Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: At-Tawbah   Ayah:
فَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
تا دې په تعجب کې نه اچوي -ای پېغمبره- د منافقانو مالونه او اولادونه، او مه یې ډېر ښه بوله، ځکه چې د دوی د مالونو او اولادونو برخلیک ډېر بد دی، او الله تعالی به ترې دوی لپاره عذاب جوړ کړي په خوارۍ او ستړیا سره چې تر لاسه کوي یې، او په سبب د هغه څه چې نازلېږي کوم مصیبتونه پر دوی باندې، تر دې چې الله تعالی به د دوی روحونه د کفر په حالت کې وباسي، او په تل به د دوزخ په ښکته طبقه کې عذاب ورکول کېږي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ اِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ ؕ— وَمَا هُمْ مِّنْكُمْ وَلٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ یَّفْرَقُوْنَ ۟
او منافقان تاسو ته قسمونه خوري -ای مومنانو- په دروغو سره: چې له تاسو څخه دي، او دوی په داخل (باطن) کې له تاسو څخه نه دي، اګر که دوی له تاسو څخه ځانونه ښکاره کوي، بلکه دوی داسې یو قوم دی چې وېرېږي چې داسې څه پرې نازل نه شي کوم چې په مشرکانو نازل شوي چې وژل او غلامان ګرځول دي، نو دوی د وېرې له امله اسلام ښکاره کوي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
لَوْ یَجِدُوْنَ مَلْجَاً اَوْ مَغٰرٰتٍ اَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْا اِلَیْهِ وَهُمْ یَجْمَحُوْنَ ۟
که چېرې دا منافقان د پناه ځای پېدا کړي چې ځانونه پکې وساتي، او یا په غرونو کې څمڅې بیامومي چې په کې پټ شي، او یا داسې سوړې پېدا کړي چې پکې ننوځي نو هرومرو به دې ځایونو ته پناه یوسي، او په ډېره بېړه به ورننوځي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّلْمِزُكَ فِی الصَّدَقٰتِ ۚ— فَاِنْ اُعْطُوْا مِنْهَا رَضُوْا وَاِنْ لَّمْ یُعْطَوْا مِنْهَاۤ اِذَا هُمْ یَسْخَطُوْنَ ۟
له منافقانو څخه ځینې هغه دي چې تا تورنوي -ای پېغمبره- د صدقو په ویشلو کې، کله چې دوی ته هغه څه ونه رسي کوم چې دوی غواړي، نو که چېرې ته ورته هغه څه ورکړې چې دوی یې غواړي نو خوشاله شي، او که هغه څه ورنکړې چې دوی یې غواړي نو نا خوښي څرګندوي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَوْ اَنَّهُمْ رَضُوْا مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ ۙ— وَقَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ سَیُؤْتِیْنَا اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ وَرَسُوْلُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِلَی اللّٰهِ رٰغِبُوْنَ ۟۠
او که چېرې دا منافقان چې تا د صدقو په ویش باندې تورنوي په هغه څه راضي شي کوم چې الله تعالی دوی ته لازمي کړي دي او کوم چې دوی ته پېغمبر علیه السلام ورکړي دي، او داسي ووایي: الله تعالی زمونږ بس دی، زر دی چې الله تعالی به مونږ ته له خپل فضل څخه څه یې چې خوښه وي راکړي، او زر دی چې د هغه پېغمبر به هم مونږ ته د هغه څه څخه راکړي کوم چې ده ته الله تعالی ورکړي دي، مونږ یوازې الله تعالی ته رغبت کوونکي یو چې له خپل فضل څخه مونږ ته څه راکړي، نو که چېرې دوی دا کار کړی وی نو دا به ورته له دې ډېر غوره وی چې تا تورن کړي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْعٰمِلِیْنَ عَلَیْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوْبُهُمْ وَفِی الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِیْنَ وَفِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
بېشکه واجب زکات اړینه ده چې په فقیرانو مصرف شي، هغه حاجتمند چې مال ورسره وي د کسب او وظیفې څخه، خو هغه د دوی نه بس کېږي، او نه د دوی په حال کې څخه بدلون راولي، او هغه مسکینان چې نږدې وی چې هېڅ ونلري، او د دوی حال او خبرې له خلکو څخه پټې نه وي، او هغه کارمندان چې امام (حاکم) د زکات راټولولو لپاره ګومارلي وي، او هغه کافران چې په دې (زکات) ورکولو سره اسلام سره مینه پېدا کړي او مسلمانان شي، او یا کمزوري ایمان والاو ته چې ایمان یې پرې قوي شي، او یا هغه چاته چې له شر څخه یې په امن شي، او همدا راز غلامانو ته ورکول کېږي چې آزاد شي، او پوروړو ته چې د اسراف او ګناه له امله نه وي پوروړي شوي، که چېرې د پور پرې کولو وس ونلري، او (زکات) مصرفیږي د الله تعالی په لار کې د مجاهدینو چمتو والي لپاره، او هغه مسافرو لپاره چې خرچه (مصرف) ورسره خلاصه (ختمه) شوې وي، په دوي باندې د زکات مال یوازې د زکات مال مصرفول د الله تعالی لخوا فرض شوي دي، او الله تعالی د بندګانو په مصلحتونو ډېر ښه پوه دی، په خپل تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَمِنْهُمُ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ النَّبِیَّ وَیَقُوْلُوْنَ هُوَ اُذُنٌ ؕ— قُلْ اُذُنُ خَیْرٍ لَّكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَیُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ رَسُوْلَ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او ځېنې منافقان د الله تعالی پېغمبر په خبرو سره ځوروي، او کله چې د هغه صبر او حوصله وویني نو وایی: دا خو د هر چا خبره اوري او باور پرې کوي، او د حق او باطل تر منځ توپير نه کوي، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه پېغمبر له خیر پرته بل څه نه اوري، په الله تعالی باور لري، او په هغه څه باور لري چې ریښتیني مومنان ورته خبر ورکوي، او په همدوی لورینه کوي، ځکه د ده بعثت پر هغه چا لورینه ده چې ایمان یې پرې راوړی دی، او هغه کسان چې پېغمبر علیه السلام ځوروي په هر ډول ځورونې سره نو دوی لپاره دردناک عذاب دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• الأموال والأولاد قد تكون سببًا للعذاب في الدنيا، وقد تكون سببًا للعذاب في الآخرة، فليتعامل العبد معهما بما يرضي مولاه، فتتحقق بهما النجاة.
مالونه او اولادونه کله په دنیا کې د عذاب لامل ګرځي، او کله په آخرت کې د د عذاب لامل ګرځي، نو بنده باید د دې دواړو سره داسې تعامل وکړي چې خپل مولا پرې راضي کړي، نو پدې دواړو سره به یې ژغورنه ور په برخه شي.

• توزيع الزكاة موكول لاجتهاد ولاة الأمور يضعونها على حسب حاجة الأصناف وسعة الأموال.
د زکات ویشل د چارواکو اجتهاد ته سپارل شوي دي، د ډلو د اړتیا او د مال د پراختیا پر بنسټ یې ویشي.

• إيذاء الرسول صلى الله عليه وسلم فيما يتعلق برسالته كفر، يترتب عليه العقاب الشديد.
د پېغمبر علیه السلام ځورونه په هغه څه کې چې د رسالت پورې اړه لري کفر دی، ډېر سخت عذاب پرې ټاکل کېږي.

• ينبغي للعبد أن يكون أُذن خير لا أُذن شر، يستمع ما فيه الصلاح والخير، ويُعرض ترفُّعًا وإباءً عن سماع الشر والفساد.
بنده ته مناسب دي چې د خیر اورېدونکی وي نه د شر، چې د جوړوالي او خیر خبرې پکې اوري، او د شر او ورانکاري له اورېدو څخه په لوړوالي او انکار سره مخ اړوي.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: At-Tawbah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara