Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: نبأ   آیت:

نبا

سورہ کے بعض مقاصد:
بيان أدلة القدرة على البعث والتخويف من العاقبة.
پر بېرته را ژوندي کولو د قدرت د دلايلو او له پايلې د وېرولو بيان.

عَمَّ یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۚ
دغه مشرکان وروسته له دې چې الله يې خپل رسول صلی الله عليه وسلم ورته ولېږلو د څه په اړه پوښنې سره کوي.
عربی تفاسیر:
عَنِ النَّبَاِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
ځينې يې له ځینو د لوی خبر په اړه پوښتنې کوي او هغه دغه قرآن دی چې د هغوی پر رسول نازل کړل شوی د بېرته راپورته کېدو پر خبر مشتمل دی.
عربی تفاسیر:
الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ مُخْتَلِفُوْنَ ۟ؕ
دغه قرآن چې هغوی يې په هکله په هغه څه اختلاف کړی چې د هغه لپاره يې بيانوي، چې هغه کوډې، يا شعر، يا کهانت (د غيب خبرې) او يا هم د پخوانيو کيسې دي.
عربی تفاسیر:
كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
داسې نه ده لکه څرنګه چې هغوی چې ګومان کړی، ژر به دغه د قرآن درواغ ګڼونکي د خپلو درواغ ګڼلو په بده پایله پوه شي.
عربی تفاسیر:
ثُمَّ كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟
بيا د هغوی لپاره د دې خبرې ټينګار کيږي.
عربی تفاسیر:
اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ مِهٰدًا ۟ۙ
آيا ځمکه مو د هغوی لپاره داسې فرش نه ده ګرځولې چې پر هغې د برکراره پاتې کېدو لپاره يې وړ وي؟!.
عربی تفاسیر:
وَّالْجِبَالَ اَوْتَادًا ۟ۙ
او غرونه مو پر هغې د مېخونو غوندې ګرځولي چې له خوځېدو يې را ګرځوي.
عربی تفاسیر:
وَّخَلَقْنٰكُمْ اَزْوَاجًا ۟ۙ
او اې خلکو! تاسو مو جوړې جوړې پيداکړي ياست: ځينې له تاسې نارينه او ځينې ښځينه دي.
عربی تفاسیر:
وَّجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ۟ۙ
او ستاسو خوب مو له له نشاط څخه پرېکون ګرځولی ترڅو آرام وکړئ.
عربی تفاسیر:
وَّجَعَلْنَا الَّیْلَ لِبَاسًا ۟ۙ
او شپه مو ستاسو لپاره د هغې په تياره د هغه جامو غوندې پټوونکې ګرځولې چې خپل شرمځايونه پرې پټوئ.
عربی تفاسیر:
وَّجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ۟ۚ
او ورځ مو ډګر ګرځولې ده د کار او روزۍ پلټڼې لپاره.
عربی تفاسیر:
وَبَنَیْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ۟ۙ
او جوړ کړې مو دې ستاسې له پاسه اووه آسمانونه چې ودانۍ یې کلکه او جوړښت یې غښتلی دی.
عربی تفاسیر:
وَّجَعَلْنَا سِرَاجًا وَّهَّاجًا ۟ۙ
او لمر مو یو سخت روښانه او رڼا والا ډېوه ګرځولې ده.
عربی تفاسیر:
وَّاَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرٰتِ مَآءً ثَجَّاجًا ۟ۙ
او هغه ته له نېږدې ورېځو مو د زياتو تویوونکو اوبو والا باران ورولی دی.
عربی تفاسیر:
لِّنُخْرِجَ بِهٖ حَبًّا وَّنَبَاتًا ۟ۙ
ترڅو پرې ډول ډول دانې او ډول ډول شينګياوې را وباسو.
عربی تفاسیر:
وَّجَنّٰتٍ اَلْفَافًا ۟ؕ
او داسې باغونه پرې را وباسو چې د ونو څانګې يې په يو بل کې د زيات ننوتلو له امله سره نېښتې وي.
عربی تفاسیر:
اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِیْقَاتًا ۟ۙ
پرته له شکه د خلکو تر منځ د پرېکړې ورځ يو ژمنه شوی ټاکل شوی وخت دی چې شاتګ نه ترې کيږي.
عربی تفاسیر:
یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَتَاْتُوْنَ اَفْوَاجًا ۟ۙ
په کومه ورځ چې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره پوکی وکړي؛ نو اې خلکو! تاسې به ډلې ډلې راځئ.
عربی تفاسیر:
وَّفُتِحَتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ اَبْوَابًا ۟ۙ
او آسمان به پرانستل شي؛ نو هغه لره به د پرانېستو دروازو غوندې سوروي او سوړې وي.
عربی تفاسیر:
وَّسُیِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ۟ؕ
او غرونه به داسې وچلول شي چې پر تيت ګرد به بدل شي، او رېګ غوندې به شي.
عربی تفاسیر:
اِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ۟ۙ
پرته له شکه دوزخ منتظر څارنځی دی.
عربی تفاسیر:
لِّلطَّاغِیْنَ مَاٰبًا ۟ۙ
د ظالمانو لپاره د ورګرځېدو ځای دی چې ور ګرځي به.
عربی تفاسیر:
لّٰبِثِیْنَ فِیْهَاۤ اَحْقَابًا ۟ۚ
په هغو کې به دومره زياتې زمانې او وختونه اوسېدونکي وي چې هيڅ پای نه لري.
عربی تفاسیر:
لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا بَرْدًا وَّلَا شَرَابًا ۟ۙ
په هغو کې به نه يخه هوا څکي چې د دوزخ ګرمي ورڅخه يخه کړي، او نه به داسې څښاک چې خوند پرې واخلي.
عربی تفاسیر:
اِلَّا حَمِیْمًا وَّغَسَّاقًا ۟ۙ
يوازې سختې ګرمې اوبه به څکي، او هغه څه چې د دوزخيانو له زوو بهيږي.
عربی تفاسیر:
جَزَآءً وِّفَاقًا ۟ؕ
هغه چې پر کوم کفر او لار ورکۍ و له هغې سره برابره بدله ده.
عربی تفاسیر:
اِنَّهُمْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ حِسَابًا ۟ۙ
پرته له شکه هغوی په دنيا کې له هغوی سره په آخرت کې د الله له حسابه نه ډارېدل؛ ځکه هغوی پر بېرته را پورته کېدو باور نه لرلو، که چېرې هغوی له بېرته را پورته کېدو وېرېدلای هرومرو به يې پر الله ايمان راوړی و، او نېک عمل به يې کړی وای.
عربی تفاسیر:
وَّكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كِذَّابًا ۟ؕ
او زمو پر رسول نازل کړل شوي زموږ ايتونه يې په درواغ ګنلو سره درواغ ګڼلي وو.
عربی تفاسیر:
وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ كِتٰبًا ۟ۙ
او د هغوی له کړنو مو هرڅه ضبظ کړي او شمېرلي وو، او هغه يې د کړنو په پاڼو کې ليکل شوي وو.
عربی تفاسیر:
فَذُوْقُوْا فَلَنْ نَّزِیْدَكُمْ اِلَّا عَذَابًا ۟۠
اې سرکښانو! دغه تلپاتې عذاب وڅکئ، هيڅکله به در زيات نه کړو مګر پر عذاب مو بل عذاب.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• إحكام الله للخلق دلالة على قدرته على إعادته.
د الله لخوا د مخلوق محکم والی د هغه د بېرته پر راګرځولو دلالت کوي.

• الطغيان سبب دخول النار.
زیاتی اور ته د ننوتلو لامل دی.

• مضاعفة العذاب على الكفار.
پر کافرانو د عذاب څو برابره کېدل.

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ مَفَازًا ۟ۙ
پرته له شکه د هغو کسانو لپاره چې د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، د هغوی لپاره د بريا ځای دی چې په خپله موخه کې به پکې بريالي کيږي او هغه جنت دی.
عربی تفاسیر:
حَدَآىِٕقَ وَاَعْنَابًا ۟ۙ
باغونه او انګور دي.
عربی تفاسیر:
وَّكَوَاعِبَ اَتْرَابًا ۟ۙ
داسې پېغلې چې په عمر کې به ورسره برابرې وي.
عربی تفاسیر:
وَّكَاْسًا دِهَاقًا ۟ؕ
او د شرابو ډکې پيالې
عربی تفاسیر:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا كِذّٰبًا ۟ۚۖ
په جنت کې به باطلې خبرې نه اوري، او نه درواغ اوري، او نه ځينې يې ځينونورو ته درواغ وايي.
عربی تفاسیر:
جَزَآءً مِّنْ رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًا ۟ۙ
دا هر څه به له هغه څه څخه وي چې الله پر هغوی احسان او بسنه کوونکې لورېينه کړې ده.
عربی تفاسیر:
رَّبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الرَّحْمٰنِ لَا یَمْلِكُوْنَ مِنْهُ خِطَابًا ۟ۚ
د آسمانونو او ځمکې پالونکی دی او د هغه څه رب دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، د دنيا او آخرت ډېر مهربان دی، او ټول چې په ځمکه کې او که په آسمان کې دي له هغه څخه پوښتنه نه شي کولای مګر داچې هغوی ته اجازه ورکړل شي.
عربی تفاسیر:
یَوْمَ یَقُوْمُ الرُّوْحُ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ صَفًّا ۙۗؕ— لَّا یَتَكَلَّمُوْنَ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَقَالَ صَوَابًا ۟
په کومه ورځ چې جبرئيل او پرېښتې کتار کتار ودريږي، او هغوی به د هيچا د سپارښت لپاره خبرې نه شي کولای مګر چاته چې رحمان د سپارښت اجازه ورکړي، او هغه سمه خبره وکړي لکه د توحيد (يووالي) کلمه.
عربی تفاسیر:
ذٰلِكَ الْیَوْمُ الْحَقُّ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ مَاٰبًا ۟
دغه ستاسو لپاره بيان شوې هغه ورځ ده چې په رامنځته کېدو کې يې هيڅ شک نشته، اوس چې څوک په هغې کې د الله له عذابه ځان ژغورل غواړي؛ نو د داسې نېکو اعمالو لوري ته دې لار غوره کړي چې خپل پالونکی راضي کوي.
عربی تفاسیر:
اِنَّاۤ اَنْذَرْنٰكُمْ عَذَابًا قَرِیْبًا ۖۚ۬— یَّوْمَ یَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ وَیَقُوْلُ الْكٰفِرُ یٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ تُرٰبًا ۟۠
اې خلکو! پرته له شکه موږ تاسو له هغه نېږدې عذابه وېرولي واست چې راځي به، په کومه ورځ چې به هر څوک په دنيا کې د خپل کړي عمل انتظار کوي، او کافر به له عذابه د خلاصون په هيله وايي: های کاشکي زه د څارويو غوندې خاورې ګرځېدلی وای کله چې هغو څارويو ته د قيامت په ورځ وويل شي: خاورې شئ.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• التقوى سبب دخول الجنة.
ځان ساتنه جنت ته د ننوتلو لامل دی.

• تذكر أهوال القيامة دافع للعمل الصالح.
د قيامت د سختيو يادونه نېک کارته هڅونه ده.

• قبض روح الكافر بشدّة وعنف، وقبض روح المؤمن برفق ولين.
د کافر سا په سختۍ او تاوتريخوالي اخېستل او د مؤمن سا په آسانۍ او نرمۍ سره.

 
معانی کا ترجمہ سورت: نبأ
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں