Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin * - Indise ng mga Salin

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah   Ayah:
كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تُحِبُّوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟۠
فرض کړی شوی دی پر تاسي باندې جنګ کول (له کفارو سره)، حال دا چې دغه (جنګ) بد ښکاري تاسي ته (ستاسي مزاج یې نه خوښوي) او کېدای شي چې بد ګڼئ تاسي یو شی، حال دا چې هغه تاسي ته ډېر غوره وي، او ښایي چې ښه وګڼئ تاسي یو شی حال دا چې هغه به ډیر بد وي تاسي ته او الله تعالی عالم دی (په خیر ستاسي) او تاسي (په خپل خیر) نه پوهیږئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِیْهِ ؕ— قُلْ قِتَالٌ فِیْهِ كَبِیْرٌ ؕ— وَصَدٌّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَكُفْرٌ بِهٖ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۗ— وَاِخْرَاجُ اَهْلِهٖ مِنْهُ اَكْبَرُ عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَالْفِتْنَةُ اَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ؕ— وَلَا یَزَالُوْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ حَتّٰی یَرُدُّوْكُمْ عَنْ دِیْنِكُمْ اِنِ اسْتَطَاعُوْا ؕ— وَمَنْ یَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَیَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
پوښتنه کوي له تا نه (اې محمده!) د حرام (عزت) میاشتې په اړه، له جنګ کولو په دې کې (چې روا دی که ناروا؟) ووایه (ته اې محمده!) چې جنګ کول په دې (میاشتو) کې (عمداً) لویه ګناه ده او منع کول له لارې (دین) د الله څخه او پر الله کفر کول او (منع کول له) مسجد حرام نه او ایستل د اهل د مسجد حرام له هغه څخه ډېره لویه (ګناه) ده په نزد د الله تعالی (له قتاله په اشهر الحرام کې). او فتنه (له دېن څخه د خلکو ایستل) ډیره لویه (ګناه) ده له جنګ څخه. او همیشه به وي دوی (کافران) چې جنګ به کوي له تاسي سره تر هغو پورې چې بیرته وګرځوي دوی تاسي له دین څخه ستاسي که يې لاس ورسېږي. او هر څوک چې وګرځي له تاسي څخه له خپل دین نه، پس مړ شي په داسې حال کې چې کافر وي، نو برباد دي (تیر) عملونه د دوی په دنیا او آخرت کې او دغه کسان خاوندان د اور (د دوزخ) دي. هم دوی به په دې (اور) کې تل وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ یَرْجُوْنَ رَحْمَتَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بېشکه هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هغه کسان چې هجرت يې کړی دی او جهاد يې کړی دی په لار د الله جل جلاله کې دغه کسان امید لري د رحمت (مهربانۍ) د الله او الله ښه بخښونکی، مهربان دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ ؕ— قُلْ فِیْهِمَاۤ اِثْمٌ كَبِیْرٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ ؗ— وَاِثْمُهُمَاۤ اَكْبَرُ مِنْ نَّفْعِهِمَا ؕ— وَیَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَا یُنْفِقُوْنَ ؕ۬— قُلِ الْعَفْوَؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَ ۟ۙ
دوی پوښتنه کوي له تا نه په باره د شرابو او جوارۍ (قمار) کې! ته ورته ووایه په دې دواړو کې لویه ګناه ده او (څه لږ) فایده هم پکې شته د خلکو لپاره، خو د دې دواړو ګناه له ګټې څخه ډېره زیاته (غټه) ده. او پوښتنه کوي دوی له تا څخه چې (د الله په لاره کې) څه شی مصرف کړو؟ ته ورته ووایه! هغه څه چې ستاسي له اړتيا نه زيات وي، په دې ډول الله تاسي ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چې کېدایشي فكر وكړئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin - Indise ng mga Salin

Isinalin ito ng isang pangkat ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin sa pakikipagtulungan ng Samahan ng Da‘wah sa Rabwah at Samahan ng Paglilingkod sa Nilalamang Islāmiko sa mga Wika.

Isara