Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: At-Tahrīm   Ayah:

تحریم

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَاۤ اَحَلَّ اللّٰهُ لَكَ ۚ— تَبْتَغِیْ مَرْضَاتَ اَزْوَاجِكَ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ای پیغمبره!هغه شی ولې حراموي چې الله درته حلال کړی دی؟[۲۱]ایا د خپلو میرمنو خوښي غواړي؟او الله ښه بښونکی او د رحم څښتن دی.
[۲۱] ـ مفسیرین وایې:دا ایتونه هغه وخت نازل شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د شاتو نه خوړلو سوګند یې وکړ چې (ماریة القبطیة)وینځې ته به نه نژدې کیږي(تفسیر البیضاوی).
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَدْ فَرَضَ اللّٰهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ اَیْمَانِكُمْ ۚ— وَاللّٰهُ مَوْلٰىكُمْ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
په یقین چې الله پاک تاسې ته له قسمونو څخه د خلاصون لار ټاکلې ده.او الله ستاسې مرستندوی.او په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذْ اَسَرَّ النَّبِیُّ اِلٰی بَعْضِ اَزْوَاجِهٖ حَدِیْثًا ۚ— فَلَمَّا نَبَّاَتْ بِهٖ وَاَظْهَرَهُ اللّٰهُ عَلَیْهِ عَرَّفَ بَعْضَهٗ وَاَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ ۚ— فَلَمَّا نَبَّاَهَا بِهٖ قَالَتْ مَنْ اَنْۢبَاَكَ هٰذَا ؕ— قَالَ نَبَّاَنِیَ الْعَلِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟
او کله چې پیغمبر خپلې یوې میرمنې[۲۲]ته پته خبره وکړه نو هغې بله[۲۳]پرې خبره کړه.او الله پاک پیغمبر ته دا حال ښکاره کړ پیغمبر څه راز همدې میرمنې ته ښکاره کړ او له ځینو څخه تیر شو.نو چې همدا میرمن یې د راز له لوځولو څخه خبره کړه هغې وویل ته چا له دي څخه خبر کړې؟پیغمبر ورته وویل:ماته هغه ذات خبر راکړی چې په هر څه پوهیږي او له هر څه نه خبر دی.
[۲۲] ـ بي بي حفصه رضي الله عنها.
[۲۳] ـ بي بي عائشه رضي الله عنها.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنْ تَتُوْبَاۤ اِلَی اللّٰهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوْبُكُمَا ۚ— وَاِنْ تَظٰهَرَا عَلَیْهِ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ مَوْلٰىهُ وَجِبْرِیْلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۚ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ بَعْدَ ذٰلِكَ ظَهِیْرٌ ۟
تاسې دواړه[۲۴]الله ته توبه وباسئ ځکه چې ستاسو دواړو زړونه کاږه شوي دي.او که تاسې دواړه د پیغمبر پر خلاف لاسونه سره ور کړې نو پوه شئ چې الله يي سرپرست او بادار دی.او له هغه وروسته يي جبرئیل،نیک مؤمنان او ملایکې ملاتړې او کومک کوونکي دي.
[۲۴] ـ حفصه او عائشه رضي الله عنها.
Ang mga Tafsir na Arabe:
عَسٰی رَبُّهٗۤ اِنْ طَلَّقَكُنَّ اَنْ یُّبْدِلَهٗۤ اَزْوَاجًا خَیْرًا مِّنْكُنَّ مُسْلِمٰتٍ مُّؤْمِنٰتٍ قٰنِتٰتٍ تٰٓىِٕبٰتٍ عٰبِدٰتٍ سٰٓىِٕحٰتٍ ثَیِّبٰتٍ وَّاَبْكَارًا ۟
که پیغمبر تاسې طلاقې کړي نو لرې نه ده چې :الله پاک ستاسې پر ځای له تاسې نه غوره ښځې ورکړي.چې رښتیني،مسلمانې،ایماندارې،منوونکي،توبه ایستونکي،عبادت کوونکي،روژه نیوونکي کونډې او پیغلې به وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَاَهْلِیْكُمْ نَارًا وَّقُوْدُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَیْهَا مَلٰٓىِٕكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا یَعْصُوْنَ اللّٰهَ مَاۤ اَمَرَهُمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ ۟
ای مؤمنانو!خپل ځانونه او کورنۍ مو له هغه اور نه وژغورئ چې د سونګ مواد به یې انسانان او ډبرې وي سخت زړې او قوي هیکله ملایکې به پرې ولاړې وي.د الله د امر نه به هیڅ مخالفت نه کوي او یوازې هغه څه به کوی چې امر یې ورته وشي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَعْتَذِرُوا الْیَوْمَ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
ای کافرانو!نن عذرونه مه وړاندې کوئ.تاسې ته د هغو کړنو بدل در کول کیږي چې تاسې به دنیا کې کول.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: At-Tahrīm
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz - Indise ng mga Salin

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an sa wikang Pashto. Isinalin ito ni Moulvi Janbaz Sarfaraz.

Isara