Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 麦尔彦   段:

مریم

كٓهٰیٰعٓصٓ ۟
كهيعص [1].
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
阿拉伯语经注:
ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهٗ زَكَرِیَّا ۟ۖۚ
دغه یاد دی ستا د رب د رحمت پر خپل بنده چې زکریا و.
阿拉伯语经注:
اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ نِدَآءً خَفِیًّا ۟
کله چې یې اواز وکړ خپل رب ته په پټ اواز سره.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّیْ وَاشْتَعَلَ الرَّاْسُ شَیْبًا وَّلَمْ اَكُنْ بِدُعَآىِٕكَ رَبِّ شَقِیًّا ۟
ووېل: زما ربه! هډوكي مې كمزوري شوي او سر مې له ډېر زوړوالي (سپين) ځليږي، او زه خو له تا نه په غوښتنه كې اې زما ربه نامراده شوى هم نه يم.
阿拉伯语经注:
وَاِنِّیْ خِفْتُ الْمَوَالِیَ مِنْ وَّرَآءِیْ وَكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا فَهَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۟ۙ
او بې شکه زه ویریږم له دې خپلوانو (خپلو) چې زما نه وروسته دي (په دین باندې)، او ښځه زما هم شنډه ده؛ نو راوبخښه ما ته خاص له خپل طرفه څوک دین سمبالوونکی.
阿拉伯语经注:
یَّرِثُنِیْ وَیَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ ۗ— وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِیًّا ۟
چې وارث شي زما په دین کې او وارث شي د کورنۍ د یعقوب -علیه السلام- په دین کې، او وګرځوه هغه لره غوره.
阿拉伯语经注:
یٰزَكَرِیَّاۤ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمِ ١سْمُهٗ یَحْیٰی ۙ— لَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ سَمِیًّا ۟
(اواز وشو) ای زکریا! یقینا زیری درکوو تا ته په یو هلک چې نوم یې یحیی دی، نه دی ګرځولی موږ څوک مخکې له ده نه د ده هم نامی.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا ۟
وویل (زکریا): ای ربه زما څرنګه به وي ما لره هلک او زما ښځه شنډه ده، او یقینا رسیدلی یم زه له زوړوالي نه ډیرې کمزورتیا ته.
阿拉伯语经注:
قَالَ كَذٰلِكَ ۚ— قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَّقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَیْـًٔا ۟
وویل: همداسې ستا رب ویلي چي دا کار پر ما آسان دی؛ په داسې حال کې چې ته مې پخوا پیدا کړی یې هېڅ هم نه وې.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَ لَیَالٍ سَوِیًّا ۟
وویل (زکریا -علیه السلام-): ای ربه زما! وګرځوه زما لپاره یوه ځانګړې نښه، وویل هغه: نښه ستا دا داه چې خبرې به نشې کولی له خلکو سره درې شپې او حال دا چې روغ به هم یې.
阿拉伯语经注:
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ مِنَ الْمِحْرَابِ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ اَنْ سَبِّحُوْا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟
نو خپل قوم ته له عبادت خونې څخه راووت، نو په اشاره ئې وویل هغوی ته چې تسبیح ووایاست سبا او بیګا.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 麦尔彦
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭