Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: At-Tawbah   Ayah:
اِسْتَغْفِرْ لَهُمْ اَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ؕ— اِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِیْنَ مَرَّةً فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو د دومره زیاتوالي سره هم دوی د الله تعالی بخښنه نشي تر لاسه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او د هغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته د حق توفیق او وس نه ورکوي چې د ده د شریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُوْنَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلٰفَ رَسُوْلِ اللّٰهِ وَكَرِهُوْۤا اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَقَالُوْا لَا تَنْفِرُوْا فِی الْحَرِّ ؕ— قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ اَشَدُّ حَرًّا ؕ— لَوْ كَانُوْا یَفْقَهُوْنَ ۟
د تبوک د غزا څخه پاتې شوي منافقان په دې خوشاله شول چې د الله په لار کې د جهاد څخه کیناستل او د پېغمبر علیه السلام مخالفت یې وکړ، او بد یې وګڼل چې د الله په لار کې په مال او نفس باندې داسې جهاد وکړي لکه مومنان یې چې کوي، او خپلو منافقانو ورونو ته یې پداسې حال کې وویل چې د هغوی بندوونکي وو -له جنګ څخه-: تاسو په ګرمۍ کې مه ځئ؛ ځکه چې د تبوک غزا د ګرمۍ په موسم کې وه، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- د جهنم اور چې د منافقانو انتظار کوي له دې ګرمۍ چې دوی ترې تښتي ډېر سخت دی که چېرې پوهېږي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَلْیَضْحَكُوْا قَلِیْلًا وَّلْیَبْكُوْا كَثِیْرًا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
دا منافقان چې د جهاد څخه پاتې شوي دي ودې خاندي لږ د دنیا په فاني ژوند کې، او ډېر دې وژاړي د آخرت په پاتې ژوند؛ دا د هغه کار بدله ده چې کوم کفر ګناهونه او تېروتنې دوی په دنیا کې کول.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَاِنْ رَّجَعَكَ اللّٰهُ اِلٰی طَآىِٕفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَاْذَنُوْكَ لِلْخُرُوْجِ فَقُلْ لَّنْ تَخْرُجُوْا مَعِیَ اَبَدًا وَّلَنْ تُقَاتِلُوْا مَعِیَ عَدُوًّا ؕ— اِنَّكُمْ رَضِیْتُمْ بِالْقُعُوْدِ اَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوْا مَعَ الْخٰلِفِیْنَ ۟
ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی د منافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره د وتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو د تبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو د پاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَا تُصَلِّ عَلٰۤی اَحَدٍ مِّنْهُمْ مَّاتَ اَبَدًا وَّلَا تَقُمْ عَلٰی قَبْرِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَمَاتُوْا وَهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
ای پېغمبره! پر هېڅ منافق مړي باندې د (جنازې) لمونځ هېڅکله هم مه کوه، او مه د دوی په قبر باندې د بخښنې د دعا لپاره ودرېږه، ځکه چې دوی په الله تعالی او د هغه پر پېغمبر کافران شوي دي، او په داسې حال کې مړه شوي چې دوی د الله تعالی د اطاعت څخه سرغړونه کړې وه، او د چا چې داسې حال وي نو نه پرې (جنازه) کېږي او نه ورته دعا غوښتل کېږي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَاَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
ای پېغمبره! د دې منافقانو شتمنۍ او اولادونه دې تا په تعجب کې نه اچوي، بېشکه الله تعالی دوی ته د دنیا په ژوند کې د عذاب ورکولو اراده لري، په داسې ډول چې دوی د دنیا ټولې ستونزې ګالي، او په دنیا کې هر ډول غمیزه ورته رسي، او دا چې د دوی روحونه د کفر په حال کې د دوی د جسدونو څخه وځي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ اَنْ اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَجَاهِدُوْا مَعَ رَسُوْلِهِ اسْتَاْذَنَكَ اُولُوا الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوْا ذَرْنَا نَكُنْ مَّعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟
او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی د ایمان راوړلو او د هغه په لاره کې د جهاد کولو امر په کې شوی وي نو د دوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې د عذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• الكافر لا ينفعه الاستغفار ولا العمل ما دام كافرًا.
کافر چې تر څو کافر وي نو هېڅ استغفار (بخښنه) او نه عمل کول ورته ګټه رسوي.

• الآيات تدل على قصر نظر الإنسان، فهو ينظر غالبًا إلى الحال والواقع الذي هو فيه، ولا ينظر إلى المستقبل وما يتَمَخَّض عنه من أحداث.
دا آیتونه د انسان پر لنډ فکر دلالت کوي، چې هغه زیاتره وخت هغه حالت او واقع ته ګوري چې پکې وي، او راتلونکي ته نه ګوري او نه هغې واقعاتو ته ګوري چې آینده راپورته کېږي.

• التهاون بالطاعة إذا حضر وقتها سبب لعقوبة الله وتثبيطه للعبد عن فعلها وفضلها.
د یو طاعت د وخت رارسېدلو پر مهال سستي او بې پروایي کول د الله تعالی د عذاب لامل ګرځي، او بنده د هغې د کولو او فضیلت ترلاسه کولو کې سستوي.

• في الآيات دليل على مشروعية الصلاة على المؤمنين، وزيارة قبورهم والدعاء لهم بعد موتهم، كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يفعل ذلك في المؤمنين.
په دې آیتونو کې پر مومنانو د لمونځ (جنازې) کولو مشروعیت ثابتېږي، او د دوی دقبرونو زیارت کول او دوی ته د مرګ څخه وروسته دعا غوښتل ثابتېږي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مومنانو کول.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: At-Tawbah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara