Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: احزاب   آیت:
لَا جُنَاحَ عَلَیْهِنَّ فِیْۤ اٰبَآىِٕهِنَّ وَلَاۤ اَبْنَآىِٕهِنَّ وَلَاۤ اِخْوَانِهِنَّ وَلَاۤ اَبْنَآءِ اِخْوَانِهِنَّ وَلَاۤ اَبْنَآءِ اَخَوٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآىِٕهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُنَّ ۚ— وَاتَّقِیْنَ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا ۟
او د پیغمبر په بیبیانو هیڅ ګناه نشته چې د هغوی پلرونه، ځامن، ورونه، وریرونه، خوریونه، نورې مسلمانې ښځې او مسلمانې وینځې يې کورونو ته ورشي. او ای بیبیانو! له الله وډار شئ بې له شکه چې الله پاک په هر څه نظر لري.
عربی تفاسیر:
اِنَّ اللّٰهَ وَمَلٰٓىِٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَی النَّبِیِّ ؕ— یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَسَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا ۟
بې له شکه چې الله او د هغه ملایکې پر پیغمبر درود وايې. نو ای مؤمنانو! تاسو هم پر هغه دورد او سلام ووايې.
عربی تفاسیر:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ وَاَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟
کوم کسان چې الله او د هغه رسول ته ضرر رسوي الله پاک په دنیا او اخرت کې په لعنت کړي دي او سپکوونکی عذاب يې ورته تیار کړی دی.
عربی تفاسیر:
وَالَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ بِغَیْرِ مَا اكْتَسَبُوْا فَقَدِ احْتَمَلُوْا بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠
او څوک چې مؤمن سړي او مؤمني ښځې ایله په ایله ربړوي نو په رښتیا چې د لویو درواغو ښکاره ګناه پیټی يي په سر کیښود.
عربی تفاسیر:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّاَزْوَاجِكَ وَبَنٰتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِیْنَ یُدْنِیْنَ عَلَیْهِنَّ مِنْ جَلَابِیْبِهِنَّ ؕ— ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ یُّعْرَفْنَ فَلَا یُؤْذَیْنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ای پیغمبره! خپلو ښځو، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې د خپلو پوړنو یوه څنډه پر ځانو را خوره کړي دا ډیره غوره اسلوب دی چې وپيژندل شي نو نه به ربړول کیږي. او الله ښه بښونکی او مهربان دی.
عربی تفاسیر:
لَىِٕنْ لَّمْ یَنْتَهِ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْمُرْجِفُوْنَ فِی الْمَدِیْنَةِ لَنُغْرِیَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا یُجَاوِرُوْنَكَ فِیْهَاۤ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۚۛ
قسم دی که چیرې منافقان او په زړه ناروغه خلک او په مدینه کې د بدو اوازو خپرونکي له خپلو بدیو نه لاس وانه خلي نو مونږ به ډیر ژر تا پرې برلاسی کړو بیا به هغوی پرته له ډیر لږ وخت په دې ښار کې ستاسې ګاونډي پاتې نه شي.
عربی تفاسیر:
مَّلْعُوْنِیْنَ ۛۚ— اَیْنَمَا ثُقِفُوْۤا اُخِذُوْا وَقُتِّلُوْا تَقْتِیْلًا ۟
رټلي شوي به وي. هر چیرې چي وي وبه نیول او په پراخه پیمانه به ووژل شي.
عربی تفاسیر:
سُنَّةَ اللّٰهِ فِی الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ ۚ— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۟
د دا وړ خلکو په هکله له پخوا نه همدا د الله سنت دی، او ته به ونه ویني چې د الله سنت بدلون ومومي.
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: احزاب
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز - ترجمے کی لسٹ

قرآن کریم کے معانی کا پشتو ترجمہ مولوی جانباز سرفراز نے کیا

بند کریں