Check out the new design

แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - แปลโดย เมาลาวี ญานบาซ ซัรฟาราซ * - สารบัญ​คำแปล


แปลความหมาย​ สูเราะฮ์: At-Tawbah   อายะฮ์:
كَیْفَ یَكُوْنُ لِلْمُشْرِكِیْنَ عَهْدٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَعِنْدَ رَسُوْلِهٖۤ اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ— فَمَا اسْتَقَامُوْا لَكُمْ فَاسْتَقِیْمُوْا لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
څرنګه کیدای شي چې د الله او د هغه د رسول له لورې دې له دغو مشرکانو سره وعده او تړون وي؟ پرته له هغو کسانو چې تاسې ورسره په مسجد الحرام کې تړون کړی نو تر څو چې هغوی له تاسې سره روغ چلیږي نو تاسې هم روغه معامله ورسره کوئ خکه چې الله پاک متقیان خوښوي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
كَیْفَ وَاِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ لَا یَرْقُبُوْا فِیْكُمْ اِلًّا وَّلَا ذِمَّةً ؕ— یُرْضُوْنَكُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ وَتَاْبٰی قُلُوْبُهُمْ ۚ— وَاَكْثَرُهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟ۚ
او څرنګه به د هغوی له پاره کومه وعده وي؟په داسې حال کې که هغوی پر تاسې برلاسي شي نو بیا د هیڅ ډول خپلوۍ،قسم،الله پاک او کوم تړون خیال نه ساتي په خولو خو تاسې خوشحالوي مګر زړونه یې انکار کوي او زیات یې فاسقان دي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اِشْتَرَوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغوی د الله د ایتونو په بدل کې ډیره لږه ګټه خپله کړه او د الله له لیارې نه یې خلک منع کړل بې شکه چې هغوی ډیر بد کارونه کوي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
لَا یَرْقُبُوْنَ فِیْ مُؤْمِنٍ اِلًّا وَّلَا ذِمَّةً ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُعْتَدُوْنَ ۟
د یو مؤمن په هکله هغوی ته د کومې خپلوۍ،قسم،الله او نه د کوم تړون خیال ساتي او همدغه خلک تیری کوونکي دي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
فَاِنْ تَابُوْا وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَاِخْوَانُكُمْ فِی الدِّیْنِ ؕ— وَنُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
نو بیا هم که توبه وباسي لمونځ وکړي او زکات ورکړي نو ستاسې دیني ورونه دي. مونږ خپل ایتونه پوهیدونکي قوم ته ښه بیانوو.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
وَاِنْ نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ مِّنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ فَقَاتِلُوْۤا اَىِٕمَّةَ الْكُفْرِ ۙ— اِنَّهُمْ لَاۤ اَیْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَنْتَهُوْنَ ۟
او که له تړون وروسته پر خپلو قسمونو ور وختل او ستاسې په دین یې عیبونه ولګول نو د کفر له مشرانو سره وجنګیږئ ځکه چې قسمونه او تړونونه د هغوی په وړاندې هیڅ ارزښت نه لري کیدای شي چې په دې توګه لاس واخلي.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
اَلَا تُقَاتِلُوْنَ قَوْمًا نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ وَهَمُّوْا بِاِخْرَاجِ الرَّسُوْلِ وَهُمْ بَدَءُوْكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ— اَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ— فَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشَوْهُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
له هغه قوم سره ولې نه جنګیږئ؟چې پر خپلو قسمونو ورختلي د رسول د ویستلو هڅه یې لا پخوا کړې او اوس هم لومړی والی هغوی کړی ایا تاسې ترې ډاریږئ؟نو که تاسې رښتینې مؤمنان یاست الله پاک ددې وړ دی چې باید تر هر چا ترې ډیر وډارشئ.
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
 
แปลความหมาย​ สูเราะฮ์: At-Tawbah
สารบัญสูเราะฮ์ หมายเลข​หน้า​
 
แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - แปลโดย เมาลาวี ญานบาซ ซัรฟาราซ - สารบัญ​คำแปล

แปลความหมายอัลกุรอานเป็นภาษาปาทาน โดยมุลลาวี จานบาซ ซาร์ฟราซ

ปิด