Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹 * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Chương: Al-'Araf   Câu:
قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِیْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْ كُنْتُ اَعْلَمُ الْغَیْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَیْرِ ۛۚ— وَمَا مَسَّنِیَ السُّوْٓءُ ۛۚ— اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ وَّبَشِیْرٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
ای محمده! ووایه چې زه د ځان لپاره د ګټې او تاوان واک نه لرم همغه څه راپیښیږي چې الله يې وغواړي. که زه په غیبو پوهیدای نو ډیرې ګټي به مې راټولې کړې او تاوان به هیڅکله نه و رارسیدلی. زه یو ډاروونکی او زیری ورکوونکی د هغه قوم یم چې خبره مني.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِیَسْكُنَ اِلَیْهَا ۚ— فَلَمَّا تَغَشّٰىهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِیْفًا فَمَرَّتْ بِهٖ ۚ— فَلَمَّاۤ اَثْقَلَتْ دَّعَوَا اللّٰهَ رَبَّهُمَا لَىِٕنْ اٰتَیْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
الله پاک هغه ذات دی چې تاسې يي له یوه ساه کښ څخه پیدا کړي يي[۱۲] او د هغه ښځه يي هم له همغه نه پیدا کړی ده تر څو چې ورسره ارام شي. نو کله چې نارینه خپلې ښځې ته ورنژدې او هغې داسې کوچنې باور واخیست چې ښکته او پورته ورسره تلای شوه نو چې بار يي دروند شو خاوند او ښځې دواړو له خپل رب څخه غوښتنه وکړه چې ای الله! که مونږ ته دې روغ رمټ بچی راکړ نو مونږ به هرو، مرو له شکر کوونکو نه وو.
[۱۲] ډيرو مفسرینو ددی ایت مقداق ادم او حواء ښوولې مونږ د حسن بصری صاحب ترجمه چې انسان يي عام ښوولې غوره کړي ده، ابن جریر الطبری ۶/۱۷۶ او همدا ترجمه شیخ الهند او مولانا مودودی هم خوښه کړې ده.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهٗ شُرَكَآءَ فِیْمَاۤ اٰتٰىهُمَا ۚ— فَتَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
خو چې الله پاک هغوی ته روغ رمټ بچی ورکړ د الله په دې ورکړه کې يي نور هم برخه من کړل. الله پاک له هغو شرکي کړنو نه ډیر پورته دی چې هغوی يې کوي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اَیُشْرِكُوْنَ مَا لَا یَخْلُقُ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ۚ
ایا داسې څه له الله سره شریکان ګڼي چي: هیڅ شی پیدا کولی نه، بلکې په خپله هم مخلوق دي؟
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ لَهُمْ نَصْرًا وَّلَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ ۟
دا معبودان نه د عبادت کوونکو او نه له خپلو ځانونو سره لاس کولای شي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَاِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَتَّبِعُوْكُمْ ؕ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ اَدَعَوْتُمُوْهُمْ اَمْ اَنْتُمْ صَامِتُوْنَ ۟
که تاسي يي د سمې لارې په لور وبلئ نو په تاسې پسې نه راځې. برابره خبره ده چې رابلئ يي او که ترې چپ او بې پروا پاتې کیږئ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ عِبَادٌ اَمْثَالُكُمْ فَادْعُوْهُمْ فَلْیَسْتَجِیْبُوْا لَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
دا خبره ډاګیزه ده چې کوم څه تاسې پرته له الله نه بلئ هغوی ستاسې په شان د بل په واک کي دي نو که تاسې رښتینې یاست( چې هغوی هم خدایان دي) نوراو یې بلئ، چې ستاسې دعاء ګاني قبولې کړي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اَلَهُمْ اَرْجُلٌ یَّمْشُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اَیْدٍ یَّبْطِشُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اَعْیُنٌ یُّبْصِرُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ؕ— قُلِ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِیْدُوْنِ فَلَا تُنْظِرُوْنِ ۟
ایا ستاسې باطل معبودان داسي پښې لري چي پرې ولاړ شي یا يي لاسونه شته چې څه پرې ونیسي؟ سترګي يي شته چې لیدل پرې وکړي؟ او ایا غوږونه لري چې اوریدل پرې وکړي؟ ای محمده! ووایه خپل خدایان مو راوبلئ او څه مو چې په وس پوره وي په ګډه يي زما پر خلاف وکړئ او نور راته حوصله مه کوئ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
 
Ý nghĩa nội dung Chương: Al-'Araf
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹 - Mục lục các bản dịch

普什图语意译古兰经,由毛露露·占巴兹·苏尔菲拉兹翻译。

Đóng lại