《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - 译解目录


含义的翻译 章: 穆勒萨拉提   段:

المرسلات

每章的意义:
الوعيد للمكذبين بالويل يوم القيامة.
د درواغ ګڼونکو لپاره د قيامت ورځې د تباهۍ وعيد.

وَالْمُرْسَلٰتِ عُرْفًا ۟ۙ
الله د تېزو آسانو غوندې په پرله پسې بادونو لوړه وکړه.
阿拉伯语经注:
فَالْعٰصِفٰتِ عَصْفًا ۟ۙ
او پر سختو چلېدونکو بادونو يې لوړه وکړه.
阿拉伯语经注:
وَّالنّٰشِرٰتِ نَشْرًا ۟ۙ
او پر هغو بادونو يې لوړه وکړه چې باران خپروي.
阿拉伯语经注:
فَالْفٰرِقٰتِ فَرْقًا ۟ۙ
او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې هغه څه را نازلوي چې حق له باطله بېلوي.
阿拉伯语经注:
فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ
او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې وحي نازلوي.
阿拉伯语经注:
عُذْرًا اَوْ نُذْرًا ۟ۙ
داسې وحي نازولي چې د الله له لوري د خلکو لپاره عذر وي، او د الله له عذابه د خلکو وېرونه وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا تُوْعَدُوْنَ لَوَاقِعٌ ۟ؕ
پرته له شکه ستاسو سره چې د بېرته راپورته کېدلو، حساب او بدلې کومه ژمنه کيږي هغه هرومرو رامنځته کېدونکې ده.
阿拉伯语经注:
فَاِذَا النُّجُوْمُ طُمِسَتْ ۟ۙ
نو کله چې د ستورو رڼا ختمه شي او روښنايي له منځه ولاړه شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا السَّمَآءُ فُرِجَتْ ۟ۙ
او کله چې آسمان څيرې کړل شي ترڅو پرېښتې ترې را کوزې کړل شي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ ۟ۙ
او کله چې غرونه له خپلو ځايونو و اېستل شي او ميده ميده کړل شي تردې چې ګرد وګرځي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا الرُّسُلُ اُقِّتَتْ ۟ؕ
او کله چې رسولان يو ټاکلي وخت ته را غونډ کړل شي.
阿拉伯语经注:
لِاَیِّ یَوْمٍ اُجِّلَتْ ۟ؕ
پر امتونو د شاهدي ورکولو په موخه د لويې ورځې لپاره ځنډول شوی دی.
阿拉伯语经注:
لِیَوْمِ الْفَصْلِ ۟ۚ
د بندګانو تر منځ د پرېکړې د ورځې لپاره، چې پر حقه به له باطل څخه او نېکبخته به له بدبخته بېل شي.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الْفَصْلِ ۟ؕ
او اې رسوله! ته څه پوه يې چې د پرېکړې ورځ څه ده؟!.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ به د هغو درواغ ګڼوکو لپاره تباهي، عذاب او زيان وي چې هغه څه درواغ ګڼي چې رسولان د الله له لوري ورسره راغلي دي.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ نُهْلِكِ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ
آيا موږ پخواني امتونه تباه نه کړل کله يې چې پر الله کفر وکړ او خپل رسولان يې درواغجن وګڼل.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْاٰخِرِیْنَ ۟
او بيا به له وروستنيو څخه درواغ ګڼونکي ورپسې کړو، نو داسې به يې تباه کړو لکه هغوی مو چې تباه کړي وو.
阿拉伯语经注:
كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟
د دغو امتونو د تباهۍ غوندې موږ ګناهکاران تباه کوو چې د هغه څه درواغ ګڼونکي دي چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی دی.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ به د درواغ ګڼونکو لپاره د الله له لوري د مجرمانو د سزا له امله تباهي، عذاب او زيان وي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• خطر التعلق بالدنيا ونسيان الآخرة.
پر دنيا پورې د ځان تړلو او د آخرت هېرولو خطر.

• مشيئة العبد تابعة لمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله د خوښې تابع وي.

• إهلاك الأمم المكذبة سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو امتونو تباه کول يوه الهي تګلاره ده.

اَلَمْ نَخْلُقْكُّمْ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ
اې خلکو! تاسې مو له سپکو لږو اوبو څخه نه ياست پيداکړي چې هغه نطفه ده.
阿拉伯语经注:
فَجَعَلْنٰهُ فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۟ۙ
نو دغه سپکې اوبه مو په يو خوندي ځای کې وساتلې چې هغه د ښځې رحم دی.
阿拉伯语经注:
اِلٰی قَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ
تر يوې ټاکلې مودې پورې چې هغه د حمل موده ده.
阿拉伯语经注:
فَقَدَرْنَا ۖۗ— فَنِعْمَ الْقٰدِرُوْنَ ۟
نو د پيدا شوي ماشوم صفت، اندازه، رنګ او داسې نور مو اندازه کړل، چې د دغو ټولو ښه اندازه کوونکي همدغه موږ يو.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ د الله د ځواک درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ كِفَاتًا ۟ۙ
آيا موږ ځمکه داسې نه ده ګرځولې چې ټول خلک را غونډوي.
阿拉伯语经注:
اَحْیَآءً وَّاَمْوَاتًا ۟ۙ
ژوندي پر هغې د اوسېدو او آبادولو په ډول را غونډوي او مړي په هغې کې د خښېدو په ډول.
阿拉伯语经注:
وَّجَعَلْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ شٰمِخٰتٍ وَّاَسْقَیْنٰكُمْ مَّآءً فُرَاتًا ۟ؕ
او په هغې مو برقراره جګ جګ غرونه پيداکړي دي، چې له خوځېدو يې راګرځوي، او اې خلکو! تاسو مو په خوږو اوبو خړوبه کړي ياست؛ نو چا چې دغه پيداکړي دي هغه ستاسو له بېرته را پورته کولو څخه بې وسه نه دی.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ د الله د نعمتونو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
阿拉伯语经注:
اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی مَا كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ۚ
او هغو کسانو ته به وويل شي چې هغه څه يې درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره ورته راغلي وو: اې درواغ ګڼونکو ولاړ شئ د هغه عذاب لوري ته چې تاسو به درواغ ګڼلو.
阿拉伯语经注:
اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی ظِلٍّ ذِیْ ثَلٰثِ شُعَبٍ ۟ۙ
ولاړ شئ د اور د دود سيورې خوا ته چې دريو برخو ته وېشل شوی دی.
阿拉伯语经注:
لَّا ظَلِیْلٍ وَّلَا یُغْنِیْ مِنَ اللَّهَبِ ۟ؕ
چې په هغو کې نه د سيوري يخوالی شته، او نه د اور لمبه او ګرمي ګرځوي که چېرې تاسو ته در سوروی شي.
阿拉伯语经注:
اِنَّهَا تَرْمِیْ بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ ۟ۚ
بېشکه هغه اور لوی لوی بڅرکي غورځوي، هر بڅرکی يې په لوی والي کې د ماڼۍ غوندې وي.
阿拉伯语经注:
كَاَنَّهٗ جِمٰلَتٌ صُفْرٌ ۟ؕ
هغه بڅرکي چې غورځول کيږي په تور والي او غټوالي کې لکه تور اوښان داسې وي.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ د الله د سزا درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
阿拉伯语经注:
هٰذَا یَوْمُ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟ۙ
دا داسې ورځ ده چې هغوی به پکې هيڅ خبرې نه شي کولای.
阿拉伯语经注:
وَلَا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُوْنَ ۟
او نه به هغوی ته اجازه ورکول کيږي چې له خپل کفر او ګناهونو څخه د خپل پالونکي لوري ته عذر وړاندې کړي، چې عذر يې بيا ومنل شي.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ د دغې ورځې د خبر ورکولو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
阿拉伯语经注:
هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ ۚ— جَمَعْنٰكُمْ وَالْاَوَّلِیْنَ ۟
دغه د خلکو تر منځ د پرېکړې ورځ ده، تاسو او پخواني امتونه مو په يوه خاوره کې را ټول کړي ياست.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ كَانَ لَكُمْ كَیْدٌ فَكِیْدُوْنِ ۟
که چېرې تاسې لره کوم چل وي چې د الله له عذابه پرې ځانونه ژغورلای شئ؛ نو چل مو زما پرخلاف ترسره کړئ.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠
په دغه ورځ د پرېکړې د ورځې د درواغ ګڼوکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ ظِلٰلٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو ترې ډاريږي د جنت د ونو په اوږده سيوري او روانو خوږو اوبو په چينو کې به وي.
阿拉伯语经注:
وَّفَوَاكِهَ مِمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ
او له هغو مېوو څخه به يې خوراک وي چې غواړي يې.
阿拉伯语经注:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او هغوی ته به ويل کيږي: له پاکو شيانو خوراک کوئ او له داسې خوندور څښاک څخه څښئ چې خرابي پکې نشته، دا د هغه نېکو کړنو له امله چې تاسې په دنيا کې کولې.
阿拉伯语经注:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
پرته له شکه د دغې بدلې غوندې چې تاسې ته مو درکړې ده موږ نېک عمله خلکو ته بدله ورکوو.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ د هغو کسانو لپاره تباهي، عذاب او تاوان دی چې هغه څه يې درواع ګڼل چې الله د متقيانو (ځان ساتونکو) لپاره چمتو کړي و.
阿拉伯语经注:
كُلُوْا وَتَمَتَّعُوْا قَلِیْلًا اِنَّكُمْ مُّجْرِمُوْنَ ۟
او درواغ ګڼونکو ته به ويل کيږي: خورئ او په دنيا کې لږ وخت له دنيوي خوندونو ګټه پورته کوئ، پرته له شکه تاسو پر الله د خپل کفر او د هغه د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله مجرمان ياست.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ د هغو کسانو لپاره چې د بدلې پر ورځ د خپلې بدلې درواغ ګڼونکي دي تباهي، عذاب او تاوان دی.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ ارْكَعُوْا لَا یَرْكَعُوْنَ ۟
او کله چې دغو درواغ ګڼونوکو ته وويل شي: د الله لپاره لمونځ وکړئ هغوی ورلره لمونځ نه کوي.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دغه ورځ دواغ ګڼونکو لره چې په هغه څه کې رسولان درواغ ګني چې د الله له لوري ورسره راغلي تباهي، عذاب او تاوان دی.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ ۟۠
کله يې چې د خپل پالونکي له لوري پر دغه نازل کړل شوي قرآن ايمان را نه وړ؛ نو له هغه پرته به پر بل څه شي هغوی ايمان راوړي؟
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• رعاية الله للإنسان في بطن أمه.
د الله له لوري د انسان د خپلې مور په ګېډه کې پاملرنه.

• اتساع الأرض لمن عليها من الأحياء، ولمن فيها من الأموات.
د هغه چا لپاره د ځمکې پراخول چې څوک ژوندي پرې دي او د هغه چا لپاره چې مړه پکې دي.

• خطورة التكذيب بآيات الله والوعيد الشديد لمن فعل ذلك.
د الله د آيتونو د درواغ ګڼلو خطر او څوک چې دا کار کوي د هغه لپاره سخته ګوت څنډنه.

 
含义的翻译 章: 穆勒萨拉提
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - 译解目录

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

关闭