Check out the new design

పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం * - అనువాదాల విషయసూచిక


భావార్ధాల అనువాదం సూరహ్: సాద్   వచనం:
قَالَ فَالْحَقُّ ؗ— وَالْحَقَّ اَقُوْلُ ۟ۚ
الله تعالی وویل: حق زما لخوا دی، او زه حق وایم، له هغه پرته بل څه نه وایم.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَمِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
خامخا به د قیامت په ورځ له تا او په کفر کې ستا تابعداري کوونکو ټولو بني آدمو څخه دوزخ ډکوم.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِیْنَ ۟
ووایه -ای رسوله- دې مشرکانو ته: کومه خېرخواهي (نصیحت) چې تاسو ته رسوم نو بدله یې له تاسو نه غواړم، او نه زه له ځانه جوړونکی یم په راوړلو د زیاتوالي په هغه څه کې چې ما ته پرې امر شوی.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
قرآن مکلفو انسانانو او پېریانو ته له نصیحت کولو پرته بل څه نه دي.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَاَهٗ بَعْدَ حِیْنٍ ۟۠
او خامخا به د دې قرآن په خبر پوهه شئ، چې دا ریښتینی دی، په نږدې وخت کې کله چې مړه کېږئ.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• الداعي إلى الله يحتسب الأجر من عنده، لا يريد من الناس أجرًا على ما يدعوهم إليه من الحق.
الله ته بلنه ورکوونکی د هغه څخه د اجر هیله لري، د خلکو څخه په هغه حق چې دوی ته یې بلنه ورکوي کوم اجر نه غواړي.

• التكلّف ليس من الدِّين.
په دیني چارو کې ځان په تکلیف کې غورځول له دین څخه نه دي.

• التوسل إلى الله يكون بأسمائه وصفاته وبالإيمان وبالعمل الصالح لا غير.
الله ته وسیله نیول د هغه په نومونو او صفتونو او په ایمان او نېک عمل سره کېږي نه په بل څه.

 
భావార్ధాల అనువాదం సూరహ్: సాద్
సూరాల విషయసూచిక పేజీ నెంబరు
 
పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం - అనువాదాల విషయసూచిక

ఇది తఫ్సీర్ అధ్యయన కేంద్రం ద్వారా విడుదల చేయబడింది.

మూసివేయటం