Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Таржималар мундарижаси


Маънолар таржимаси Оят: (152) Сура: Бақара сураси
فَاذْكُرُوْنِیْۤ اَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوْا لِیْ وَلَا تَكْفُرُوْنِ ۟۠
نو پس تاسې ما په خپلو زړونو او اندامونو یاد کړئ؛ زه به ستاسې صفتونه بیان کړم او ستاسې ساتنه به وکړم، ځکه چې بدله د هر کار د هماغه کار مطابق وي (چې څه کرې هغه به رېبې)، او ما چې پر تاسې کوم نعمت (پېرزو) کړی دی د هغه شکر اداء کړئ او ناشکري مه کوئ، په داسې طریقه چې د الله تعالی نعمتونه د هغه په نافرمانۍ کې استعمالوئ.
Арабча тафсирлар:
Ушбу саҳифадаги оят фойдаларидан:
• إطالة الحديث في شأن تحويل القبلة؛ لما فيه من الدلالة على نبوة محمد صلى الله عليه وسلم.
د قبلې د ګرځولو په اړه په تفصیل سره خبره کول؛ ځکه چې په دې کې د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ دلیل او نښه ده.

• ترك الجدال والاشتغالُ بالطاعات والمسارعة إلى الله أنفع للمؤمن عند ربه يوم القيامة.
جنګ جګړی پرېښودل او په نیکیو باندې ځان مشغولول او د الله تعالی طرف ته جلتی کول دا ټول د قیامت په ورځ د الله تعالی په وړاندې د مومن لپاره ډیر فایده مند دي.

• أن الأعمال الصالحة الموصلة إلى الله متنوعة ومتعددة، وينبغي للمؤمن أن يسابق إلى فعلها؛ طلبًا للأجر من الله تعالى.
پرته له شکه الله ته رسېدونکې نېک اعمال بېل بېل او ډېر دي او د مؤمن لپاره په کار ده چې له الله څخه د بدلې په لټه کې د هغو د ترسره کولو لپاره بيړه وکړي.

• عظم شأن ذكر الله -جلّ وعلا- حيث يكون ثوابه ذكر العبد في الملأ الأعلى.
د الله تعالی د ذکر ډیر زیات اوچت مقام دی، ځکه چی کوم انسان د الله تعالی ذکر کوي، الله تعالی هغه انسان په ملأ اعلی (د ملایکو په مجلس) کې یادوي.

 
Маънолар таржимаси Оят: (152) Сура: Бақара сураси
Суралар мундарижаси Бет рақами
 
Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Таржималар мундарижаси

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Ёпиш