Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Câu: (94) Chương: Al-Nisa'
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا ضَرَبْتُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَتَبَیَّنُوْا وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ اَلْقٰۤی اِلَیْكُمُ السَّلٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا ۚ— تَبْتَغُوْنَ عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؗ— فَعِنْدَ اللّٰهِ مَغَانِمُ كَثِیْرَةٌ ؕ— كَذٰلِكَ كُنْتُمْ مِّنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَتَبَیَّنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداري مو کړې ده، کله چې ووځئ تاسې د الله تعالی په لاره کې د جهاد لپاره نو پوره تحقیق وکړئ د هغه چا د حال باره کې چې تاسو ورسره جهاد کوئ، او تاسو مه وایاست هغه چاته چې ښکاره کړي تاسو ته هغه څه چې د هغوی په اسلام دلالت کوي: چې ته مومن نه یې، بلکه تا دا اسلام په خپلې وینې او مال د ویرې له وجی نه ښکاره کړ، نو پس ووژنئ هغه لره غواړئ د ده په وژلو سره دنیا لږه لکه غنیمت چې خوښولای شي د ده څخه، نو پس د الله تعالی سره دي غنیمتونه ډیر، او هغه غوره دي او ډیر لوی دي د دې څخه، همدارنګه تاسو وئ مخکې په شان د دې کس چې د خپل قوم څخه ایمان پټوي، نو پس الله تعالی احسان وکړ په تاسو د اسلام نو ستاسو وینې یې بچ وساتلی نو تاسو هم پوره تحقیق کوئ، بیشکه الله تعالی چې دی نه پټیږي په هغه باندې څه شی ستاسو د عملونو څخه اګر که څومره باریک (پټ) وي، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• جاء القرآن الكريم معظِّمًا حرمة نفس المؤمن، وناهيًا عن انتهاكها، ومرتبًا على ذلك أشد العقوبات.
قرآن کريم د مؤمن نفس د تعظيم او له بې عزتۍ څخه د منعې په پار راغلی او پر بې عزتۍ يې سخته سزا ټاکلې ده.

• من عقيدة أهل السُّنَّة والجماعة أن المؤمن القاتل لا يُخلَّد أبدًا في النار، وإنما يُعذَّب فيها مدة طويلة ثم يخرج منها برحمة الله تعالى.
د اهل سنت و الجماعت د عقیدې څخه دا دي چې مومن قاتل په اور کې تل نه شې پاتې کیدلی، بلکه ډیره موده به پدې کې عذاب ورکول کیږي بیا به ترې د الله تعالی په رحمت راوځي.

• وجوب التثبت والتبيُّن في الجهاد، وعدم الاستعجال في الحكم على الناس حتى لا يُعتدى على البريء.
په جهاد کې ځان ډاډمنول او پوره معلومات کول واجب دي، او په خلکو باندې په پریکړه کولو کې باید تلوار ونشي، هسې نه پر بې ګناه انسان تیری وشي.

 
Ý nghĩa nội dung Câu: (94) Chương: Al-Nisa'
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an - Mục lục các bản dịch

Do Trung tâm Diễn giải Nghiên cứu Kinh Qur'an phát hành.

Đóng lại