Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 亚斯   段:

یس

每章的意义:
إثبات الرسالة والبعث ودلائلهما.
د رسالت او بېرته را ژوندي کېدو اثبات او د هغو دواړو دليلونه.

یٰسٓ ۟ۚ
يس: دې ته ورته تورو په اړه د البقرې سورت په پیل کې خبره شوې ده.
阿拉伯语经注:
وَالْقُرْاٰنِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ
الله پر هغه قرآن لوړه کوي چې آیتونه يې مضبوط کړل شوي دي، او هغه چې نه له مخې او نه له شا باطل ورته راتلای شي.
阿拉伯语经注:
اِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! له شک پرته ته له هغو رسولانو يې چې الله خپلوبندګانو ته لېږلي دي، تر څو يوازې د هغه د يووالي او عبادت امر ورته وکړي.
阿拉伯语经注:
عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ؕ
او په نېغه لار او سم شريعت يې او دغه نېغه لار او سم شريعت ستا د هغه پالونکي له لوري نازل کړل شوی چې داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر خپلو مؤمنو بندګانو يې ډېر مهربان دی.
阿拉伯语经注:
تَنْزِیْلَ الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
او په نېغه لار او سم شريعت يې او دغه نېغه لار او سم شريعت ستا د هغه پالونکي له لوري نازل کړل شوی چې داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر خپلو مؤمنو بندګانو يې ډېر مهربان دی.
阿拉伯语经注:
لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اُنْذِرَ اٰبَآؤُهُمْ فَهُمْ غٰفِلُوْنَ ۟
دا مو تاته نازل کړلو ترڅو هغه قوم وډار کړې او ويې وېروې چې هغوی داسې عرب دي چې کوم رسول نه دی ورته راغلی چې ويې وېروي، نو هغوی له ايمان او د الله له يووالي څخه بې خبره دي، همدا حالت دی د هر امت چې له هغوی وېرول قطع شوي دي، له رسولانو هغه چاته دي چې وېروي يې.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلٰۤی اَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او له شک پرته پر ډېری دغو خلکو د الله له لوري عذاب رېښتيا شو، وروسته تردې چې هغوی ته د الله له لوري د خپل رسول په ژبه يې حق ورسېدلو، نو هغوی ايمان پرې را نه وړ، او پر خپل کفر پاتې شول، چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول ايمان نه راوړي او نه پر هغه حق پوهيږي چې ورته راغلی دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّا جَعَلْنَا فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ اَغْلٰلًا فَهِیَ اِلَی الْاَذْقَانِ فَهُمْ مُّقْمَحُوْنَ ۟
هغوی په دې کې د هغه چا غوندې دي چې په غاړو کې يې ځنځيرونه ور اچول شوي وي، او لاسونه يې له غاړو سره تر زنو لاندې يوځای کړل شوي وي، نو د آسمان خوا ته د خپلو سرونو پورته کولو ته اړشوي وي، چې د ټيټولو توان يې نه لري، نو دغه پر الله له ايمان څخه تړل شوي دي چې پر هغه باور نه لري او د هغه لپاره سرونه نه شي ټيټولی.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ سَدًّا وَّمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَاَغْشَیْنٰهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟
او د هغوی د مخې لوري مو د حق په وړاندې خنډ جوړ کړی او له شا يې هم خنډ دی، او سترګې مو يې له حق څخه ورپټې کړې دي، نو داسې ليدل نه شي کولای چې ګټه ترې پورته کړای شي، هغوی لره دا وروسته تر هغه حاصل شول چې د هغوی ضد او پر کفر يې ټينګار څرګند شو.
阿拉伯语经注:
وَسَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
د دغو حق سره ضد کوونکو کافرانو لپاره برابره ده ای محمده! که يې ووېروې او يا يې و نه وېروې، هغوی پر هغه څه ايمان نه راوړي چې د الله له لوري ورسره راغلی يې.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ ۚ— فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَّاَجْرٍ كَرِیْمٍ ۟
بېشکه څوک چې په حقه ستا له وېرولو ګټه پورته کوي هغه څوک دي چې دغه قرآن رېښتينی بولي او په هغو کې چې څه دي د هغو پيروي کوي او په پټه له خپل پالونکي ډاريږي، داسې چې بل څوک يې نه ويني، نو څوک چې دغه صفتونه لري هغو ته د هغه څه خبر ورکړه چې خوشحالوي يې چې هغه د الله د لوري د ګناهونو له مینځه وړل دي،او د هغه د ګناهونو بښنه او داسې لوی ثواب دی چې په آخرت کې به يې انتظار کوي چې هغه جنت ته ننوتل دي.
阿拉伯语经注:
اِنَّا نَحْنُ نُحْیِ الْمَوْتٰی وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوْا وَاٰثَارَهُمْ ؔؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ فِیْۤ اِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟۠
له شک پرته موږ مړي را ژوندي کوو د قيامت په ورځ د حساب لپاره د هغوی په بېرته را پاڅولو سره، او ليکو د هغوی هغه نېک او بد عملونه چې د دنيا په ژوند کې يې مخکې لېږلي دي او د هغوی له مرګ وروسته هغوی لره هغه پاتې اغېز يې ليکو، هغه که نېک وي لکه صدقه جاریه، او يا بد وي لکه کفر، او موږ هر څه په څرګند کتاب کې شمېرلي دي چې هغه لوح محفوظ دی.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• العناد مانع من الهداية إلى الحق.
ضد د حق لوري ته له لارښوونې څخه منع کوونکی دی.

• العمل بالقرآن وخشية الله من أسباب دخول الجنة.
پر قرآن عمل کول او له الله وېره جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• فضل الولد الصالح والصدقة الجارية وما شابههما على العبد المؤمن.
د نېک اولاد، جاري صدقې او دېته ورته شيانو فضيلت د مؤمن بنده لپاره.

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا اَصْحٰبَ الْقَرْیَةِ ۘ— اِذْ جَآءَهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۚ
او ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ضد کوونکو ته يوه داسې بېلګه بيان کړه چې هغوی لره پند وي، چې د هغو کلي د خلکو کيسه ده چې رسولان يې ورته راغلل.
阿拉伯语经注:
اِذْ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَكَذَّبُوْهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ مُّرْسَلُوْنَ ۟
کله مو چې لومړی دوه رسولان ور ولېږل ترڅو د الله يووالي او د هغه عبادت ته يې را وبولي، خو دغه دواړه رسولان يې درواغجن وګڼل، نو هغوی دواړه مو د درېيم رسول په ورلېږلو سره قوي کړل، چې درې واړو رسولانو د کلي خلکو ته وويل: له شک پرته موږ درې واړه تاسو ته را لېږل شوي يو، تر څو د الله يووالي او د هغه د شريعت پيروۍ ته مو را وبولو.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا مَاۤ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۙ— وَمَاۤ اَنْزَلَ الرَّحْمٰنُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَكْذِبُوْنَ ۟
د کلي خلکو رسولانو ته وويل: تاسو يوازې زموږ غوندې بشر ياست، تاسو پر موږ کوم غوروالی نه لرئ، او رحمان (الله) پر تاسو کومه وحي هم نه ده نازله کړې، او نه ياست تاسو مګر دا چې په خپله دغه دعوی کې پر الله درواغ تړئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا رَبُّنَا یَعْلَمُ اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ لَمُرْسَلُوْنَ ۟
د کلي خلکو د درواغ ګڼلو په ځواب کې درې واړه رسولانو وويل: زموږ پالونکی پوهيږي ای د کلي خلکو! چې له شک پرته موږ تاسو ته د هغه له لوري استازي يو او دغه زموږ لپاره د دليل په توګه پوروالی کوي.
阿拉伯语经注:
وَمَا عَلَیْنَاۤ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او پر موږ يوازې د هغه څه څرګنده رسونه ده چې موږ ته يې تر تاسو د رسونې امر شوی دی، او ستاسو د لارښوونې واک نه لرو.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
د کلي خلکو رسولانو ته وويل: له شک پرته موږ پر تاسو بد پالي کوو، او که چېرې تاسو د الله يووالي ته زموږ له بلنې لاس په سر نه شئ، هرومرو به تاسو ته تر مرګه د ډبرو په وېشتلو سزا درکړو، او هرومرو به تاسو زموږ له لوري دردوونکی عذاب ووينئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ ؕ— اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟
رسولانو پر هغوی د رد په توګه وويل: بدپالي مو پر تاسو لازمه ده ستاسو پر الله د کفر او د هغه د رسول د پيروۍ د پرېښودو له امله، ايا تاسو بدپالي نيسئ که موږ الله در په ياد کړو؟ بلکې تاسو داسې قوم ياست چې د کفر او ګناهونو په ترسره کولو کې له بريده اوړئ.
阿拉伯语经注:
وَجَآءَ مِنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ رَجُلٌ یَّسْعٰی ؗ— قَالَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
او د کلي له لېرې ځايه يو سړی د خپل قوم له لوري د رسولانو د درواغ ګڼلو او په وژلو او آزارولو د هغوی د ګوت څنډنې له وېرې په منډه منډه راغی ويل يې: ای زما قومه! د هغه څه پيروي وکړئ چې دغه رسولان ورسره راغلي دي.
阿拉伯语经注:
اتَّبِعُوْا مَنْ لَّا یَسْـَٔلُكُمْ اَجْرًا وَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
ای زما قومه! د هغه چا پيروي کوئ چې له تاسو د هغه څه په رسولو کومه بدله نه غواړي چې راوړی يې دي، او هغوی په هغه څه کې په سمه لار دي چې د الله له لوري د کومې وحي رسونه کوي، نو څوک چې دا ډول وي د دې وړ دی چې پيروي يې وشي.
阿拉伯语经注:
وَمَا لِیَ لَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْ فَطَرَنِیْ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او دغه نصيحت کوونکي سړي وويل: او څه مانع دی چې د هغه الله له بندګۍ مې منع کوي چې پيداکړی يې يم؟! او څه مانع دی چې تاسو د خپل رب دعبادت څخه منع کوي چې پيداکړي يې ياست، او يوازې هغه ته به د جزا لپاره په بېرته را پاڅېدلو ورګرځئ؟!.
阿拉伯语经注:
ءَاَتَّخِذُ مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً اِنْ یُّرِدْنِ الرَّحْمٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یُنْقِذُوْنِ ۟ۚ
آيا له هغه الله پرته چې پيداکړی يې يم بغير له حقه نور معبودان ونيسم؟! که چېرې مې رحمان د ضرر اراده ولري، د دغو معبودانو سپارښتنه نه څه را څخه لېرې کولای شي او نه د ګټې او نه تاوان واک راته لري، او نه دا توان لري چې له هغه ضرره مې وباسي چې الله يې اراده راته کړې وي که چېرې پر کفر مړ شم.
阿拉伯语经注:
اِنِّیْۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
له شک پرته که زه له الله پرته هغوی معبودان ونيسم، هرومرو به په څرګنده تېروتنه کې يم په دې وجه چې دهغه چا عبادت به مې کړی وي چې د عبادت وړ نه دی او د هغه چا عبادت به مې پرېښی وي چې وړ يې دی.
阿拉伯语经注:
اِنِّیْۤ اٰمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُوْنِ ۟ؕ
بېشکه ای زما قومه! ما پر خپل او ستاسو ټولو پر پالونکي ايمان راوړی، نو زما واورئ، زه د هغه قتل پروا نه لرم د هغه څه چې تاسو مې پرې کواښئ، د هغه قوم بل څه نه و مګر دا چې هغه يې ووژلو، نو الله جنت ته ننه اېستی.
阿拉伯语经注:
قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ؕ— قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
د هغه له شهادت وروسته هغه ته د درناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې د ننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل د هيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه د ګناهونو بخښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی و لکه ما چې ايمان راوړی دی او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای.
阿拉伯语经注:
بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟
د هغه له شهادت وروسته هغه ته د درناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې د ننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل د هيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه د ګناهونو بښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی وو لکه ما چې ايمان راوړی دی، او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• أهمية القصص في الدعوة إلى الله.
د الله لوري ته په بلنه کې د کيسو(د مېتود) اهميت.

• الطيرة والتشاؤم من أعمال الكفر.
بدپالي او سپیروالی د کفر له عملونو څخه دي.

• النصح لأهل الحق واجب .
د حق څښتنانو لپاره نصيحت واجب دی.

• حب الخير للناس صفة من صفات أهل الإيمان.
د خلکو لپاره د ښېګڼې خوښول د ايمان د څښتنانو له صفتونو يو صفت دی.

وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی قَوْمِهٖ مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ جُنْدٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِیْنَ ۟
او موږ د هغه د قوم د تباه کولو لپاره کوم چې هغه يې درواغجن بللی او وژلی يې دی، د پرېښتو لښکر نه لېږو، چې له اسمانه يې ولېږو، او نه موږ پر امتونو د پرېښتو لېږونکي يو، کله يې چې تباه کوو، نو کار يې موږ ته تردې هم ډېر اسانه دی، نو د هغوی تباهي له اسمانه په يوه چېغه کوو، نه د عذاب د پرېښتو په لېږلو سره.
阿拉伯语经注:
اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ خٰمِدُوْنَ ۟
پس د ده د قوم د تباهۍ کیسه نه وه مګر د یوې چیغې وه چې پر دوی مو راولېږله نو یو دم دوی پرېوتي[هلاک] شول چې هېڅوک ترې پاتې نشول، دوی د هغه اور په څېر وو چې بل وي بیا مړ شي، او هېڅ اثر یې پاتې نشي.
阿拉伯语经注:
یٰحَسْرَةً عَلَی الْعِبَادِ ۣۚ— مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
ای د دروغجنوونکو بندګانو پښیمانتیا او افسوس د قیامت په ورځ کله چې دوی عذاب وویني؛ ځکه دوی به وو په دنیا کې چې هېڅ پېغمبر به ورته نه راتللو مګر دوی به پرې ملنډې وهلې او مسخرې به یې ورپسې کولې، نو د دوی پایله به د قیامت په ورځ د پښیمانتیا وي لدې کبله چې د الله په هکله یې کمی کړی ؤ.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ اَنَّهُمْ اِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟
آیا دا دروغجنونکي او پر پېغمبرانو پورې ملنډې وهونکي په مخکینیو امتونو کې عبرت نه وینې؟ بېشکه هغوی مړه شو، او دې دنیا ته به بیا هېڅکله را ونه ګرځې، بلکې هغه څه سره مخ شو کومې کړنې یې چې وړاندې کړې وې، او زر دی چې الله پرې بدله ورکړي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ كُلٌّ لَّمَّا جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟۠
او نه دي ټول امتونه پرته له استثناء مګر زمونږ وړاندې به دقیامت په ورځ له پاڅون وروسته حاضرېدونکي وي څو په خپلو کړنو ورته بدله ورکړي.
阿拉伯语经注:
وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الْاَرْضُ الْمَیْتَةُ ۖۚ— اَحْیَیْنٰهَا وَاَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ یَاْكُلُوْنَ ۟
داښه دلیل دی دقیامت نه منونکوته په حقانیت دقیامت چې په دې وچه کلکه ځمکه مو له آسمانه باران را و وراوه، نو ډول ډول شینکي مو پرې را شنه کړل او قسما قسم دانې مو پرې را وویستلې ددې دپاره چې خلک یې وخوري، نو هغه چا چې دا ځمکه یې د باران په را ورولو او شینکیو په شنه کولو ژوندۍ کړې ځواکمن دی په ژوندي کولو د مړو او په دوباره پاڅون د هغوی.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا فِیْهَا جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ وَّفَجَّرْنَا فِیْهَا مِنَ الْعُیُوْنِ ۟ۙ
او پر هغه ځمکه کې چې مونږ باران ورولی د کجورو او انګورو باغونه مو پرې ګرځولي، او د اوبو هغه چینې مو پرې بیولي دي چې خړوبه کوي یې.
阿拉伯语经注:
لِیَاْكُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖ ۙ— وَمَا عَمِلَتْهُ اَیْدِیْهِمْ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟
دې لپاره چې خلک د دې باغونو له میوو څخه وخوري کوم چې پرې الله خپله لورینه کړې او د دوی پکې هېڅ کوښښ نه وه، نو آیا د الله په نعمتونو شکر نه وباسي په بندګۍ کولو یوازې د هغه او د هغه پر پېغمبرانو باور لرلو سره؟!.
阿拉伯语经注:
سُبْحٰنَ الَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ وَمِنْ اَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
پاکي ده او لوړ دی هغه ذات دی چې د نباتاتو او ونو انواع یې پېدا کړې دي، او د خلکو له ځانونو څخه چې نارینه او ښځینه یې پېدا کړي، او هغه چې خلک یې لا نه پېژني د الله له مخلوقاتو څخه په وچه او سمندر کې او له دې دواړو پرته.
阿拉伯语经注:
وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الَّیْلُ ۖۚ— نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَاِذَا هُمْ مُّظْلِمُوْنَ ۟ۙ
او د الله پر توحید خلکو لپاره لارښونه داده چې مونږ روښنایي د ورځې په وړلو سره او د شپې په راتللو سره وړو کله چې ورځ ترېنه وباسو، او د ورځې له تللو وروسته تیاره راوړو، پس یو دم خلک په تیاره کې ننوتونکي شي.
阿拉伯语经注:
وَالشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ؕ
او دوی لپاره د الله په یووالي دا لمر نښه ده چې ټاکلي ځای ته چې الله یې په اندازه پوهېږي چلېږي او ترې نه تېرېږي، دا اندازه کول د هغه غالب ذات اندازه ده چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلی، پوه ذات چې هېڅ ترې نشي پټېدلای د مخلوقانو له کار څخه.
阿拉伯语经注:
وَالْقَمَرَ قَدَّرْنٰهُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ كَالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ ۟
او د الله تعالی پر توحید دوی لپاره نښه دا سپوږمۍ ده چې هره شپه مو په پړاوونو سره اندازه کړې ده؛ کوچنۍ پېل کېږي بیا غټېږي بیا کوچنۍ کېږي تر دې چې په نريوالي، کوږوالي، زیړوالي او زوړوالي کې د کجورې د وږې دهغه کږې اوزړې نیلې په څېر وګرځي.
阿拉伯语经注:
لَا الشَّمْسُ یَنْۢبَغِیْ لَهَاۤ اَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا الَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ؕ— وَكُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟
د لمر او سپوږمۍ او شپې او ورځې نښانې د الله تعالی په اندازه کولو سره ټاکل شوې دي، نو له هغه څه څخه مخکې نه ځي کوم چې ورته ټاکل شوی وي، نو نه لمر لره شونې ده چې په سپوږمۍ پسې ورسي چې لاره یې بدله کړي او یا یې روښنایي یوسي، او نه شپې لره شونې ده چې له ورځ مخکې شي او له وخت پوره کېدلو مخکې داخله شي، او دا ټول تابع شوي مخلوقات او نورو، ستارو او سیارو لپاره خپل ځانګړي لارې دي د الله په اندازه کولو او ساتنې سره.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• ما أهون الخلق على الله إذا عصوه، وما أكرمهم عليه إن أطاعوه.
څومره سپک مخلوقات دې د الله کله چې یې نافرماني کوي، او څومره عزتمند دي کله چې یې اطاعت کوي.

• من الأدلة على البعث إحياء الأرض الهامدة بالنبات الأخضر، وإخراج الحَبِّ منه.
په پاڅون باندې د دلیلونو څخه د مړې ځمکې ژوندۍ کول دي په شنو نباتو، او د هغې څخه د دانو راویستل دي.

• من أدلة التوحيد: خلق المخلوقات في السماء والأرض وتسييرها بقدر.
د توحید له دلیلونو څخه: په ځمکه او آسمان کې د مخلوقاتو پېدا کول او په اندازې سره یې چلول دي.

وَاٰیَةٌ لَّهُمْ اَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
او همدا راز دوی ته د الله په یووالي بله نښه او د هغه لورینه په خپلو بندګانو داده چې مونږ سپاره کړل هغه خلک چې د طوفان څخه ژغورل شوي وو د آدم له نسل څخه د نوح په زمانه کې، د مخلوقاتو څخه ډکه بېړۍ کې، بېشکه الله تعالی پکې له هر جنس څخه جوړه سپاره کړل.
阿拉伯语经注:
وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِّنْ مِّثْلِهٖ مَا یَرْكَبُوْنَ ۟
او نښه ده دوی دپاره د الله په یووالي او د هغه د لورینې په خپلو بندګانو چې دوی ته مو د نوح علیه السلام د بیړۍ په شان نور د سورلۍ شیان هم پېدا کړي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ نَّشَاْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیْخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ یُنْقَذُوْنَ ۟ۙ
او که چېرې مونږ د دوی ډوبول غوښتلی نو ډوب کړي به مو وی، نو هیڅ چیغه اورېدونکی به یې چیغه وا نه وري که چېرې مونږ یې ډوبول غوښتل، او نه به هېڅ ژغورونکي ژغورلی وای کله چې زمونږ په امر او پرېکړه ډوب شوي وو.
阿拉伯语经注:
اِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟
مګر دا چې مونږ پرې د ډوبېدو څخه د ژغورنې لورینه وکړه او را وموګرځول څو تر یوې ټاکلې نېټې پورې ګټه واخلي چې ترې نه وړاندې کېږي، ددې د پاره چې عبرت واخلي او ایمان راوړي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّقُوْا مَا بَیْنَ اَیْدِیْكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
او کله چې دې مشرکانو او له ایمان مخ اړونکو ته وویل شي: ځان وساتئ د آخرت له هغو کارونو او سختیو څخه چې ستاسو مخ کې دي، اوځان وساتئ له شاته شوې دنیا څخه په دې هیله چې الله درباندې د خپلې لورینې احسان وکړي؛ دوی یې نه مني، بلکې مخ اړوي په بې پروایۍ سره.
阿拉伯语经注:
وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟
او هر کله چې دې سرکښو مشرکانو ته د الله هغه آیاتونه راشي چې د ده په یووالي او یوازې د ده د بندګۍ په وړتیا دلالت کوي، دوی ترې مخ اړوونکي عبرت نه اخیستونکي وي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنُطْعِمُ مَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ اَطْعَمَهٗۤ ۖۗ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او کله چې دې سرکښو ته وویل شي: د بېوزلو سره او غریبانو سره مرسته وکړئ له هغو شتمنیو څخه چې الله تاسو ته درکړي، په بد ګڼونکي توګه مومنانو ته ځواب وایي: آیا مونږ پر هغه چا وخورو چې که چېرې الله د هغوی خوراک وغواړي خپله به یې پرې وخوري؟! نو مونږ د هغه د غوښتنې مخالفت نه کوو، نه یاست تاسو -ای مومنانو- مګر په ښکاره تېروتنه کې له حق څخه لرې.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او د بعث (پاڅون) نه منونکي کافران او د هغه دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي وایي: دا پاڅون (بعث) کله دی؟ که چېرې تاسو -ای مومنانو- په خپله دعوی کې چې واقع کېدونکی دی ریښتینې یاست؟!
阿拉伯语经注:
مَا یَنْظُرُوْنَ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً تَاْخُذُهُمْ وَهُمْ یَخِصِّمُوْنَ ۟
دا د پاڅون دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي د بل څه انتظار نه باسي پرته له لومړي پوکي کله چې په شپېلۍ کې پوک شي، نو نا څاپه به پرې سخته چیغه وشي چې دوی به خپلو دنیوي کارونو لکه پېرل او پلورل او خړوبولو او څرولو او د دنیا نورو کارونو کې اخته وي.
阿拉伯语经注:
فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ تَوْصِیَةً وَّلَاۤ اِلٰۤی اَهْلِهِمْ یَرْجِعُوْنَ ۟۠
نو کله چې پرې ناڅابه دا سخته چیغه وشي بیا به نه یو بل ته وصیت (سپارښتنه) کولای شي او نه به خپلو کورونو او اهل ته ستنېدلای شي، بلکې په همدې حال به مړه شي کومو کارونو کې چې مشغوله وو.
阿拉伯语经注:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَاِذَا هُمْ مِّنَ الْاَجْدَاثِ اِلٰی رَبِّهِمْ یَنْسِلُوْنَ ۟
او په شپیلۍ کې به دویم پوکی د پاڅون لپاره وشي، نو ناڅاپه به دوی ټول له خپلو قبرونو څخه راوځي او د خپل رب لوري ته به د حساب او بدلې لپاره منډې وهي.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا ۣٚۘ— هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ ۟
دغه په پاڅون کفر کوونکي دروغجنونکي به په داسې حال کې وایي چې پښیمانه به وي: ای زمونږ زیانه، څوک دی هغه چې مونږ یې له قبرونو څخه پاڅولو؟! نو ځواب به ورته وویل شي: دا هغه ژمنه ده چې الله کړې بېشکه واقع کېدونکې ده، او پېغمبرانو رښتیا ویلي وو په هغه څه کې چې د خپل رب لخوا یې رسولې وو.
阿拉伯语经注:
اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟
له قبرونو څخه پاڅېدل نه دي پرته له دې چې په شپیلۍ کې د دویم پوکي اغیز وي، نو ناڅاپه به ټول مخلوقات د قیامت په ورځ مونږ ته د حساب لپاره حاضر شي.
阿拉伯语经注:
فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا وَّلَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
په دغه ورځ به د انصاف پرېکړه وي، نو -ای بندګانو-په تاسو به د هېڅ شي زیاتی نه کېږي د ګناهونو په زیاتېدلو یا د نیکیو په کمېدلو، بېشکه تاسو ته به د هغو کړنو بشپړه بدله درکول کېږي چې د دنیا په ژوند کې مو ترسره کړي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• من أساليب تربية الله لعباده أنه جعل بين أيديهم الآيات التي يستدلون بها على ما ينفعهم في دينهم ودنياهم.
بندګانو لره د الله تعالی د پالنې له طریقو څخه دا ده چې الله تعالی د دوی مخې ته داسې نښې ګرځولي چې د هغه څه لپاره پرې دلیل نیولی شي کوم چې په دین او دنیا کې ورته ګټه رسوي.

• الله تعالى مكَّن العباد، وأعطاهم من القوة ما يقدرون به على فعل الأمر واجتناب النهي، فإذا تركوا ما أمروا به، كان ذلك اختيارًا منهم.
الله تعالی بندګانو ته وس ورکړی، او له ځواک څخه یې دومره ورکړی چې دوی پرې امر پر ځای او له نهي ځان وژغوري، نو کله چې هغه څه پرېږدي چې امر ورته شوی، نو دا بیا د دوی خپله خوښه ده.

اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَ ۟ۚ
بېشکه جنتیان به د قیامت په ورځ مصروفه وي د سوچ وهلو نه په نور څه کې؛ ځکه چې کوم تلپاتې نعمتونه او ستره بریا ویني، نو دوی به په همدې کې خوشاله مزې کوي.
阿拉伯语经注:
هُمْ وَاَزْوَاجُهُمْ فِیْ ظِلٰلٍ عَلَی الْاَرَآىِٕكِ مُتَّكِـُٔوْنَ ۟ۚ
دوی او میرمنې یې په کټونو کې د جنت د پراخه سیورو لاندې نعمتونو کې وي.
阿拉伯语经注:
لَهُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّلَهُمْ مَّا یَدَّعُوْنَ ۟ۚ
دوی لره به په جنت کې ډول ډول پاکې میوې وي له انګورو، انځرو او انارو څخه، او دوی لره به هر هغه خوندونه او نعمتونه وي چې غواړي یې، نو هر څه چې وغواړي شتون به ولري.
阿拉伯语经注:
سَلٰمٌ ۫— قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ ۟
او دوی ته به له دې نعمتونو پورته سلامتیا وي، وینا ده د دوی د مهربان رب لخوا، نو کله چې پرې سلام واچوي نو سلامتیا به پرې له ټولو خواوو وي، او داسې ښه راغلاست به ورته وشي چې له هغې پورته بل ښه راغلاست نشته.
阿拉伯语经注:
وَامْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟
او د قیامت په ورځ به مشرکانو ته وویل شي: له مؤمنانو بېل شئ، نو دوی ته مناسب نده چې تاسو سره وي؛ ځکه ستاسو او د دوی بدله او ستاسو او د دوی صفتونه سره جلا دي.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
آیا تاسو ته مې د خپلو پېغمبرانو په خولو سپارښتنه او امر نه ؤ کړی او نه مې ؤ ویلي چې: ای د آدم زامنو، په کفر او ګناهونو ترسره کولو کې د شیطان مه منئ، بېشکه شیطان په ښکاره دښمنۍ سره دښمن دی، نو یو هوښیار کس ته څرنګه ممکن دي چې د هغه دښمن ومني کوم چې ښکاره دښمني کوي؟!.
阿拉伯语经注:
وَّاَنِ اعْبُدُوْنِیْ ؔؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او تاسو ته مو ای بني آدمه امر کړی چې يوازې زما عبادت وکړئ او له ما سره هيڅ شی شريک نه کړئ، نو يوازې زما عبادت او زما پيروي داسې نېغه لار ده چې زما رضا او د جنت ننه وېستلو ته مو رسوي، خو تاسو پر هغه څه عمل نه کوئ چې زه يې سپارښتنه درته کوم او امر درته کوم.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِیْرًا ؕ— اَفَلَمْ تَكُوْنُوْا تَعْقِلُوْنَ ۟
او خامخا شیطان له تاسو څخه ډېر خلک بې لارې کړي، نو آیا ستاسو عقلونه نه وو چې تاسو ته د خپل رب د منلو او یوازې د هغه د عبادت کولو امر کړی وی، او د هغه شیطان له منلو مو ووېروي چې په ښکاره دښمنۍ مو دښمن دی؟!.
阿拉伯语经注:
هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟
دا هماغه جهنم دی چې تاسو سره به پرې ستاسو د کفر له کبله وعده کېدله، او له تاسو پټ ؤ، او نن ورځ یې تاسو په سترګو وینئ.
阿拉伯语经注:
اِصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟
نن ورننوځئ، او دردمن شئ د ګرمۍ څخه یې له دې کبله چې تاسو د دنیا په ژوند کې په الله کفر کولو.
阿拉伯语经注:
اَلْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلٰۤی اَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَاۤ اَیْدِیْهِمْ وَتَشْهَدُ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
نن به د دوی په خولو مهر وهو نو د ګونګیانو په څېر به ویني خو خبرې به نشي کولای چې د خپل کفر او ګناهونو څخه انکار وکړي چې کول یې، او لاسونه به یې مونږ ته د هغه څه په اړه خبرې کوي چې په دنیا کې یې پرې کول، او پښې به یې شاهدي ورکوي په هغه څه چې دوی به پرې کوم ګناهونه کول او ورتلل به.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلٰۤی اَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَاَنّٰی یُبْصِرُوْنَ ۟
او که مونږ د دوی د سترګو له منځه وړل وغواړو نو یو به یې سو پس نه به ویني، نو له یو بل به لارې ته وړاندې کېږي چې جنت ته ترې تېر شي، نو لرې ده چې تېر شي په داسې حال کې چې سترګې یې له منځه تللې وي.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنٰهُمْ عَلٰی مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوْا مُضِیًّا وَّلَا یَرْجِعُوْنَ ۟۠
او که مونږ د دوی د پېدایښت بدلون او په خپلو پښو کښینول وغواړو نو پېدایښت به یې بدل کړو او په خپلو پښو به یې کښینوو، نو له خپلو ځایو به نشي خوځېدلای، او نه به مخ ته تللی شي، او نه به شاته ګرځېدلی شي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ ؕ— اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ ۟
او د هغو خلکو چې ژوند اوږدوو د عمر په اوږدولو نو د کمزورتیا دورې ته یې راګرځوو، نو آیا په خپلو عقلونو کې سوچ نه وهي؟ او نه مومي چې دا کور تلپاتې کور نه دی، او بېشکه تلپاتې کور خو د آخرت کور دی.
阿拉伯语经注:
وَمَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ وَّقُرْاٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
او مونږ نه محمد صلی الله علیه وسلم ته شعر ښوولی ؤ او نه ورسره ښایي؛ ځکه چې د ده په طبیعت کې نشته او د ده مزاج یې نه غواړي، څو ستاسو دا دعوه درسته شي چې شاعر دی، هغه څه چې مونږ ورښوولي نه دي پرته له ذکر او څرګند قرآن څخه د هغه چا لپاره چې سوچ پرې کوي.
阿拉伯语经注:
لِّیُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَیًّا وَّیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
د دې لپاره چې که د چا زړه ژوندی او روښان عقل ولري، نو هماغه ترې ګټه اخلي او د عذاب خبره په کافرانو ثابتېږي، ځکه چې حجت پرې قائم شوی په نازلېدو د هغه او د هغه د بلنې رسېدلو دوی ته، نو هېڅ عذر به دوی ته پاتې نشي چې وړاندې یې کړي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• في يوم القيامة يتجلى لأهل الإيمان من رحمة ربهم ما لا يخطر على بالهم.
د قیامت په ورځ به د ایمان خاوندانو ته د خپل رب له رحمت څخه هغه څه څرګند شي چې د دوی په ذهن کې به نه راتلل.

• أهل الجنة مسرورون بكل ما تهواه النفوس وتلذه العيون ويتمناه المتمنون.
جنتیان په ټولو هغو شیانو چې زړونه یې غواړي او سترګې ترې خوند اخلي او هیله کوونکي یې هیله لري خوشاله وي.

• ذو القلب هو الذي يزكو بالقرآن، ويزداد من العلم منه والعمل.
د زړه خاوند هغه دی چې په قرآن پاکېږي، او د هغه څخه خپل علم او عمل زیاتوي.

• أعضاء الإنسان تشهد عليه يوم القيامة.
د انسان غړي پر هغه د قیامت په ورځ شاهدي وایي.

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِّمَّا عَمِلَتْ اَیْدِیْنَاۤ اَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مٰلِكُوْنَ ۟
آیا نه یې دي لیدلي چې مونږ ورته څاروي پېدا کړي، نو دوی د دې څاروو د چارو مالکان دي؛ هغسې لاسوهنه پکې کوي څرنګه چې د دوی ګټې وغواړي.
阿拉伯语经注:
وَذَلَّلْنٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوْبُهُمْ وَمِنْهَا یَاْكُلُوْنَ ۟
او مونږ ورته هغه تابع کړې دي او غاړه ایښودونکي مو ګرځولي، نو د ځینو په شاګانو سپرېږي او بارونه باروي، او د ځینو له غوښو خوري.
阿拉伯语经注:
وَلَهُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟
او دوی لره پکې په شا د سپرلۍ او غوښو خوړلو پرته نورې ګټې هم شته، لکه د دوی وړۍ، د دوی اون او د دوی وژغنو او د دوی قیمتونو؛ نو له دې څخه فرشونه او لباس جوړوي، او په دې کې د دوی د څښاک شیان دي چې له شېدو څخه یې څښي، نو آیا د هغه الله شکر نه وباسي چې د دې او نورو نعمتونو احسان یې پرې کړی؟!.
阿拉伯语经注:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لَّعَلَّهُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ
او مشرکانو له الله پرته نور باطل معبودان ونیول په دې هیله یې عبادت کولو چې د دوی مرسته وکړي او د الله له عذاب څخه یې وژغوري.
阿拉伯语经注:
لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُّحْضَرُوْنَ ۟
دغه باطل معبودان چې دوی نیولي د خپلو ځانونو مرسته نشي کولی او د هغو کسانو چې له الله پرته یې د دوی عبادت کولو، او دوی او د دوی بوتان به ټول په عذاب کې حاضر وي هر یو به له بل څخه بېزاره وي.
阿拉伯语经注:
فَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ— اِنَّا نَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
ای پېغمبره! تا دې د دوی وینا نه غمجن کوي دا چې: بېشکه ته استازی نه یې، یا ته شاعر یې، او داسې نور تورونه د دوی. بېشکه مونږ پوهېږو په هغه څه چې دوی یې پټوي او هغه څه چې ښکاره کوي یې، هېڅ هم له مونږ پټ نه دي، او ژر دی چې بدله به پرې ورکړو.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَرَ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۟
آیا هغه انسان چې له مرګ وروسته له پاڅون (بعث) څخه انکار کوي پدې یې سوچ نه دی کړی چې مونږ دی له مني پېدا کړی، بیا په ګڼو پړاوونو تېر شوی تر دې چې وزېږید او لوی شو، بیا ډېر جګړه مار وګرځېد؛ آیا ده هغه څه نه و لېدلي چې د بعث (پاڅون) د واقع کېدو په اړه پرې استدلال وکړي؟!.
阿拉伯语经注:
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَّنَسِیَ خَلْقَهٗ ؕ— قَالَ مَنْ یُّحْیِ الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیْمٌ ۟
دا کافر بې پروا او ناپوهه دی چې په خاورې شوو هډوکو د پاڅون (بعث) په ناشونې کېدلو استدلال کوي، نو وایي: څوک یې راګرځوي؟ او خپل پېدایښت ترې پټ دی چې هغه نشت ؤ.
阿拉伯语经注:
قُلْ یُحْیِیْهَا الَّذِیْۤ اَنْشَاَهَاۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ— وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِیْمُ ۟ۙ
ورته په ځواب کې وایه -ای محمده-: دا خاورې شوي هډوکي به هغه څوک را ژوندي کوي چا چې لومړي ځل پېدا کړي وو، نو چا چې په لومړي ځل پېدا کړي هغه یې د ژوند بېرته ورګرځولو څخه نه ناتوانه کېږي، او هغه سپېڅلی په هر ډول پېدایښت ښه پوهه دی، هېڅ شی ترینه نشي پټېدلای.
阿拉伯语经注:
١لَّذِیْ جَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الشَّجَرِ الْاَخْضَرِ نَارًا فَاِذَاۤ اَنْتُمْ مِّنْهُ تُوْقِدُوْنَ ۟
هغه ذات چې تاسو -ای خلکو- ته یې له شنې تازه ونې څخه اور ګرځولی چې تاسو یې ترې راوباسئ او یو دم ترې اور بلوئ، نو هغه څوک چې دوه مخالف شیان -دشنې ونې د اوبو لوندوالی، او په هغې کې بل شوی اور- یو ځای کړي د مړو په ژوندي کولو واکمن دی.
阿拉伯语经注:
اَوَلَیْسَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ ؔؕ— بَلٰی ۗ— وَهُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟
آیا هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه یې سره له لویوالي پېدا کړي قادر نه دی په ژوندي کولو د مړو وروسته له مرګ نه؟ ولې نه، بېشکه خامخا پرې قادر دی او هغه ښه پېدا کونکی دی چې ټول مخلوقات یې پېدا کړي، ډیر پرې پوه دی، هېڅ شی هم ترې نه پټېږي.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَاۤ اَمْرُهٗۤ اِذَاۤ اَرَادَ شَیْـًٔا اَنْ یَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
بېشکه د الله امر او کار داسې وي چې کله د یو شي د پېدایښت اراده وکړي نو ورته ووایي: شه، نو کوم شی چې غواړي هغه وشي، او له دې څخه چې غواړي یې ژوندي کول او مړه کول او را پورته کول او داسې نور دي.
阿拉伯语经注:
فَسُبْحٰنَ الَّذِیْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟۠
نو الله پاک او سپېڅلی دی له هغه ناتوانۍ څخه چې مشرکان یې ورته منسوبوي، نو هغه لره خو د ټولو شیانو پاچایي ده لاسوهنه پکې کوي څرنګه چې وغواړي، او د ده په لاس کې د هر شي کلیګانې دي، او یوازې همده ته په آخرت کې ورګرځول کېږئ، نو تاسو ته به ستاسو د کړنو بدله درکوي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• من فضل الله ونعمته على الناس تذليل الأنعام لهم، وتسخيرها لمنافعهم المختلفة.
په خلکو باندې د الله له فضل او نعمت څخه دا دي چې څاروي یې ورته اېل کړي، او د دوی مختلفو ګټو لپاره یې تابع کړي.

• وفرة الأدلة العقلية على يوم القيامة وإعراض المشركين عنها.
د قیامت د ورځي په شتون باندې د عقلي دلائلو زیاتوالی او هغې څخه د مشرکانو مخ اړول.

• من صفات الله تعالى أن علمه تعالى محيط بجميع مخلوقاته في جميع أحوالها، في جميع الأوقات، ويعلم ما تنقص الأرض من أجساد الأموات وما يبقى، ويعلم الغيب والشهادة.
د الله تعالی له صفتونو څخه دا دي چې د هغه علم ټولو مخلوقاتو ته په ټولو حالاتو او وختونو کې راګېرونکی دی، او پوهېږي چې ځمکه د مړو څومره جسدونه کموي او څومره پاتې کېږي، او په پټو او ښکاره و پوهېږي.

 
含义的翻译 章: 亚斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭