Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ni Abu Zakaria * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Mā’idah   Ayah:
یَوْمَ یَجْمَعُ اللّٰهُ الرُّسُلَ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اُجِبْتُمْ ؕ— قَالُوْا لَا عِلْمَ لَنَا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟
5-109 هغه ورځ (یاده كړه) چې الله به رسولان راجمع كړي، نو (ورته) وايي به: تاسو ته څه جواب دركړى شوى و؟ هغوى به ووايي: مونږ ته هېڅ علم نشته، بېشكه هم ته پر غیبو ښه عالم يې
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِیْ عَلَیْكَ وَعَلٰی وَالِدَتِكَ ۘ— اِذْ اَیَّدْتُّكَ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ۫— تُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۚ— وَاِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ ۚ— وَاِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ بِاِذْنِیْ فَتَنْفُخُ فِیْهَا فَتَكُوْنُ طَیْرًا بِاِذْنِیْ وَتُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَالْاَبْرَصَ بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتٰی بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ كَفَفْتُ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَنْكَ اِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
5-110 كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یاد كړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به له خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب او حكمت او تورات او انجیل وښودل، او كله چې تا به زما په حكم سره له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان شكل جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تا به زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِذْ اَوْحَیْتُ اِلَی الْحَوَارِیّٖنَ اَنْ اٰمِنُوْا بِیْ وَبِرَسُوْلِیْ ۚ— قَالُوْۤا اٰمَنَّا وَاشْهَدْ بِاَنَّنَا مُسْلِمُوْنَ ۟
5-111 او كله چې مونږه حواریانو ته الهام وكړ چې پر ما او زما پر رسول ایمان راوړئ، هغوى وویل: مونږ ایمان راوړى دى او ته پر دې ګواه شه چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِذْ قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ هَلْ یَسْتَطِیْعُ رَبُّكَ اَنْ یُّنَزِّلَ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ ؕ— قَالَ اتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
5-112 كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ عیسٰی وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَالُوْا نُرِیْدُ اَنْ نَّاْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُنَا وَنَعْلَمَ اَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُوْنَ عَلَیْهَا مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
5-113 هغوى وویل: مونږ غواړو چې له هغه نه خوراك وكړو او زمونږ زړونه مطمئن شي او پوه شو چې تا مونږ ته رښتیا ویلي دي او مونږ به په هغه باندې له ګواهانو څخه شو
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Mā’idah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ni Abu Zakaria - Indise ng mga Salin

Isinalin ni Abu Zakaria Abdus Salam.

Isara