Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto - Trung tâm Dịch thuật Rowad * - Mục lục các bản dịch

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Ý nghĩa nội dung Chương: Al-'Araf   Câu:
وَلَقَدْ جِئْنٰهُمْ بِكِتٰبٍ فَصَّلْنٰهُ عَلٰی عِلْمٍ هُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
او رښتيا ده چې موږ يو داسې كتاب ورته راوړى چې له علم سره مو څرګند بيان كړى، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي هدايت او رحمت دى.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا تَاْوِیْلَهٗ ؕ— یَوْمَ یَاْتِیْ تَاْوِیْلُهٗ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ نَسُوْهُ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۚ— فَهَلْ لَّنَا مِنْ شُفَعَآءَ فَیَشْفَعُوْا لَنَاۤ اَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ ؕ— قَدْ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
آيا د هغه له انجام را رسېدو پرته د بل څه انتظار كوي؟ په هغه ورځ چې انجام يې راورسيږي نو هغه خلك به ووايي كوم چې هغه يې له ياده اېستلى و: واقعاً چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو، نو آيا اوس زموږ لپاره څوك سپارښتونكي شته چې سپارښتنه مو وكړي او يا بېرته واپس شو تر څو داسې عمل وكړو چې د پخواني عمل په څېر مو نه وي، دوى خپل ځانونه تاواني كړل او كوم دروغ يې چې تړل هغه ترې ورك شول.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۫— یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ یَطْلُبُهٗ حَثِیْثًا ۙ— وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍ بِاَمْرِهٖ ؕ— اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ؕ— تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
بې شكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استواء (د عرش د پاسه شو) وكړه، شپه په ورځې باندې پټوي چې هر يو په تلوار سره لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري (يې پيدا كړل) چې د هغه په امر غاړه اېښودونكي دي. خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي، الله بركت والا دى، د ټولو مخلوقاتو رب.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اُدْعُوْا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَّخُفْیَةً ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ ۟ۚ
خپل رب مو په زاريو پټ پټ رابلئ، يقيناً هغه له حده تېرېدونكي نه خوښوي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَلَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا وَادْعُوْهُ خَوْفًا وَّطَمَعًا ؕ— اِنَّ رَحْمَتَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او په ځمكه كې له سمون (توحيد) وروسته بيا فساد مه جوړوئ او هغه (الله) له وېرې او هيلې سره رابلئ، د الله رحمت يقيناً نيكانو ته ورنږدې دى.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَهُوَ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنٰهُ لِبَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَنْزَلْنَا بِهِ الْمَآءَ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— كَذٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتٰی لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
او دا هماغه ذات دى چې بادونه د خپل رحمت نه مخكې زېرى وركوونكي راليږي تر څو درنې ورېځې را والوزوي چې هغه كومې مړې ځمكې لور ته روانوو بيا چې اوبه پرې تويې كړو نو په دې سره هر ډول مېوې راوباسو، هغه شان مړي هم راوباسو، په كار ده چې تاسو پند واخلئ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
 
Ý nghĩa nội dung Chương: Al-'Araf
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto - Trung tâm Dịch thuật Rowad - Mục lục các bản dịch

Người dịch: Nhóm thuộc Trung tâm Dịch thuật Rowad hợp tác với Hiệp hội Tuyên truyền Ar-Rabwah và Hiệp hội Dịch vụ Nội dung về Islam bằng đa ngôn ngữ.

Đóng lại