Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ * - ترجمے کی لسٹ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

معانی کا ترجمہ سورت: رعد   آیت:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ طُوْبٰی لَهُمْ وَحُسْنُ مَاٰبٍ ۟
چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى لره نېكمرغي او د استوګنې ښه ځاى دى.
عربی تفاسیر:
كَذٰلِكَ اَرْسَلْنٰكَ فِیْۤ اُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَاۤ اُمَمٌ لِّتَتْلُوَاۡ عَلَیْهِمُ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَهُمْ یَكْفُرُوْنَ بِالرَّحْمٰنِ ؕ— قُلْ هُوَ رَبِّیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَاِلَیْهِ مَتَابِ ۟
همدارنګه ته مو يو داسې ولس ته پېغمبر لېږلى يې چې له دوى مخكې ډېر قومونه تېر شوي، تر څو هغه (پيغام) ورباندې ولولې چې تا ته مو وحې كړى، حال دا چې دوى په رحمٰن ذات كافران شوي دي. ورته ووايه هماغه زما رب دى، له هغه پرته بل معبود نشته، پر هغه مې بروسه كړې او هماغه لور ته مې ورګرځېدل دي.
عربی تفاسیر:
وَلَوْ اَنَّ قُرْاٰنًا سُیِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ اَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْاَرْضُ اَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتٰی ؕ— بَلْ لِّلّٰهِ الْاَمْرُ جَمِیْعًا ؕ— اَفَلَمْ یَایْـَٔسِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَهَدَی النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا تُصِیْبُهُمْ بِمَا صَنَعُوْا قَارِعَةٌ اَوْ تَحُلُّ قَرِیْبًا مِّنْ دَارِهِمْ حَتّٰی یَاْتِیَ وَعْدُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُخْلِفُ الْمِیْعَادَ ۟۠
او كه يو داسې قراّن (نازل شوى) وى چې غرونه پرې خوځېدلي وى يا زمكه پرې څيرې شوې وی، يا مړي پرې غږېدلي وى، بلكې ټوله واكمني الله لره ده آيا نو مومنان ناهيلى شوي نه دي چې كه الله غوښتي وى نو خامخا به يې ټولو خلكو ته هدايت كړى و؟ او هغه خلك چې كافران شوي تل به يې د خپل عمل په وجه (يو نه) يو آفت ورباندې راپرېوځي يا به يې (چېرته) د كور خواته را نازليږي، تر هغو چې د الله ژمنه راورسيږي بې شکه الله د خپلې ژمنې مخالفت نه كوي.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَمْلَیْتُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ ۟
او له تا څخه مخكې هم په (ډېرو) پېغمبرانو ملنډې وهل شوې دي خو ما كافرانو ته مهلت وركړى، بيا مې رانيولي دي نو ګوره چې زما سزا (وركول) څنګه وو؟
عربی تفاسیر:
اَفَمَنْ هُوَ قَآىِٕمٌ عَلٰی كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۚ— وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ ؕ— قُلْ سَمُّوْهُمْ ؕ— اَمْ تُنَبِّـُٔوْنَهٗ بِمَا لَا یَعْلَمُ فِی الْاَرْضِ اَمْ بِظَاهِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ ؕ— بَلْ زُیِّنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوْا عَنِ السَّبِیْلِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
آيا نو هغه ذات چې د هر كس د لاس ته راوړنې پر سر ولاړ دى (د باطل معبود په شان دى؟) او دوى له الله سره شريكان نيولي، ووايه: نومونه يې واخلئ، آيا په يو داسې څه يې خبروئ چې هغه په (خپله) زمكه كې ترې نا خبره دى او كه دا هسې په ظاهره يوه وينا ده؟ بلكې كافرانو ته يې خپله دوکه (چل ول) ښايسته كړى شوى او له (سمې) لارې ايسار كړى شوي دي او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه څوك لارښوونكى نشته.
عربی تفاسیر:
لَهُمْ عَذَابٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَقُّ ۚ— وَمَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟
هغوى لره په دنيايي ژوند كې هم عذاب او د آخرت عذاب خو خامخا ډېر سخت دى او دوى لره به د الله له عذابه هيڅوك ژغورونكى نه وي.
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: رعد
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز رواد الترجمہ گروپ نے جمعیۃ الدعوۃ‘ ربوہ اور جمعیۃ خدمۃ المحتوى الاسلامی باللغات کے تعاون سے ترجمہ کیا۔

بند کریں