Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Insan   Câu:
عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟
دغه څښاک د پيروۍ کوونکو لپاره چمتو کړل شوی دی چې هغه يوه داسې چينه ده چې آسانه ترې ترلاسه کيږي داسې زياتې اوبه يې دي چې نه وچيږي، د الله بندګان به پرې اوبيږي، چېرې چې وغواړي بهوي به يې او بيايي به يې.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟
او د هغو بندګانو صفتونه چې ترې څښي به، هغوی هغه عبادتونه ترسره کوي چې پر ځانونو يې لازم کړي دي، او له هغې ورځې ډاريږي چې شر يې خپور او تيت دی او هغه د قيامت ورځ ده.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟
او خواړه ورکوي سره له دې چې هغوی په داسې حال کې وي چې مينه ورسره لري ځکه چې اړتيا ورته لري او اشتهاء يې ورته کيږي، خو له بې وزلو، يتيمانو او بنديانو يې پر اړو خلکو خوري.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟
او په خپلو زړونو کې دا خبره پټوي چې هغوی يوازې د الله لپاره خواړه ورکوي، چې له هغوی د بدلې او هغوی ته په خپلو خوړو ورکولو بدله نه ترې غواړي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟
پرته له شکه موږ په هغه ورځ له خپل پالونکي وېريږو چې د بدبختانو مخونه به د هغې د سختۍ او رسوايۍ له امله سخت تريو وي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ
الله به يې د دغې لويې ورځې له شره په خپله پېرزوينه وساتي، د هغوی د درناوي په موخه به يې په مخونو کې روښنايي او رڼا او په زړونو کې يې خوشالي ورکړي
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ
او الله به هغوی ته بدله ورکړي، له دې امله چې هغوی پرطاعاتو صبر کړی، د الله پر هغه څه چې په تقدیر کې یې ورته لیکلي صبر کړی او له ګناهونو يې صبر کړی، داسې جنت به ورکړي چې خوندونه به پکې اخلي او داسې ورېښمينې جوړې چې اغوندي به يې.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ
او پر ښايسته کړل شويو تختونو به تکيه وهلي ناست وي، په دغه جنت کې به نه لمر ويني چې وړانګې يې زيان ور ورسوي، او نه سخت يخ، بلکې هغوی به په تلپاتې سيورې کې وي چې نه ګرمي وي ورسره او نه يخ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟
د هغو سيوری به ورته نېږدې وي، او مېوې به يې د هغه چا لپاره اېل کړل شوې وي چې ترې خوري يې، نو په آسانۍ او سهولت به يې ترې خوري، په داسې ډول چې څنګ وهونکی، ناست او ولاړ به يې ترې خوړلای شي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ
او پر هغوی به خادمان د سپينو زرو له لوښو سره ګرځي او د څښاک صفا رنګه ګيلاسونو سره کله چې د هغوی د څښلو اراده وي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟
هغه به د رنګ په صفاوالي کې د ښېښې غوندې وي سره له دې چې هغه به د سپينو زرو وي، او په هغه اندازه به ډکې کړل شوې وي چې هغوی يې غواړي، نه به پرې زياتيږي او نه به کميږي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ
او دغو کسانو ته به چې درناوی يې شوی دی له زنجبيل (سونډ) سره ګډ کړل شوي شراب ورڅښل کيږي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟
په جنت کې له يوې داسې چينې څخه به څښاک کوي چې سلسبيل نوميږي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟
او پر هغوی به په جنت کې داسې هلکان ګرځي را ګرځي چې تل به ځوانان وي، کله يې چې وينې د هغوی د مخونو د تازه والي، او د رنګونو د ښايست او په خپله د هغوی د زياتوالي او بېلوالي له امله به پر هغوی د خپرو ورو ملغلرو ګومان کوې.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟
او کله چې هلته په جنت کې څه وينې داسې نعمتونه به وينې چې بيان يې شونی نه وي، او داسې لويه پاچايي به وينې چې هيڅ پاچايي نه شي ورته نېږدې کېدلای.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟
او د هغوی پر بدنونو به شنې د وياړ جامې وي او هغه به له نازکو ورېښمو او له پېړو ورېښمو څخه وي، او هلته به له سپينو زرو ګاڼې ور اغوستل شوې وي، او الله به له هر ډول خرابۍ پاک شراب پرې وڅښي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠
او هغوی ته به د هغوی د درناوي په ډول ويل کيږي: پرته له شکه دغه نعمت چې تاسې ته درکړل شو دا ستاسو لپاره ستاسو د نېکو اعمالو بدله ده او عمل مو د الله پر وړاندې منل شوی دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ
پرته له شکه اې رسوله! همدا موږ پر تا قرآن بېل بېل نازل کړ، او يوځای مو درباندې نازل نه کړ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ
نو هغه څه ته صبر کوه چې الله يې د تقدير او شريعت له مخې پرېکړه کوي، او د هيڅ ګناهکار پيروي مه کوه په هغه څه کې چې کومې ګناه ته بلنه کوي، او مه د کافر پيروي کوه چې کوم کفر ته بلنه کوي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ
او خپل پالونکی د ورځې په پيل کې د سهار په لمانځه يادوه، د ماسپښين او د ورځې په پای کې د مازديګر په لمانځه.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• الوفاء بالنذر وإطعام المحتاج، والإخلاص في العمل، والخوف من الله: أسباب للنجاة من النار، ولدخول الجنة.
پر نذر وفا کول، اړمن ته خواړه ورکول، په عمل کې اخلاص او له الله څخه وېره: له اور څخه د ژغورلو او جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• إذا كان حال الغلمان الذين يخدمونهم في الجنة بهذا الجمال، فكيف بأهل الجنة أنفسهم؟!
کله چې د هغو هلکانو د ښايست حال دا وي چې په جنت کې د جنتيانو خدمت کوي، نو په خپله د جنتيانو به څه حال وي؟.

 
Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Insan
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an - Mục lục các bản dịch

Do Trung tâm Diễn giải Nghiên cứu Kinh Qur'an phát hành.

Đóng lại