Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Mā’idah   Ayah:
اُحِلَّ لَكُمْ صَیْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهٗ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّیَّارَةِ ۚ— وَحُرِّمَ عَلَیْكُمْ صَیْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
د دریاب ښکار او تر لاسه شوی خوراک یې تاسو ته حلال شوی دی تاسو پخپله ترې ګټه اخیستلای شئ او نور مسافر هم او د وچې ښکار تر څو چې تاسي په احرام کې یاست درباندې حرام دي له هغه الله څخه وډارشئ چې یوازې هغه ته به تاسې ورټول کړای شئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
جَعَلَ اللّٰهُ الْكَعْبَةَ الْبَیْتَ الْحَرَامَ قِیٰمًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْیَ وَالْقَلَآىِٕدَ ؕ— ذٰلِكَ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله پاک د ویاړ ډکه خونه کعبه شریفه د خلکو د ژوند سنبالښت وسیله ګرځولې، او هم یي د حج مبارکه میاشت نذرانه، او د قربانۍ لپاره پکې نښه شوي څاروي او دا ځکه چې تاسي پوه شئ چې الله پاک ته هغه ډیر ښه معلوم دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او الله پاک په هر څه ښه پوه دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ وَاَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ؕ
پوه شئ چې الله پاک په رښتیا سخت عذاب ورکوونکی او الله پاک په رښتیا بښونکی او مهربان دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
مَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا تَكْتُمُوْنَ ۟
رسول پرته له رسونې بله هیڅ دنده نه لري او الله پاک ته هغه څه ښه معلوم دي چې تاسي يې ښکاره کوئ او یا یې پټوئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قُلْ لَّا یَسْتَوِی الْخَبِیْثُ وَالطَّیِّبُ وَلَوْ اَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِیْثِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟۠
(ای محمده!) ووایه چې نا پاک او پاک سره برابر نه دي که څه هم د ناپاکو ډير والی تا تر اغیزې لاندې راولي نو ای د عقل څښتنانو له الله نه وډار شئ تر څو مو خلاصون په برخه شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَسْـَٔلُوْا عَنْ اَشْیَآءَ اِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ ۚ— وَاِنْ تَسْـَٔلُوْا عَنْهَا حِیْنَ یُنَزَّلُ الْقُرْاٰنُ تُبْدَ لَكُمْ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَنْهَا ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! د هغو څیزونو په هکله پوښتنې مه کوئ چې که درته څرګند شي نو تاسې ته به ناوړه وي او که تاسې یې د قران د نزول په وخت پوښتنه وکړئ نو درته به څرګنده شي الله پاک د تیرو بښنه کړي ده او الله پاک ډیر بښونکی او د زغم څښتن دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَدْ سَاَلَهَا قَوْمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ثُمَّ اَصْبَحُوْا بِهَا كٰفِرِیْنَ ۟
له تاسې نه وړاندې هم یو قوم د نامعلومو خبرو پوښتنه کړې وه بیا پخپله پرې کافران شول.
Ang mga Tafsir na Arabe:
مَا جَعَلَ اللّٰهُ مِنْ بَحِیْرَةٍ وَّلَا سَآىِٕبَةٍ وَّلَا وَصِیْلَةٍ وَّلَا حَامٍ ۙ— وَّلٰكِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَاَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟
الله پاک کوم څاروی بحیره[۱] سائبه[۲] وصیله[۳] او حام[۴] نه دی ګڼلي خو دا کافران دي چې پر الله درواغ تړي او د هغوی ډیر خلک عقل په کار نه اچوي.
[۱] هغه څاروی وو چې شیدې يې خالص د بتانو په نوم وي او بل چا نه شوی خوړلی.
[۲] هغه اوښه چې د بتانو په نوم وه او څه یې پرې نه بارول.
[۳] هغه اوښه وه چې په پرله پسې توګه به یې جوګۍ زیږول او په مینځ کې به یې نر بچي نه ؤ زیږولي.
[۴] هغه نر اوښ وه چې په معین شمیر او شوبه ختلی و بیا به د بوتانو په نوم ( څلور واړه له کابلې تفسیر څخه دي)
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Mā’idah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara