Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 麦尔彦   段:
وَنَادَیْنٰهُ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ الْاَیْمَنِ وَقَرَّبْنٰهُ نَجِیًّا ۟
او اواز ورکړی و موږ هغه ته د طور غره له ښي اړخ څخه، او نږدې کړی مو و د رازدار په توګه.
阿拉伯语经注:
وَوَهَبْنَا لَهٗ مِنْ رَّحْمَتِنَاۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ نَبِیًّا ۟
او په خپلې مهربانۍ سره مو هغه ته ورور يې هارون چې نبي و، (مرستيال) ور وبخښلو.
阿拉伯语经注:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟ۚ
او یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) اسماعیل -علیه السلام-، یقینا هغه ډیر ریښتونی و په وعده کې او رالېږل شوی نبي و.
阿拉伯语经注:
وَكَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ ۪— وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهٖ مَرْضِیًّا ۟
او ده به خپل اهل (قوم یا امت) ته په لمانځه او زکات امر کاوه، او د خپل رب په نزد غوره کړی شوی و.
阿拉伯语经注:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِدْرِیْسَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟ۗۙ
او یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ادریس -علیه السلام- یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و.
阿拉伯语经注:
وَّرَفَعْنٰهُ مَكَانًا عَلِیًّا ۟
او پورته کړی و موږ دې لره لوړ مقام ته.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ مِنْ ذُرِّیَّةِ اٰدَمَ ۗ— وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؗ— وَّمِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْرَآءِیْلَ ؗ— وَمِمَّنْ هَدَیْنَا وَاجْتَبَیْنَا ؕ— اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُ الرَّحْمٰنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّبُكِیًّا ۟
دا هغه کسان دي چې الله تعالی پرې انعام کړی له پیغمبرانو څخه د ادم -علیه السلام- له اولادې، او د هغه چا څخه چې موږ د نوح -علیه السلام- سره په کښتۍ کې سپاره کړي وو، او د اولادې د ابراهیم -علیه السلام- او اسرائیل (یعقوب -علیه السلام-) څخه، او د هغه چا څخه چې موږ ورته هدایت کړی او غوره کړې مو (په پیغمبرۍ سره) دي، کله چې دوی ته د رحمن ذات آیتونه بیانیدل، پریوتل به دوی سجده کوونکي ژړا کوونکي.
阿拉伯语经注:
فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا ۟ۙ
خو له دوى وروسته يې داسې ځاى ناستو ځاى ونيو چې لمونځ يې ضايع كړ او هوسونو پسې ولاړل نو زر به له بد انجام سره مخ شي.
阿拉伯语经注:
اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۟ۙ
مګر هغه چا چې توبه وویستله او ایمان يې راوړ او نیک عمل یې وکړ پس دغه کسان به جنت ته ننوځي او پر دوی به هېڅ ظلم نه شي کیدلی.
阿拉伯语经注:
جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدَ الرَّحْمٰنُ عِبَادَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ وَعْدُهٗ مَاْتِیًّا ۟
د همېشه اوسېدو هغه جنتونه چې رحمن يې خپلو بندګانو سره په غيبو وعده كړې ده، او يقيناً د هغه وعده راتلونكې ده.
阿拉伯语经注:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا اِلَّا سَلٰمًا ؕ— وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِیْهَا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟
دوى به هلته چټي خبره نه اوري، پرته (له سلامه) او هلته به د دوى لپاره سهار او ماښام خپله روزى وي.
阿拉伯语经注:
تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْ نُوْرِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِیًّا ۟
دا هغه جنت دى چې موږ يې له خپلو بندګانو نه، (صرف) متقيانو ته په ميراث وركو.
阿拉伯语经注:
وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّكَ ۚ— لَهٗ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَیْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیًّا ۟ۚ
او (جبريل وويل) موږ ستا د رب له امر پرته، هسې نه راكوزېږو، هغه ته هغه هم معلوم دي چې زموږ مخې ته دي او څه چې زموږ شاته دي او څه يې چى ترمنځه دي او ستا رب هېرونكى نه دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 麦尔彦
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭