قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ فُصّلت   آیت:

فصلت

سورہ کے بعض مقاصد:
بيان حال المعرضين عن الله، وذكر عاقبتهم.
له الله څخه د مخ اړوونکو د حال بيان او د هغوی د پايلې يادونه

حٰمٓ ۟ۚ
د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو په اړه تفصيل تېر شو.
عربی تفاسیر:
تَنْزِیْلٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۚ
دغه قرآن د الله لخوا چې ډیر مهربان او همیشه مهربان دی نازل شوی.
عربی تفاسیر:
كِتٰبٌ فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟ۙ
داسې کتاب دی چې په بشپړه او پوره بيانولو سره يې آيتونه بېل بېل بيان شوي دي، او قرآن عربي ګرځول شوی د هغو خلکو لپاره چې پوهيږي، ځکه هغوی داسې خلک دي چې ددې د مقاصدو او د هغه څه چې حق ته رسول کوي ګټه پورته کوي.
عربی تفاسیر:
بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ۚ— فَاَعْرَضَ اَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟
مؤمنانو ته د هغې بشپړې بدلې زيری ورکوونکی دی چې الله د هغوی لپاره چمتو کړې ده، او له دردوونکي عذاب څخه د کافرانو وېروونکی دی، خو ډېری يې ترې مخ واړولو، نو هغوی پکې شته لارښوونه د منلو د اورېدو په ډول نه اوري.
عربی تفاسیر:
وَقَالُوْا قُلُوْبُنَا فِیْۤ اَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُوْنَاۤ اِلَیْهِ وَفِیْۤ اٰذَانِنَا وَقْرٌ وَّمِنْ بَیْنِنَا وَبَیْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ اِنَّنَا عٰمِلُوْنَ ۟
او هغوی وايي: زړونه مو په داسې پردو کې دي چې پر هغه څه نه پوهيږي چې ته مو وربولې، او په غوږونو کې مو کوڼوالی دی چې نه يې اوري، او زموږ او ستا ترمنځ داسې پرده ده چې کوم څه ته وايې هغه موږ ته نه رسيږي، نو ته په خپله لار عمل کوه، موږ په خپله لار عمل کوونکي يو او هيڅکله دې پيروي نه کوو.
عربی تفاسیر:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَاسْتَقِیْمُوْۤا اِلَیْهِ وَاسْتَغْفِرُوْهُ ؕ— وَوَیْلٌ لِّلْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! دغو ضد کوونکو ته ووايه: زه خو يوازې ستاسو غوندې بشر يم الله وحي راته کوي چې ستاسو په حقه معبود يو دی او هغه الله دی، نو هغه ته په رسېدونکې لار ولاړشئ او له هغه څخه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړئ، تباهي او عذاب د هغو مشرکانو لپاره دي چې له الله پرته د نورو شيانو عبادت کوي او يا له هغه سره بل څوک شريکوي.
عربی تفاسیر:
الَّذِیْنَ لَا یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
هغه کسان چې د خپلو مالونو زکات نه ورکوي، او پر آخرت او په هغو کې په شته تلپاتې نعمتونو او دردوونکي عذاب کافران دي.
عربی تفاسیر:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠
له شک پرته هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره تلپاتې ثواب دی چې نه ختمېدونکی دی او هغه جنت دی.
عربی تفاسیر:
قُلْ اَىِٕنَّكُمْ لَتَكْفُرُوْنَ بِالَّذِیْ خَلَقَ الْاَرْضَ فِیْ یَوْمَیْنِ وَتَجْعَلُوْنَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— ذٰلِكَ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
ای رسوله! د مشرکانو د غندلو په توګه ووايه: ولې تاسو له هغه الله څخه انکار کوئ چې ځمکه يې په دوو ورځو کې پيداکړه: د يک شنبې او دوشنبې په ورځ، او هغه لره داسې سيالان نيسئ چې له هغه پرته يې عبادت کوئ؟! دغه د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.
عربی تفاسیر:
وَجَعَلَ فِیْهَا رَوَاسِیَ مِنْ فَوْقِهَا وَبٰرَكَ فِیْهَا وَقَدَّرَ فِیْهَاۤ اَقْوَاتَهَا فِیْۤ اَرْبَعَةِ اَیَّامٍ ؕ— سَوَآءً لِّلسَّآىِٕلِیْنَ ۟
او په هغې کې يې د پاسه ثابت غرونه پيدا کړل چې ثابته يې کړي، ترڅو ونه خوځيږي او برکت يې پکې واچوی؛ نو هغه يې د اوسېدونکو لپاره تلپاتې خير والا وګرځوله او د خلکو او څارويو غلې دانې يې پکې اندازه کړې په څلورو ورځو کې چې د دوو مخکېنيو ورځو سې شنبې او چهارشنبې لپاره بشپړوونکې وې، برابره خبره ده د هغه چا لپاره چې غواړي په اړه یې پوښتنه وکړي.
عربی تفاسیر:
ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ وَهِیَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْاَرْضِ ائْتِیَا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا ؕ— قَالَتَاۤ اَتَیْنَا طَآىِٕعِیْنَ ۟
بيا هغه پاک ذات د آسمان پيداکولو هوډ وکړ، چې آسمان په دې وخت کې دود و، نو هغه او ځمکې لره يې وويل: زما امر ته په خوښه يا ناخوښه غاړه کېږدئ، تاسو دواړو لره له دغه څخه هيڅ چاره نشته، هغوی دواړو وويل: موږ پيروي کوونکي راغلي يو، نو ای زموږ پالونکيه ستا له ارادې پرته موږ لره هيڅ اراده نشته.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• تعطيل الكافرين لوسائل الهداية عندهم يعني بقاءهم على الكفر.
د کافرانو د لارښوونې له هغو لارو چارو کار نه اخېستل چې له هغوی سره وې يعني د هغوی پر کفر پاتې کېدل.

• بيان منزلة الزكاة، وأنها ركن من أركان الإسلام.
د زکات د مرتبې بيان او دا چې دا د اسلام له رکنونو څخه يو رکن دی.

• استسلام الكون لله وانقياده لأمره سبحانه بكل ما فيه.
الله لره د کايناتو تسليمېدل او په هرڅه کې د هغه پاک ذات امر ته يې غاړه اېښودل.

فَقَضٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوَاتٍ فِیْ یَوْمَیْنِ وَاَوْحٰی فِیْ كُلِّ سَمَآءٍ اَمْرَهَا وَزَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ ۖۗ— وَحِفْظًا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟
نو الله د آسمانونو جوړښت په دوو ورځو کې بشپړ کړ، د پنجشنبې او جمعې په ورځ کې، په همدې سره د آسمانونو او ځمکې پيدايښت په شپږو ورځو کې پای ته ورسېدلو، او الله په هر آسمان کې چې څه ټاکل اود کومې پيروۍ او عبادت امر يې چې کولو پکې وحي يې کړل، او د دنيا آسمان مو په ستورو ښايسته کړ، او آسمان مو د شيطانانو د غوږ نيونې پرې خوندي کړ، دغه ټول ياد شوي د هغه برلاسي تقدير دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر مخلوق يې ښه پوه دی.
عربی تفاسیر:
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَقُلْ اَنْذَرْتُكُمْ صٰعِقَةً مِّثْلَ صٰعِقَةِ عَادٍ وَّثَمُوْدَ ۟ؕ
ای رسوله! که چېرې دغو خلکو پر هغه څه له ايمان راوړلو مخ واړولو چې ته ورسره راغلی يې، نو بيا ورته ووايه: ما له هغه عذابه ووېرولئ چې پر تاسو راتلونکی دی، لکه کوم عذاب چې د هود پر قوم عاد او صالح پر قوم ثمود راغلی و کله چې هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل.
عربی تفاسیر:
اِذْ جَآءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— قَالُوْا لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً فَاِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
کله چې هغوی ته يې رسولان راغلل چې يو پر بل پسې يې يوه بلنه ورکوله، امر يې ورته کولو چې يوازې دیو الله عبادت وکړئ، له هغوی يې کافرانو وويل: که چېرې پالونکي مو موږ ته د پرېښتو نازلول د استازو په توګه غوښتلای نو را نازلې کړې به يې وای، بېشکه موږ پر هغه څه کافران يو چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست، ځکه تاسو زموږ غوندې انسانان ياست.
عربی تفاسیر:
فَاَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَقَالُوْا مَنْ اَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ؕ— اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَهُمْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ؕ— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟
نو د هود قوم عاديانو پر الله د کفر سربېره په ځمکه کې پرته له حقه لويي وکړه او پرخپلو شاوخوا خلکو يې ظلم وکړ، او په داسې حال چې پر خپل ځواک دوکه شوي وو ويې ويل: څوک له موږ زيات ځواکمن دي؟! د هغوی د ګمان سره سم تر هغوی زيات څوک ځواکمن نشته، نو الله پر هغوی رد وکړ: آيا دغه خلک نه پوهيږي او نه ويني چې الله تر هغوی زيات ځواکمن دی؟! په داسې حال کې چې هغوی د الله له هغو آيتونو انکار کولو چې هود عليه السلام ورسره راغلی و.
عربی تفاسیر:
فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْۤ اَیَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِیْقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَخْزٰی وَهُمْ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
نو پر هغوی مو داسې تیزه سيلۍ ورولېږله چې وېروونکی آواز يې لرلو، په داسې د بدبختيو په ورځو کې چې په هغو کې پر دوی عذاب و، تر څو هغوی ته د د نيا په ژوندانه کې د خوارۍ او سپکاوي عذاب ور وڅکو، او د آخرت هغه عذاب چې انتظار يې کوي د سپکاوي له پلوه ډېر زيات دی، او هغوی به له عذابه د ځانونو د خلاصېدو لپاره څوک ونه مومي.
عربی تفاسیر:
وَاَمَّا ثَمُوْدُ فَهَدَیْنٰهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمٰی عَلَی الْهُدٰی فَاَخَذَتْهُمْ صٰعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُوْنِ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ۚ
اوکوم چې ثموديان د صالح قوم دی؛ نو هغوی ته مو لارښوونه وکړه، ورته د حق لارې په ښکارولو سره، خو هغوی لار ورکۍ ته د حق لوري په لارښوونه لومړيتوب ورکړ، نو د سپکوونکي عذاب چېغې هغوی تباه کړل د هغه کفر او ګناهونو له امله چې هغوی ترسره کول.
عربی تفاسیر:
وَنَجَّیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟۠
او هغه کسان مو وژغورل چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وو، او د الله د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېرېدل، له هغه عذابه مو وژغورل چې پر قوم يې راغی.
عربی تفاسیر:
وَیَوْمَ یُحْشَرُ اَعْدَآءُ اللّٰهِ اِلَی النَّارِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
او هغه ورځ په ياد کړئ چې الله به خپل دښمنان اور ته ورغونډوي، زبانيه پرېښتې به له هغوی لومړني وروستنيو ته ورولي، له اوره به تېښته نه شي کولای.
عربی تفاسیر:
حَتّٰۤی اِذَا مَا جَآءُوْهَا شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ وَاَبْصَارُهُمْ وَجُلُوْدُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
آن تردې چې دوی هغه اورته راشي چې ور ټېل وهل شوي به وي، او له هغه څه انکار وکړي چې په دنيا کې يې کول، نو غوږونه، سترګې او پوستکي به يې د هغوی پر خلاف د هغه کفر او ګناهونو شاهدي ورکړي چې په دنيا کې يې کول.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• الإعراض عن الحق سبب المهالك في الدنيا والآخرة.
له حق څخه مخ اړول په دنيا او آخرت کې د تباهيو لامل دی.

• التكبر والاغترار بالقوة مانعان من الإذعان للحق.
پر ځواک دوکه کیدل او کبر دواړه د حق له منلو څخه مانع دي.

• الكفار يُجْمَع لهم بين عذاب الدنيا وعذاب الآخرة.
د کافرانو لپاره به د دنيا او آخرت عذاب يوځای کړل شي.

• شهادة الجوارح يوم القيامة على أصحابها.
د غړو د خپلو څښتنانو پر خلاف شاهدي ورکول.

وَقَالُوْا لِجُلُوْدِهِمْ لِمَ شَهِدْتُّمْ عَلَیْنَا ؕ— قَالُوْۤا اَنْطَقَنَا اللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْطَقَ كُلَّ شَیْءٍ وَّهُوَ خَلَقَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او کافران به خپلو پوستکو ته ووايي: ولې مو زموږ پر خلاف د هغه څه شاهدي وويله چې موږ په دنيا کې کول؟! پوستکي به خپلو څښتنانو ته په ځواب ورکولو ووايي: هغه الله وغږولو چې هرڅه يې غږولي دي، او هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست کله چې په دنيا کې واست، او په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ.
عربی تفاسیر:
وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَتِرُوْنَ اَنْ یَّشْهَدَ عَلَیْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُوْدُكُمْ وَلٰكِنْ ظَنَنْتُمْ اَنَّ اللّٰهَ لَا یَعْلَمُ كَثِیْرًا مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
او تاسو په خپله نه پټول کله مو چې ګناهونه کول، تردې چې بيا مو غوږونو، سترګو او پوستکو ستاسو پر خلاف شاهدي نه ورکولای، ځکه تاسو له مرګ وروسته پر حساب، سزا او ثواب باور نه لرلو، خو تاسو ګومان کولو چې الله پاک پر ډېری هغه څه نه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، بلکې له هغه پټيږي، نو په دوکه کې شوئ.
عربی تفاسیر:
وَذٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِیْ ظَنَنْتُمْ بِرَبِّكُمْ اَرْدٰىكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
دا ستاسو هغه بد ګومان و چې پر خپل پالونکي مو کړی و چې تباه يې کړئ، نو د دغه له امله له داسې تاوانيانو وګرځېدلئ چې په دنيا او آخرت کې مو تاوان وکړ.
عربی تفاسیر:
فَاِنْ یَّصْبِرُوْا فَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ؕ— وَاِنْ یَّسْتَعْتِبُوْا فَمَا هُمْ مِّنَ الْمُعْتَبِیْنَ ۟
نو که دغه کسان چې غوږونو، سترګو او پوستکو يې پر خلاف شاهدي ورکړه صبر وکړي، نو اور يې هستوګنځی او پناه ځای دی چې ورځي به، او که د عذاب پورته کېدل او له هغوی څخه د الله د رضايت غوښتنه وکړي، نو بيا به هم هغوی د الله رضا ترلاسه کوونکي او د تل لپاره جنت ته ننوتونکي نه وي.
عربی تفاسیر:
وَقَیَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَیَّنُوْا لَهُمْ مَّا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ۚ— اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ ۟۠
او د دغو کافرانو لپاره مو له شيطانانو داسې ملګري چمتو کړل چې تل به روسره وو، نو په دنيا کې يې د هغوی بدې کړنې ورته ښايسته کړې او د آخرت وروسته راتلونکی امر يې ورته ښايسته کړ، نو د هغو په يادول او پر هغو عمل کول يې ترې هېر کړل، او له پېريانو او انسانانو چې کوم امتونه تېر شوي دي د هغوی په ډله کې يې پر دوی هم عذاب لازم شو، بېشکه هغوی تاوانيان وو چې ځانونه او کورنۍ يې د قيامت په ورځ اور ته په ننوتلو تاوانيان کړل.
عربی تفاسیر:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَسْمَعُوْا لِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَالْغَوْا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُوْنَ ۟
او کافرانو په خپل منځ کې د سپارښتنې په ډول هغه مهال چې د دليل په مقابل کې له دليل راوړلو عاجزه شول وويل: دغه قران ته چې محمد يې پرتاسو لولي غوږ مه نيسئ او مه هغه څه ته غاړه ږدئ چې پکې دي، او چېغې وهئ او د هغو د لوستلو پر مهال مو آوازونه پورته کوئ، کيدای شي چې په دې سره تاسو پر هغه برلاسي شئ، نو د هغه لوستل او هغه ته بلنه به پرېږدي او تاسو به ترې په آرامه شئ.
عربی تفاسیر:
فَلَنُذِیْقَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَذَابًا شَدِیْدًا وَّلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او کومو خلکو چې پر الله کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي هغو ته به د قيامت په ورځ هرومرو سخت عذاب ور وڅکو، او هرومرو به ترټولو بده د هغه شرک او ګناهونو سزا ورکړو چې کول يې دا به د هغوی لپاره د بدو کړنو عذاب وي.
عربی تفاسیر:
ذٰلِكَ جَزَآءُ اَعْدَآءِ اللّٰهِ النَّارُ ۚ— لَهُمْ فِیْهَا دَارُ الْخُلْدِ ؕ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟
دغه ياده شوې سزا د الله د هغو دښمنانو سزا ده چې پر هغه يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي: اور چې د هغوی لپاره به تلپاتې کېدل وي پکې او هيڅکله به پای ته ونه رسيږي، دا د هغوی د الله له آيتونو د انکار او پر هغو د ايمان نه راوړلو جزا ده، سره له دې چې هغه آيتونه څرګند او حجت يې قوي و.
عربی تفاسیر:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا رَبَّنَاۤ اَرِنَا الَّذَیْنِ اَضَلّٰنَا مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ اَقْدَامِنَا لِیَكُوْنَا مِنَ الْاَسْفَلِیْنَ ۟
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له پېريانو او انسانانو هغه خلک راوښيه چې موږ يې لارورکي کړي وو، ابليس را وښيه چې د کفر او کفر ته د بلنې بنسټ يې اېښی دی او د آدم هغه زوی چې د وينې تويولو بنسټ يې اېښی دی، هغوی دواړه به په دوزخ کې ترخپلو پښو لاندې کړو، تر څو هغوی دواړه تر ټولو هغو خلکو ښکته شي چې هغوی تر ټولو سخت د اور د عذاب والا دي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• سوء الظن بالله صفة من صفات الكفار.
د الله په اړه بدګوماني د کافرانو له صفتونو څخه ده.

• الكفر والمعاصي سبب تسليط الشياطين على الإنسان.
کفر او ګناهونه د شیطان لپاره پر انسان د ولکې لامل دي.

• تمنّي الأتباع أن ينال متبوعوهم أشدّ العذاب يوم القيامة.
د پيروانو دا هيله کول چې د هغوی مشرانو ته د قيامت په ورځ تر ټولو سخت عذاب ور ورسيږي.

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟
بېشکه هغه کسان چې ويل يې: زموږ پالونکی الله دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته او د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ټينګ هم شول، هغوی ته د مرګ د حاضرېدو پر مهال به پر هغوی پرېښتې را نازليږي ورته به وايي: له مرګ او له هغه وروسته حالت څخه مه وېرېږئ او مه په هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو پرې ايښي دي، او په هغه جنت خوشحاله شئ چې په دنيا کې مو پر الله د ايمان راوړلو او نېک عمل کولو له امله ژمنه درسره کېدله.
عربی تفاسیر:
نَحْنُ اَوْلِیٰٓؤُكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْۤ اَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَدَّعُوْنَ ۟ؕ
موږ مو د دنيا په ژوندانه کې دوستان يو، سمه لار مو درته ښودله او ساتلئ مو، او په آخرت کې مو دوستان يو، نو زموږ دوستي ستاسو سره تلپاتې ده، او په جنت کې به ستاسو لپاره هغه مزې او خوندونه وي چې زړونه مو يې غواړي، او هلته به تاسو لره وي هر هغه څه چې غواړئ يې کوم څه ته مو چې زړونه کيږي.
عربی تفاسیر:
نُزُلًا مِّنْ غَفُوْرٍ رَّحِیْمٍ ۟۠
چمتو شوې روزي ستاسو د مېلمستيا لپاره د بښونکي رب له لورې، د هغه چا د ګناهونو د بښونکي له لوري چې له بندګانو يې څوک توبه ورته وباسي، پر هغوی مهربان دی.
عربی تفاسیر:
وَمَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَّقَالَ اِنَّنِیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او هيڅوک تر هغه غوره وينا والا نه دی چې د الله يووالي او د هغه پر شريعت عمل کولو ته بلنه کوي، او نېک عمل کوي چې پالونکی يې خوشحالوي او وايي: له شک پرته زه له مسلمانانو الله ته له غاړه اېښودونکو يم، نو چا چې دغه ټول وکړل، هغه تر ټولو خلکو د غوره وينا والا دی.
عربی تفاسیر:
وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیِّئَةُ ؕ— اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِیْ بَیْنَكَ وَبَیْنَهٗ عَدَاوَةٌ كَاَنَّهٗ وَلِیٌّ حَمِیْمٌ ۟
او نه برابريري د هغو نېکيو او پيرويو ترسره کول چې الله خوشحالوي او نه د هغو بديو او ګناهونو کول چې الله غوسه کوي، له خلکو چې څوک بدي درسره کوي د هغوی بدي په داسې طريقه له منځه يوسه چې ښه وي، نو هغه څوک چې ستا او د هغه ترمنځ پخوانۍ دښمني وه، کله چې د هغه د بدۍ ځواب له هغه سره په نېکۍ کولو ورکړې، نو هغه به لکه نېږدې خپل مهربانه شي.
عربی تفاسیر:
وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا ۚ— وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا ذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟
د دغه ستايل شوي عادت لپاره يوازې هغو خلکو ته توفيق ورکول کيږي چې پر آزار او هغه څه يې صبر کړی وي چې د خلکو لخوا ورسره مخ شوی وي، او يوازې د لويې برخې څښتن ته د هغې توفيق ورکول کيږي، ځکه په دې کې زيات خير او ډېره ګټه ده.
عربی تفاسیر:
وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او که په هر وخت کې شيطان د شر وسوسه در واچوله، نو په الله پورې پناه غواړه او هغه ته مخه کوه، بېشکه هغه د هغه څه اورېدونکی دی چې ته يې وايې او ستا پر حال ښه پوه دی.
عربی تفاسیر:
وَمِنْ اٰیٰتِهِ الَّیْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ؕ— لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَهُنَّ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟
د الله پر لويي او يووالي له دلالت کوونکو نښانو څخه شپه او ورځ يو او بل پسې په راتلوسره، لمر او سپوږمۍ دي، ای خلکو مه لمر ته سجده کوئ، مه سپوږمۍ ته سجده کوئ، يوازې هغه الله ته سجده کوئ چې دا ټول يې پيداکړي دي که چېرې تاسو په حقه د هغه عبادت کوئ.
عربی تفاسیر:
فَاِنِ اسْتَكْبَرُوْا فَالَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ یُسَبِّحُوْنَ لَهٗ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا یَسْـَٔمُوْنَ ۟
که چېرې هغوی لويي کوي او مخ اړوي، او پيداکوونکي الله ته سجده نه کوي، نو هغه پرېښتې چې له الله سره دي هغوی يې پاکي بيانوي او په شپه او ورځ دواړو کې د هغه پاک ذات ستاينه کوي او هغوی يې له بنده ګۍ کولو ستړې کيږي هم نه.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• منزلة الاستقامة عند الله عظيمة.
د استقامت مرتبه د الله په وړاندې ډېره لويه ده.

• كرامة الله لعباده المؤمنين وتولِّيه شؤونهم وشؤون مَن خلفهم.
د الله لخوا د مؤمنو بندګانو درناوی او د هغوی او څوک چې له هغوی وروسته دي د هغوی د چارو پر غاړه اخېستل.

• مكانة الدعوة إلى الله، وأنها أفضل الأعمال.
د الله لوري ته د بلنې مرتبه او دا چې دا تر ټولو غوره عمل دی.

• الصبر على الإيذاء والدفع بالتي هي أحسن خُلُقان لا غنى للداعي إلى الله عنهما.
پر آزار صبر کول او په ښه ډول د چا ځواب ورکول داسې خويونه دي چې د الله لوري ته بلونکي له دغو دواړو څخه نه شي مستغني کېدلای.

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنَّكَ تَرَی الْاَرْضَ خَاشِعَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْۤ اَحْیَاهَا لَمُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او د هغه پر لويي، يووالي او د بېرته را ژوندي کولو پر قدرت يې له دلالت کوونکو نښانو دا دي چې ځمکه وينې چې هيڅ شينګی پکې نشته، خو کله چې موږ د باران اوبه پرې و اوروو، نو په هغې کې د پټو تخمونو په راشنه کېدو له امله هغه په خوځښت شي او پورته شي، بېشکه هغه ذات چې دغه مړه ځمکه يې په شينګيو را ژوندۍ کړه، هغه د مړو را ژوندی کوونکی دی او د حساب او بدلې لپاره يې را پورته کوونکی دی، بېشکه هغه پر هر څه ځواکمن دی، د ځمکې له مړه کېدو وروسته د هغې را ژوندي کول هغه نه شي عاجزه کولای او نه د مړو را ژوندي کول او نه د هغوی له قبرونو را پاڅول.
عربی تفاسیر:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا لَا یَخْفَوْنَ عَلَیْنَا ؕ— اَفَمَنْ یُّلْقٰی فِی النَّارِ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ یَّاْتِیْۤ اٰمِنًا یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِعْمَلُوْا مَا شِئْتُمْ ۙ— اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
بېشکه هغه خلک چې د الله په آيتونو کې له حقه په انکار او د آيتونو په درواغ ګڼلو او بدلولو کوږوالی کوي، د هغوی حال له موږ پټ نه دی، موږ پرې پوهېږو، نو آيا څوک چې په اور کې اچول کيږي هغه غوره دی او که هغه څوک چې د قيامت په ورځ له عذابه په امن کې راشي؟ ای خلکو له خير او شره چې څه غواړئ کوئ يې، بېشکه موږ خير او شر درته بيان کړل، له شک پرته الله له دغو دواړو د هغه څه ليدونکی دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي.
عربی تفاسیر:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ ۚ— وَاِنَّهٗ لَكِتٰبٌ عَزِیْزٌ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې پر قرآن يې کفر وکړ کله چې د الله له لوري ورته راغی، هغوی به هرومرو د قيامت په ورځ په عذاب کړل شي، او حال دا چې هغه ډېر قوي مضبوط کتاب دی، هيڅ تحريف کوونکی يې تحريفولای نه شي او هيڅ بدلوونکی يې بدلولای نه شي.
عربی تفاسیر:
لَّا یَاْتِیْهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهٖ ؕ— تَنْزِیْلٌ مِّنْ حَكِیْمٍ حَمِیْدٍ ۟
باطل نه له مخې ورته راتلای شي او نه له څټه په کموالي، زياتوالي، تبديل والي او تحريف سره، په خپل پيدايښت، تقدير او تشريع کې د حکمت لرونکي لخوا نازل کړل شوی دی، په هر حال کې ستايل شوی دی.
عربی تفاسیر:
مَا یُقَالُ لَكَ اِلَّا مَا قَدْ قِیْلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ وَّذُوْ عِقَابٍ اَلِیْمٍ ۟
ای رسوله! تاته له درواغ ګڼلو يوازې هغه څه ويل کيږي چې له تا مخکې رسولانو ته ويل شوي و، نو صبر کوه، بېشکه ستا پالونکی د هغه چا لپاره بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه ورته وباسي، او د هغه چا لپاره د دردوونکي عذاب والا دی څوک چې پر خپلو ګناهونو ټينګار کوي او توبه نه وباسي.
عربی تفاسیر:
وَلَوْ جَعَلْنٰهُ قُرْاٰنًا اَعْجَمِیًّا لَّقَالُوْا لَوْلَا فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ ؕ— ءَاَؔعْجَمِیٌّ وَّعَرَبِیٌّ ؕ— قُلْ هُوَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هُدًی وَّشِفَآءٌ ؕ— وَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرٌ وَّهُوَ عَلَیْهِمْ عَمًی ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یُنَادَوْنَ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟۠
او که مو دغه قرآن له عربي پرته په بله ژبه نازل کړی وای، نو له هغوی به کافرانو ويلي وو: ولې يې آيتونه داسې نه دي بيان کړل شوي چې موږ پرې پوهېدلی، آيا قرآن عجمي دی او څوک چې ورسره راغلي هغه عربي؟ ای رسوله! دغو خلکوته ووايه: دغه قرآن د هغو کسانو لپاره چې پر الله ايمان راوړي او رسولان يې رېښتيني ګڼي له لارورکۍ لارښوونه او د هغوی په سينو کې چې کومه ناپوهي ده او د کوم څه چې پيروي کوي د هغو لپاره درملنه ده، او هغه کسان چې پر الله ايمان نه راوړي په غوږونو کې يې دروندوالی دی، چې پر هغوی بوج دی، نه پرې پوهيږي، دغه خلک چې پر دغو صفتونو متصف دي داسې دي لکه يو څوک چې له لرې رابولې، نو هغوی به د آواز کوونکي غږ څنګه واوري!.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ وَاِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟
او له شک پرته موسی ته مو تورات ورکړ، نو اختلاف پکې وکړل شو، ځينو يې ايمان پرې راوړ، او ځينو ترې انکار وکړه، او که چېرې د الله له لوري دا ژمنه نه وای چې د قيامت په ورځ د هغو بندګانو ترمنځ پرېکړه کوي کوم چې په تورات کې اختلاف کوي، نو په تورات کې د اختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، حق او باطل به يې سره بېل کړي وای، چې د حق والا به يې درناوی کړی وای او د باطل والا به يې سپک کړی وای، او بېشکه کافران د قرآن په اړه په پریشانوونکي شک کې دي.
عربی تفاسیر:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟
چاچې نېک عمل وکړ د نېک عمل ګټه يې همغته ورګرځېدونکې ده، الله ته د هيچا نېک عمل ګټه نه رسوي، او چا چې بد عمل وکړ، نو د دغه ضرر همغته ورګرځېدونکی دی، الله ته له مخلوقه د هيچا ګناه ضرر نه رسوي، او هر چاته به د هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، او ای رسوله! ستا پالونکی پر خپلو بندګانو ظلم کوونکی نه دی، نو له هغوی به يې هيڅ نيکي کمه نه کړي او نه به هيڅ بدي ور زياته کړي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• حَفِظ الله القرآن من التبديل والتحريف، وتَكَفَّل سبحانه بهذا الحفظ، بخلاف الكتب السابقة له.
الله قرآن له تبديلۍ او تحريف ساتلی، او هغه پاک ذات دغه ساتنه پر خپله ذمه اخېستې ده، پر خلاف د هغه د پخوانيو کتابونو.

• قطع الحجة على مشركي العرب بنزول القرآن بلغتهم.
دعربو مشرکانو باندې قوي حجت قایم شو کله چې ورته قران په عربۍ ژبه راغئ

• نفي الظلم عن الله، وإثبات العدل له.
له الله څخه د ظلم نفي او هغه ته د عدل اثبات.

اِلَیْهِ یُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ ؕ— وَمَا تَخْرُجُ مِنْ ثَمَرٰتٍ مِّنْ اَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ اُ وَلَا تَضَعُ اِلَّا بِعِلْمِهٖ ؕ— وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ اَیْنَ شُرَكَآءِیْ ۙ— قَالُوْۤا اٰذَنّٰكَ ۙ— مَا مِنَّا مِنْ شَهِیْدٍ ۟ۚ
يوازې الله ته د قيامت پوهه ورګرځي، نو يوازې هغه پوهيږي چې کله رامنځته کېدونکی دی، له هغه پرته بل څوک نه پرې پوهيږي، او هيڅ مېوې له خپلو هغو وږو(پوښونو) نه راوځي چې ساتي يې، او نه کومه ښځينه بار اخلي او نه يې زيږوي مګر د هغه په پوهه، له دغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، کله چې الله هغو مشرکانو ته آواز وکړي چې له هغه سره يې د بوتانو عبادت کاوه،په دې حال کې چې رټنه به ورکوي هغوی لره د بوتانو په عبادت ورته به ووايي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو يې د شريکانو ګومان کولو؟ مشرکان به ووايي: ستا مخکې مو اقرار وکړ، هيڅوک له موږه اوس دا شاهدي نه ورکوي چې تا لره شريک شته.
عربی تفاسیر:
وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَدْعُوْنَ مِنْ قَبْلُ وَظَنُّوْا مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟
او له هغوی به هغه بوتان ورک شي چې بنده ګي يې کوله او دا باور به وکړي چې هغوی لره د الله له عذابه هيڅ د تېښتې او پناه ځای نشته.
عربی تفاسیر:
لَا یَسْـَٔمُ الْاِنْسَانُ مِنْ دُعَآءِ الْخَیْرِ ؗ— وَاِنْ مَّسَّهُ الشَّرُّ فَیَـُٔوْسٌ قَنُوْطٌ ۟
انسان د روغتيا، مال، بچي او داسې نورو نعمتونو له غوښتولو نه ستړی کيږي، خو که بې وزلي ناروغي او دېته ورته څه ورته ورسي، نو هغه بيا ډېر ناهيلی او د الله له رحمته نا اميده وي.
عربی تفاسیر:
وَلَىِٕنْ اَذَقْنٰهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنْ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَیَقُوْلَنَّ هٰذَا لِیْ ۙ— وَمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّجِعْتُ اِلٰی رَبِّیْۤ اِنَّ لِیْ عِنْدَهٗ لَلْحُسْنٰی ۚ— فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِمَا عَمِلُوْا ؗ— وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنْ عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟
که موږ له خپل لوري هغه ته له هغې ستونزې او ناروغۍ چې ور رسېدلې ده وروسته روغتيا او سلامتي ور وڅکو هرومرو به وايي: دا زما لپاره وه، ځکه زه يې اهل او وړ وم، او زه ګومان نه کوم قيامت راتلونکی دی، که فرض کړو قيامت راشي، نو بيا به هم ما لره له الله سره شتمني او مال وي، لکه څنګه يې چې په دنيا کې پر ما پېرزوينه کړې ده، چې زه د دغه مستحق يم، همداسې به په آخرت کې پر ما پېرزوينه وکړي، نو هرومرو به هغه خلک خبر کړو چې پر الله يې کفر کړی پر هغه څه چې کوم کفر او ګناهونه يې کړي دي، او هرومرو به سخترين عذاب ور وڅکو.
عربی تفاسیر:
وَاِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَنَاٰ بِجَانِبِهٖ ۚ— وَاِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُوْ دُعَآءٍ عَرِیْضٍ ۟
او کله چې پر انسان د روغتيا، سلامتۍ او ورته پېرزوينې ولوروو، نو د الله له ياد او پيروۍ بې پروا شي، او د تکبر له امله مخ اړوي او په څنګ شي، او کله چې ناروغي، بې وزلي او ورته څه ور ورسيږي، نو هغه الله لره د ډېرې دعا کوونکی وي، له هغه څه ورته شکایت کوي چې ور رسېدلي دي تر څو يې ترې لرې کړي، نو هغه د خپل پالونکي شکر نه باسي، کله چې پرې پېرزوينه وکړي او کله چې وازمويل شي پر ازموينه يې صبر نه کوي.
عربی تفاسیر:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهٖ مَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِیْ شِقَاقٍ بَعِیْدٍ ۟
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې دغه قرآن د الله له لوري وي، بيا تاسو کفر پرې کړی وي او درواغ مو ګنلی وي، نو حال به مو څنګه وي؟! او له هغه چا به زيات لار ورکی څوک وي چې د حق د ښکاره کېدو سربېره له هغو سره په ضد وي سره له دې چې دليل يې ښکاره او قوي وي.
عربی تفاسیر:
سَنُرِیْهِمْ اٰیٰتِنَا فِی الْاٰفَاقِ وَفِیْۤ اَنْفُسِهِمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُ الْحَقُّ ؕ— اَوَلَمْ یَكْفِ بِرَبِّكَ اَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
د قريشو کافرانو ته به د ځمکې په لر او بر کې خپلې هغه نښانې ور وښيو چې الله مسلمانانو ته کومې برياوې ورکړې دي، او د مکې په فتحه کې به د هغوی په ځانو کې خپلې نښانې ور وښيو، تردې چې د هغوی لپاره هغه څه ښکاره شي چې شک له منځه وړي، او آيا د دغو مشرکانو لپاره دا بسنه نه کوي چې قرآن د الله په شاهدۍ حق دی او دا چې هغه د الله له لوري دی؟! او له الله لوی شاهد څوک کېدای شي؟! که چېرې هغوی حق ليدلای شوای، نو د خپل پالونکي شهادت به يې بسنه ورته کړې وای.
عربی تفاسیر:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآءِ رَبِّهِمْ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطٌ ۟۠
خبر اوسئ چې مشرکان د قيامت په ورځ د خپل پالونکي سره له مخامخ کېدو په شک کې دي، ځکه هغوی له بېرته را پاڅېدو انکار کوي، نو هغوی پر آخرت ايمان نه لري، له همدې امله د هغې لپاره په نېک عمل چمتووالی نه نيسي، خبر اوسئ بېشکه الله پر هر څه ځواکمن، پوهه او قدرت يې پر هرڅه چاپېر دي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• علم الساعة عند الله وحده.
د قيامت پوهه يوازې له الله سره ده.

• تعامل الكافر مع نعم الله ونقمه فيه تخبط واضطراب.
د کافرانو تعامل د الله د نعمتونو او د عذابونو سره د لیونتوب او ګډوډۍ دی

• إحاطة الله بكل شيء علمًا وقدرة.
د الله د علم او د قدرت ګیره په هر شی ده.

 
معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ فُصّلت
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - ترجمے کی لسٹ

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بند کریں