Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Munāfiqūn   Ayah:

منافقون

اِذَا جَآءَكَ الْمُنٰفِقُوْنَ قَالُوْا نَشْهَدُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُ اللّٰهِ ۘ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَكٰذِبُوْنَ ۟ۚ
کله چې منافقان تاته راځي نو وایې:مونږ شاهدي ورکوو چې بې له شکه ته د الله استازی یې. هو! الله پوهیږي چې ته هرو،مرو د هغه استازی یې.خو الله شاهدي وايې چې منافقین درواغجن دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
خپل قسمونه یي د ځان لپاره دال ګرځولي دي.نو مسلمانانو پرې د الله له لارې نه منع کوي.بې شکه چې کړنې یې خورا بدي دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا فَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
دا ځکه چې یو ځل یې ایمان ښکاره کړ بیا کافران شول نوپه زړونو یې مهر ولګول شو او په هیڅ نه پوهیږي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذَا رَاَیْتَهُمْ تُعْجِبُكَ اَجْسَامُهُمْ ؕ— وَاِنْ یَّقُوْلُوْا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ؕ— كَاَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ ؕ— یَحْسَبُوْنَ كُلَّ صَیْحَةٍ عَلَیْهِمْ ؕ— هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ؕ— قَاتَلَهُمُ اللّٰهُ ؗ— اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
او چې ویې وینې نو تنې به یې ډیرې په زړه پورې درته ښکاره شي.او چې وغږیږي نو ته به یې خبرو ته غوږ ونیسې.خو په حقیقت کې دیوال ته تکیه کړو شوو لرګیو په شان دي.هر لوړ غږ د ځان پر خلاف ګڼي. همدوی رښتیني دښمنان دي.ځان ترې وژغورئ.الله دې دوی هلاک کړي ولې له حق نه ګرځول کیږي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Munāfiqūn
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Mawlawīy Janbaz Sarfaraz

Isara