د هغه چا لپاره چې داسې زړه لري چې پرې پوهيږي، يا په حاضر زړه غوږ نيسي، بې پروا نه وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟
او پرته له شکه موږ آسمانونه پيداکړل، ځمکه مو پيداکړه، او هغه څه چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، دا مو په شپږو ورځو کې پيداکړل سره له دې چې موږ يې په يوه لحظه کې د پيداکولو توان لرلو، او موږ ته کومه ستړيا ونه رسېده لکه څنګه چې يهود وايي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ
ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې يهود او نور خلک يې وايي، او خپل پالونکي لره دې لمونځ کوه د لمر له ختو مخکې د سهار په لمانځه کې د هغه ستاينه کوونکی اوسه او له لمر لوېدو مخکې د مازديګر لمونځ کوه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟
او د شپې په يوه برخه کې هغه لره لمونځ کوه، او له لمونځونو وروسته د هغه پاکي بيانوه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ
او ای رسوله! غوږ ونيسه په کومه ورځ چې له نېږدې ځايه په شپېلۍ کې د دويم ځل لپاره ګومارل شوې پرېښته آواز وکړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟
په کومه ورځ چې ټول خلک په حق سره د داسې بېرته را پورته کېدو چېغه واوري چې هيڅ شک پکې نشته، دا هغه ورځ ده چې هغوی به يې پکې اوري چې هغه د مړيو له خپلو قبرونو څخه د راوتلو ورځ ده د حساب او بدلې لپاره.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ
پرته له شکه موږ ژوندي کول او مړه کول کوو، له موږ پرته نه ژوندی کوونکی شته او نه مړ کوونکی، او يوازې زموږ لوري ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره د بندګانو را ګرځېدل دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟
په کومه ورځ چې له هغوی ځمکه وچوي، نو هغوی په منډه منډه راووځي، دغه بيا را پاڅول پر موږ آسانه دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠
موږ په هغه څه ښه پوهېږو چې دغه درواغ ګڼونکي يې وايي، او ای رسوله! ته پر هغوی مسلط نه يې چې پر ايمان يې مجبور کړې، ته يوازې د هغه څه رسوونکی يې چې الله يې د رسولو امر درته کړی دی، نو په قرآن هغه چاته يادونه کوه - چې وېرېږي - زما د هغه ګواښ چې د کافرانو او ګناهکارانو لپاره دی، ځکه وېرېدونکی هغه څوک دی چې پند اخلي او نصيحت حاصلوي کله چې نصحيت ورته وشي.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• الاعتبار بوقائع التاريخ من شأن ذوي القلوب الواعية.
د تاريخ له پېښو پند اخېستل د بيدارو زړونو د څښتنانو شان دی.

• خلق الله الكون في ستة أيام لِحِكَم يعلمها الله، لعل منها بيان سُنَّة التدرج.
الله ټول کائنات د ځينو حکمتونو له مخې په شپږو ورځو کې پيداکړل چې هغه پرې پوهيږي، کېدای شي يو له هغو دا وي چې کار په تدرج او سوکه سوکه ترسره شي.

• سوء أدب اليهود في وصفهم الله تعالى بالتعب بعد خلقه السماوات والأرض، وهذا كفر بالله.
د یهودو بې ادبي چې الله تعالی یې د آسمانونو او ځمکې له پېدایښت وروسته په ستړیا موصوف کړ، او دا په الله کفر دی.

 
Translation of the meanings Surah: Qāf
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Translations’ Index

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

close